د نن دوشنبې او سبا سه شنبې کرکټ په اړه

 
د کرکټ ملي لوبډلې راتلونکي څلور ورځنۍ لوبه چې د روانې مارچ میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره سمون لري؛ د ایرلېنډ په خلاف به یوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. البته دغه سیالۍ د تېر شل اوریز او پنځوس اوریز سیریزونو څخه هم  ډېره مهمه ګڼل شوېده؛ خو په دغه لوبه کې بیا ځیني مشهوره لوبغاړي نه دي اخیستل شوي، او ځوانانو ته پکې ډير چانس ورکړل شوی دی؛ خو که چېرته افغانستان په راتلونکې څلور ورځنۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړي؛ نو د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې څخه به یې امتیازونه هم ډېر شي.  ځکه اوسمهال د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټېنینټل (لویو وچو) سیالیو د نامه لاندې ۵۸ امتیازونه لري؛ خو افغانستان بیا د لویو وچو سیالیو د ټورننیټ د نامه لاندې ۵۶ امتیازات لري. د یادونې وړ ده کچېرته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې څلور ورځنۍ سیالۍ وګټي؛ نو ددې ترڅنګ چې ستره بریا به په خپل نوم کړي، بلکې د ټيسټ دریځ د ترلاسه کولو لپاره به ډېر سترګام هم پورته کړل شي. دا چې دا لوبه د ټیسټ دریځ د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي؛ او هره لوبډله چې خپل امتیازونه ډېر او لوبه په خپل نوم کړي؛ نو د ټيسټ لوبډلې سره به سیالۍ وکړي؛ او که هغه هم وګټي نو ۹۰٪، یا هم تر ۹۵٪ سلنه پورې د ټيسټ درېځ ترلاسه کونکی بلل کیدلی شي.
د ایرلینډ په وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د څلور ورځنۍ سیالۍ سکواډ هم درته خپروو.  چې صبا سه شنبه به ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکې څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره لاندې سکواډ خپور کړی دی.
 لوبډلمشر اصغرخان ستانکزی، شهزاد محمدي، حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدراڼ، ناصر جمال احمدزی، ظاهرخان، شبیر نوري، محمد نبي عیسی خیل، دولت ځدراڼ، یمین احمدزی، راشېدخان، رحمت شاه زرمتی، جاوید احمدي او افسر ځاځی هغه لوبغاړي چې د لوبډلې لپاره ټاکل شوي دی.
په بهرنیو ورزشي خبرونو کې درته لرو چې د هندوستان ای پي ایل هم ورځ تربلې رانیږدی کیدونکی دی او په شمار ۹ ورځې ورته پاتي دی؛ د هندوستان په ای پي ایل سیالیو کې ۸ لوبډلې شتون لري، چې د تېر کال اتلولي هم د سن رایز حیدرآباد لوبډلې په خپل نوم کړې وه. د خوښئ ځای بیا د افغانانو لپاره دا دی چې دا ځل همدې سن رایز حیدرآباد لوبډلې زموږ دوه مشهوره توپوهونکي او توپ ویشتونکي (ال راونډران) محمد نبي عیسی خیل او راشېد خان ارمان شینواری هم اخیستي دی.
سریلینکا به د بنګلدیش په وړاندې په ډمبولا کې د سه شنبې په ورځ  چې د روانې مارچ میاشتې له  ۲۸ مې نېټې سره سمون لري، خپله دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان پر وخت په یوه نیمه بجه ترسره کړي.  ددې امکانات هم شته چې دغه لوبه په افغانستان کې د کوم تلویزوني چېنل څخه هم خپره شي.  هېره دې نه وي چې ددې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځ چې کومه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې وه هغه هم بنګلدیش د ۹۰ منډو په توپير په خپل نوم کړې وه.
پاکستان دشل اوریزې لوبې پرانیسته په بریا پېل کړه
 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي سفر لومړۍ شل اوریزه لوبه چې تېره شپه ( د مارچ په ۲۶) په برایډ ګي ټون لوبغالي کې د ویسټ انډيز په خلاف  ترسره کړه. لومړۍ توپوهنه ویسټ انډیز وکړه، او په لومړۍ پاڼۍ کې ویسټ انډیز د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ. خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پېل بیا ښه و، شعیب ملک د پاکستان لپاره ۳۸، کامران اکمل ۲۲،  احمد شهزاد ۱۳، بابر اعظم ۲۹، محمد حفیظ ۵، او سرفراز بیا ۴ منډې جوړې کړې، او د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د لوبې په ۱۷.۱م  اور کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ؛ چې ددې سره پاکستان  په یاده لوبه په ۶ شپږ ویکټو او ۱۷ توپونو لوبه وګټله، او د لوپې غوره  لوبغاړی ۱۸ کلن شهاب خان ونومول شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
پای
2017-03-27