ارمان څه ته وايي؟ او ستاسو په زړه څه ارمان دی!؟

دا چې ژوند د الله تعالی له لوری یوه ډالی ده او معنا یې له هېڅ څخه پېل کول او ډېر څه ته ځان رسول دي، نو ځکه خو پوهانو ژوند یو خیال او مرګ حقیقت بللی دی. له همدې امله هرانسان ته په ټولنیز ژوند کې یو ځانګړی لیدلوری ټاکل مهم دي.
پښتانه مشهوره متل کوي: (چې اوبه له ورخه تېرې شي، بیا نه راګرځي)، همداسې د انسان ژوند هم سیند ته ورته دی چی روان وی، خو شاته نه راګوری او څومره،چی ځی بیرته نه راګرځی.
په ټوله نړۍ کې ډیری وګړي په زړه ډېر ارمانونه لري، څوک د یو ښه راتلونکي لپاره دیوې ښې کورنۍ درلودلو ارمان لري، څوک د لوړو زده کړو ارمان لري، څوک د نړیوال شهرت ارمان لري، څوک د نارینه/ښځينه اولاد ارمان لري، څوک د پښتون قام د یووالي ارمان لري، څوک په ټوله اسلامي نړۍ کې د تل پاتې سولې ارمان لري اوداسې نور...
موږ د ارمان موضوع د نظر له خاوندانو سره هم شریکه کړه او یو څو پوښتنې مو له یو شمېر لیکوالانو او ژورنالیستانو سره مطرح کړلې. لومړی مو د ژوندون تلویزون خوږ ژبی خبریال هلال الدین عزیز یار وپوښتت:
ستاسو له نظره د ارمان کلمې په اوریدو سره مو په ذهن کې څه ډول پس منظر راپورته کیږي؟ همداراز ارمان د انساني ژوند سره څه ډول اړیکي لري؟ او آیا بې له ارمانه ژوند امکان لري؟
ښاغلي عزیزیار یې په اړه وویل: ارمان د ژوند برخه ده، ځکه ځيني یې پوره شوي وي او ځيني یې نه. د ارمان په اوریدو دوه ډوله احساس کیدای شي چې ښه او بد یې ګڼلی شو.
بې له ارمانه ژوند امکان نلري، ځکه ښه راتلوونکی او ښه ژوند د ټولو ارمان وي او همداسې هیله هم لري خو څه چې ناوړه پېښې منځ ته راځي، نه یې څوک په اړه ډېر فکر کوي او نه یې ارمان لري.

همداراز مو پورته پوښتنې په ننګرهار کې د انعکاس راډیو تلویزون پخوانی ویاند صحت سمسور مخ ته هم کیښودې، نوموړي یې په اړه وویل: د ارمان په کلیمې سترګو ته بېلابېل انځورونه ودرېږي، خو په ټوله کې ارمان په نړیواله سطحه، د هیواد په سطحه او د سمي په سطحه ښودلی شو. مثلا افغانستان وروسته پاتې هیواد دی، خو کله چې ددې هیواد وګړي د نورو هیوادونو اتومي طاقتونو ته نظر وکړي، بیا وايي کاش افغانستان هم دا سوپر طاقتونه لرلای ! دوهم ارمان د هېواد په کچه وي، لکه افغانستان سولې ته تږی هېواد دی چې باید امن په کې وای، ماشومان په ډاډه زړه ښوونځي ته تللای، ځوانان پوهنتونونو ته تللای، د بېکارۍ کچه په کې صفر وای او همداسې نورې اقتصادي ستونزې په کې نه وای ! او دریم ارمان دسیمي په سطحه دی، لکه کاش چې زما سیمې ته د بیارغونې کارونه شوی وای، کلینکونه، سرکونه، ښوونځي او مدرسې په کې جوړې شوی وای، ښایسته ژوند مو لرلای او د پلار مې باید ښه دنده وای !
هر کس بېلابېل ارمانونه لري خو ځیني یې انسان ته د وخت په تېریدو رسېږي او ځېنو ته نه رسیږي، لکه دخلکو غټ ارمان په اوس وخت کې سوله ده، چې راشي او د جګړو لمن ورټوله شي او خلک په امن کې ژوند وکړي.

پورته پوښتنې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي یو محصل عصمت الله شینواري په دې ډول راځواب کړې: ارمان په تېر شوي حالت او وخت پسې خپګان او د بېرته راتلو محال یا نه پوره کېدونکي غوښتنه ده.
کله چې موږ د ارمان اړوند غږېږو د وخت هغه ناکامۍ او زموږ بدو عادتونو ته زړه خورو چې له موږ تېر شوي دي، پخپله همدا زړه خوراک ارمان دی. زه د ارمان کلمې په په اوریدو سره وایم: ارمان چې پښتون عالم، پښتون یو او پښتون بې تپل شوې جګړې وای !.
همداراز مو د غني خیلو د اساسي دارالمعلمین استاد ښاغلي حبیب نور نورزاد نظر هم د یوې ټول پوښتنې په اړه راوخیست. له استاد نورزاد مو وپوښتل، چې ستاسو په زړه څه ارمان دی؟ هغه وویل: زما غټ ارمان په ټوله نړۍ کې او په ځانګړي ډول په افعانستان کې دداسې نظام رامینځته کیدل دي، چې الله (ج) او دهغه رسول (ص) ته خوښ وي او په امن کې خپل ژوند تیرکړو !
دا چې هر انسان په خپل زړه ډېر ارمانونه لري او د پوره کیدو لپاره یې ډېر انتظار وباسي، نو له همدې آمله څومره چې زمونږ عمر پخبږی په هماغه کچه مودعمر شپی او ورځی هم راکمیږی، ځکه خو مرګ ته ورځې او شپې صبا کوو، خو په دې فاني نړۍ کې انسانان د ښه ژوند لپاره په زړه ډېر ارمانونه لري، چې ډيری یې بیا نه شمیریدونکي ارمانونه له خپل ځان سره ګورته هم وړي.
 
پای