
كه د تركيى سياسي خوزښت ته په نړيوال سياسي ډګر كى ځير شو , دا اټكل كولي شو, چه د تركيى حكومت غواړي خپل سياسي رول او اهميت په ننني نړيوال كړكيچن او له ستونزو ډك چاپيريال كى تثبيت كړي , څرنگه چه دعدالت اوپرمختيا د ګوند سياست په حكومتداري كى داعتدال او توازون غوښتونكى دي ,او سربيره په كورنيو ستونزو ئي دبهرنيو ستونزو اوارول هم د خبرو اترو له لاري غوره وګڼل , د كورنيو ستونزو په اوارول كى د عدالت اوپرمختيا ګوند د رجب طيب اردوگان په مشري وتوانيد هغه ستونزي اوري كړي , چى د عدالت اوپرمختيا ګوند د سياسي خوزښت كړۍ ئي تنگه كړي وه , هغه ستونزي چى د تركيه له پياوړي نظامي موسسى سره له وړاندي لرلي تر ديره حده پوري پورته شوي , او د عدالت اوپرمختيا اسلامي حزب وتوانيد, د تركيى په سياسي ډګر كى خپلى د سياسي خوزښت كړۍ ته وسعت وركړي , او د هغو ټولنيزو كشالو په هكله بري ومومي چى عسكري موسسه ئي په وړاندي خنډ وه .د مثال په توگه د ښځي د حجاب ستونزه ............او دبهرنيو ستونزو په هكله چى د تركى دولت له اوږدى مودي وسره لاس او گريوان و, د رجب طيب اردوگان حكومت وتوانيد چى عسكري موسسه د خپل سياست تابع كړي , اوهغه ستونزه چى د ارمنستان سره موجوده وه , تر ديره حده اواره كړي .
په تركيه كى نظامي موسسه له يوى اوږدى مودي څخه په سياسي موسسه باندي حاكمه وه , او له كومه ځايه چى د عدالت اوپرمختيا ګوند اود نظامي موسسى تر منځ د حكومتداري په هكله ژور اختلاف و, نو نظامي موسسى زيار كاوه چى دعدالت اوپرمختيا ګوند د تركيه د حكومت واږي په لاس كى وانخلي , تر څو دين په سايست كى ورګډ نشي , څرنګه چى د تركيى نظامي موسسه عقيده لري , لدي كبله په لومړي ځل حزب د سياسي قدرت څخه چى د آزادو انتخاباتو په پايله كى ورته رسيدلي و, ګوښه شو , خو تر كومه ځايه چى د عدالت اوپرمختيا ګوند سياستمدارانو په مسالمت آميزه سياسي تګلاره ټينګار كاوه , خپلى مبارزى ته ادامه وركړله , تر څو يو ځل بيا د آزادو انتخاباتو په پايله كه حكومت ته ورسيدل , خو د حكومتداري په ترڅ كى ئي د عسكري موسسى پام او رأي هم ځانته تر يو حده واړوله .
څرنګه چى د تركيى حكومت د خپل پخواني استراتيژيك ملګري له لوري د منځني ختيځ په سياسي كركيچ كى له پامه غورځول شوي و, نو د عدالت اوپرمختيا ګوند د كورنيو ستونزو سره سره بهرنيي سياست او د تركيى منزلت ته په نړيوال ډګر كى هم ځير وا, نولدي ځايه ئي دخپل بهرني سياست د برياليتوب لپاره پروفيسور احمد داود اوگلو د بهرنيو چارو وزير وټاكه , او اوگلو وكولي شول چى د تركيى رول او منزلت د منځني ختيځ په سياسي كړكيچ كى وټاكى , اوگلو وتوانيد چى د هغى سياسي كړنلارى څخه د تركيى د سياسي موسسى لاره بيله كړي كومه چى د لوديځ څخه د هيره په اساس د تركيى استرتيژيكو مصلحتونو ته متوجه نه وه , اوگلو ټينگار كاوه چى تركيه د هغه تاريخي او استراتيژيكي عمق څخه برخورداره ده چى تركيى ته خپل سياسي منزلت ورګرځولي شي , د اوگلو له غوښتنه سره سم بايد تركيه په نړيوال سياسي ډګر كى يو پياوړي مركزي هيواد وي , نه دا چى د يوه پله په څير په نړيوالو سياسي كشالو كى ورڅخه ګټه پورته شي , اوتركيه نبايد يو عادي هيواد وي , ځكه چى د اسلامي نړي او لوديځ په پاي كى پروت دي , څرنګه چى المان په اورپا كى يو مركزي او پياوړي هيواد دي , سره لدي چى له افريقا او اسيا اوروسيى څخه په جغرافيا ئي لحاظ دير لري دي , او څرنګه چى ايران اوس مهال په اسيا كى دامريكا په مرسته يو مطرح شوي هيواد دي ,سره لدي چى له اروپا او افريقا څخه لري پروت دي , همدارنګه اوگلو د تركيى تاريخي بعد ته هم ارزښت قائل دي , كله چي تركيه د عثمانيانو امپراتوري وه .
داوگلو د سياسي ليدلوري سره سم بايد تركيه د دى تاريخي او استراتيژيك عمق له درلودلو څخه په نړيوال سياسي ډګر كى ګټه پورته كړي , او نه يوازي دا چى ځانته امنيت قائم كړي , بلكه بايد د نور د امنيت په هكله هم فكر وكړي , او له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره خپلى ستونزي اواري كړي , نه دا چى يوازي د اورپا اتحاد ته دننوتو زيار وباسي .
دتركيى دسياسي موسسى پروفيسور اوگلو وتوانيد, چى د امريكا اوتركيى سړه علاقه بيرته توده كړي , لدي ځايه وه چى اوباما اسلامي نړي ته د خطاب لپاره لومړي اډه تركيه وټاكله , دحاكم حزب د حكومتداري په لړكى تركيى په نړيواله كچه ديري ستونزي اواري كړلي , او په بهرنيي سياست كى ئي د پام وړ پرمختګ وكړ , دايران سره ئي خپل كړكيچ اوار كړ.
خو هغه څه چى تركيه ئي په نړيوال سياسي ډگر كى په قوت راڅرګنده كړله , هغه د تركيى توجه هغو نړيوالو سياسي كشالو ته و چى تركيى ته ئي په نړيواله سيمه كى نفوذ وركړ, د مثال په توګه د فلسطين مساله , تركيى له خپلو استراتيژيكو اړيكو څخه چى داسرائيل سره ئي درلودي لاس واخيست , او د فلسطين قضيه ئي خپله قضيه وګڼله , لدي سره سره ئي د افغانستان سياسي كشاله هم ترپام لاندي ونيوله .
دافغانستان سياسي كړكيچ نړيوال حيثيت خپل كړي دي , د نړي ګڼ شمير هيوادونه په افغانستان كى لاسوهنه كوي , كه د لوديځ جګړه ايز ماشين د يرغل په لړكى د افغانستان د بي ګڼاه وگړو په وژلو كى خلاس لاس لري , او هر وخت چى وغواړي د افغانانو كورونو ته پرته له اجازي ورننوځي , او تورسري او كوچنيان وځوروي , دوي شه پوهيږي چى د دوي دښمنان په غرونو كى دي , خو دوي د هيبت او وحشت د چاپيريال له جوړولو څخه خوند اخلي , او بيوزله او بي ګناه خلك ځوروي .
كه ايران د افغانستان كلتوري چاپيريال تر خپل ظالم يرغل لاندي نيولي دي , او زموږ افغاني هويت زيانمن وي , او د لوديځ په مرسته ئي د هيواد ټول مهم كلتوري مركزونه په خپله ولكه كي راوستي دي , مختلفى مطبوعاتي رسني د دى كار لپار بوختي دي , په مستقيمه توګه ايراني كلچر زموږ په ټولنه كى خوروي , او د كلتور سره د ديني مفاهيمو رواجول هم شوني كوي , ځكه چى په افغانستان كى ايرا ن يو ډول ژبني عمق پيدا كړي دي .
كه هند غواړي چى د پاكستان په مقابله كى په افغانستان كى رول ولري , او زموږ رواج او دستور تر خپل يرغل لاندي وساتي , ځكه چى هند دهغه مثلث يو ضلع دي چى په افغانستان كى ئي ژوره لاسوهنه كړي او لا تر اوسه ئي كوي , د هندي ډرامو عاميدل په افغاني ټولنه كى خپل اثر ښي , اوهيڅوك هم لدي اثر څخه سترګي نشي پټولي ,.
كه پاكستان د سياسي او كلتوري لاس وهنى اړوند خپلى هلي ځلي كړي دي , او زموږ كلتور د انګريزانو څخه په پاتي شوي كلچر بدرنګه كوي , كه روسيه تر اوسه د افغانان د غرور د ماتولو خيال په سركى پالي , او د افغانستان سياسي ډګر نه پريږدي , اوپه افغانستان كي ئي خپل ګوداګيان روزلي دي .
او كه عربي نړۍ د افغانستان په سياسي كشاله كى متهمه ده , كه .................................
خو تركيه يوازني هيواد دي , چى د افغانستان په سياسي كشاله كي تورن ندي , او له افغانانو سره هيڅ راز تاريخي زړه بدوالي نلري , آن دا چى د تاريخ په اوږدو كى دواړو هيوادونو ښي اړيكى درلودلي .
يو تعداد سياسي كتوني پدي نظر دي چى تركيه كولي شي د افغانستان سياسي كشالى ته د پاي ټكي كيږدي , او له لوديځ سره همكاري وكړي , تر څو د افغانستان له خړوب څخه د وتلو لاره پيدا كړي , كه چيري لوديځ او د نړي هيوادونه تركيى ته ريښتيني واك وركړي , تركيه د خپل تاريخي او اسلامي عمق څخه په ګټه اخيستلو د افغانستان كشاله حل كولي شي , او كه چيري د عربي نړۍ هيوادونه هم ورسره مرسته وكړي , دا كتونكي پدي نظر دي چى تركيه د افغانستان د كشالى د حل امكانات برابرولي شي , كه چيري د نړۍ هغه هيوادونه وغواړي چى دا كړكيچ پورته شي چى په افغانستان كى په مستقيمه او يا غير مستقيمه توګه دخالت لري .
خو يو تعداد نور سياسي كتونكي پدي نظر دي , چى د استعمار پلورلو هيوادونو اساسي سياست په نړۍ كى همدا دي چى وضعيت همدارنګه كړكيچن وي , تر څو د كړكيچ په شتون كى دوي خپل اقتصادي , سياسي , ديني , مذهبي , نظامي ,علمي , لاسته راوړني حاصلي كړي, دمثال په توګه د ځمكى لاندي ثروتنو دغارت سره سره د بي امنه هيوادونو عالمه او مالداره طبقه هم د لوديځ لوري ته په هجرت مجبوريږي , چى بلآخره د لوديځ د پرمختيا لپاره كار كوي , او خپل صلاحيتونه د دوي په خدمت كى ايږدي , په ديني لطاظ هم د لوديځ د مشرتابه څرګندونى د پام وړ دي , د جورج بوش ديني اصطلاحاتو ( صليبي جنگ ) استعمال , او د نوبل د جايزه د اخيستلو پرمهال د بارك اوباما په وينا كي پهمدي اصطلاح تينګار بي اساس ندي , په نظامي لحاظ د نړۍ مسلمانان تر خپل هيبت او رعب لاندي ساتي . او دا هيوادونه نه غواړي چى دا كركيچن حالت ته دپاي ټكي كيږدي .
له بله اړخه دا هيوادونه اوځني عربي هيوادونه نه غواړي چى تركيه په نړيواله كچه بيا مطرح شي , او د يو پياوړي لوي هيواد په څير سر راپورته كړي , ځكه چى هغه اسلامي او ديني عمق ئي لوديځ ته د منلو وړ ندي چى د نړۍ په مخ ئي يوه پياوړي امپراتوري جوړه كړي وه .
عبدالرحمن فرقاني