که مو ماشومان ښوونځي ته نه ځي نو بسم الله کړئ او دا مطلب ولولی:

ژباړه او زیاتونه: محمدالله ارين
ډيری ماشومان چې سهار له خوبه را پورته کيږي مخکې تر دې چې ښوونځي ته ولاړ شي ژاړي، پلمې کوي، له خوبه سم نه راپورته کيږي او له بلې هرې شونې لارې کوښښ کوي چې ښوونځي ته ولاړ نه شي، ان تر دې چې ماشوم کله کله وايي ناروغ یم، ستونی مې درد کوي، تبه مې ده، ساړه مې کيږي، دا ټول کارونه يوازې ددې لپاره وي چې ښوونځي ته ولاړ نه شي.
نو که ستاسو بچی هم نه غواړي ښوونځي ته ولاړ شي نو لومړنی کار چې تاسو يي باید وکړئ پر ماشوم فشار راوړل يا په زوره يي ښوونځي ته بیول نه بلکه د ستونزې پيدا کول دي. پيدا کړۍ چې ستاسو په ماشوم درس ډير دی، ټولګيوال يي ورسره سم چلند نه کوي او کنه کومه بله ستونزه لري. مور او پلار ته ډيره مهمه ده چې د خپل ماشوم په ژوند، کاری چاپيريال او ذوق باندې په سم ډول پوی وي، مور او پلار باید پوی شي چې بچی يي غواړي ډير خوب وکړي؟ټولنيزه ستونزه لري؟د باندې ډاريږي؟ په ټولګي کې کومه ستونزه ده؟ د ښونکي څيره يا چلند يي سم نه دی او که څه بله ستونزه ده؟
کله کله شونې ده ماشوم مو درته و وايي چې ښوونځی ورته ستړی کونکی دی خو په مور او پلار کې باید دا مهارت وي چې خپل ماشوم قانع کړي او ورته و وايي:« که هرڅنګه وي ته مجبور يي چې ښوونځي ته ولاړ شې ځکه تر تا ډير واړه او د کم سن لرونکي ماشومان ( ډيوه، رڼا،هیواد،سپوږمۍ، ښکلا،ودان،بيټنی او....) وينې چې هرسهار په مينه ښوونځي ته ځي، سهار وختي راپورته کيږي، ژاړي نه، درسونه وايي .....»
ددې لپاره چې کار موموثر وي ددې ستونزې د حل په خاطر لاندې موارد مه هيروئ:
انګیزه او عواقب:
د غټانو په توګه دا حقيقت راسره ومنی چې هره ورځ سهار په ميليونونو خلک پرته له دې چې د ستړيا احساس وکړي، په کور کې پاتې شي او يا لکه ماشوم ځان په ناروغي او يا بله پلمه له ښوونځي پاتې کړي په هر حالت کې ځانونه تر دفترونو او يا شخصي کاروبارونو پورې رسوي او دوی ځکه دا کار کوي چې د کار په بدل کې پيدا کيدونکې پیسې يي د ژوند ستونزې حل کوي، همدا دنده ده چې يو کس کولای شي د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي، ژوند وکړي، ښې جامې ولري او يا هم ښه کور او موټر.... نو همداسې لکه څنګه چې غټان هم د مسولیت احساس کوي باید ماشوم هم قانع کړو چې ښوونځي تګ دده دنده ده او باید ولاړ شي خو په زوره او جبر نه بلکه په مینه او کراره يي باید قانع کړو.
ښه چال چلند هغه څه دی چې ماشوم يي هم زده کوي:
کله چې د لويانو د يوې ستونزې پر حل فکر کوو دوه پيښې کيدونکې دي:انګیزه او عواقب.
انګیزه کار ته د تګ لپاره دلیل دی، او کار بیا د ورځنيو اړتیاوو د پوره کيدو يوازنۍ لار. هر هغه نارینه يا ښځينه چې دندې ته ځي او سختۍ مني لامل يي دا وي چې د ژوند اړتياوې پوره کړي.
عواقب: که چیرته دندې ته ولاړ نه شي، ځان په خوب غلط کړي، ناوخته ولاړ شي يا هيڅ ولاړ نه شي يو لوري ته غیر حاضر کيږي، بل لوري ته يي معاش ترې قطع کيږي او په پای کې شونې ده له دندې هم وشړل شي نو له دندې شړل کيدل اقتصادي، ټولنيزې او ان رواني او ځينې نورې ستونزې هم له ځان سره لرلی شي نو ځکه هم هر څوک چې کار کوي پايله يي په نظر کې نيسي.
نو کله چې غټان په دې دوو مواردو فکر کوي ماشوم هم انګیزه لري خو په کار داده چې په دې برخه کې ورسره ډير کار وشي او دا مسله باید ماشوم ته ور زده کړو.
همدارنګه بله مسله داده چې کله کله د ماشوم په خوب، خوراک او نورو برخو کې ګډوډي هم د لټۍ لامل کيږي د بیلګې په ډول د شپې تر ناوخته کيناستل او بیا سهار وختي پرته له دې چې د ماشوم خوب پوره وي هغه را ويښول او ښوونځي ته لیږل په خپله يوه ستونزه ده، ډير وخت په ټلویزيون لیدلو ضایع کول بله ستونزه ده نو راځئ ماشوم ته و وايو:« که ته وختي ویده شې سهار به لکه ما غوندي وختي را پورته کيږي او چې ته وختي را پورته شې او وختي ويده شي نو زه سخت خوشالیږم ونیسه چې دواړه ويده شو.»
نوي بنديزونه باید ولګول شي:
که موماشوم ډير وخت ټلويزیون ته ورکوي کوښښ وکړئ را کم يي کړئ، د شپې ډير ويښ پاتې کيدل کم کړئ او وختي ويده شی، که ماشوم په ګيمونو او نورو لوبو باندې عادت شوی وي او يو ډول يي ذهني سکون خراب شوی وي دا څيزونه هم باید کم کړئ خو پيل يي باید مور او پلار له ځانه وکړي ځکه هر هغه کار چې مور او پلار کوي نيغ په نیغه د ماشوم په روان اغیز لري په هغو کورنیو چې کورنۍ شخړې،زور زیاتی، تريو تندی نيول، سپکې سپورې او ټولنيزې بې نزاکتۍ ډيرې وي همدومره يي ماشوم هم پوچ خولی، ظالم،بې نزاکته او لټ عادت کيږي. په ټلویزيونونو کې خپريدونکي سريالونه يو هم د ماشومانو لپاره نه دی بلکه د لويانو د ژوند کيسه ده خو کله چې مور او پلار يو سريال يا فلم ګوري نو ماشوم يي هم ګوري حال دا چې د سریال يا فلم ټوله کيسه د يو ماشوم نه بلکه د يو په سر رسيدلي انسان ژوند او اند دی نو له همدې امله کله کله موږ له قصده ماشوم د لټۍ او بې نظمئ لوري ته سوق کوو.
ماشومانو ته مو داسې عواقب په پام کې ونيسی چې د عملي کيدو وړ وي:
که مو ماشوم سهار وختي نه پورته کيږي کوښښ مه کوئ په زور يي را پورته کړئ بلکه د ستونزې تر پيژندنې وروسته د حل لارې په لټه کې شی،د هرې ستونزې لپاره حل لاره حتمي ده، تنکي ماشومان د زور تابع کيدونکي نه دي، خو که مو بچيان لږ لوی وي بیا شونې ده کله کله ورسره په جدیت چلند وکړئ. همدارنګه کله مو چې ماشوم خبره مني کوښښ وکړئ يو څه ورته ډالۍ کړۍ، د باندې ورسره راوتل تر ښوونځي پورې د ماشوم ملتیا، د يوه صحي څيز ورته اخيستل، په لار کې ښوونځي ته د روانو ماشومانو ورښودل، تر ټولګي پورې له ماشوم سره تګ، له ښونکي سره يي ښې اړيکې او د ماشوم په اړه ورسره خبرې کول او .... هغه موارد دي چې ډير ګټور تماميدای شي.
نومسولیت چیرته پای ته رسيږي؟
راځئ دا ومنو چې ټولنه د ماشوم پر ژوند اغيز کوي، ځکه ماشوم سبا ته تنکی ځوان او بل سبا ته پوره ځوان کيدونکی دی که مو له همدې ځايه مسولیت منونکی وروزه بیا نو په تنکي ځواني کې هيڅکله سهوه نکوي، تنکۍ ځواني د دريمې نړۍ په هیوادونو کې د کم عمر لرونکو ځوانانو لپاره خپلې ستونزې لري د بیلګې په ډول که په افغانستان کې مو ماشوم ته په ماشومتوب کې ښوونځي ته تګ، متقابل درناوی، منظم ژوند او مسولیت منل ور زده نکړل کله چې لږ غټ شو ستاسو په نشتون کې له داسې کسانو سره کيني چې نه يوازې ځان بلکه کورنۍ ته ستونزې جوړولی شي.
تنکي ځوانان چې ونه څارل شي شونې ده له نورو څخه له کوره تيښته، په نشه يي توکواعتياد، بيځايه ګرځيدل،له ورانکارو اوجنایتکارو ډلو سره د اړیکو پیدا کول او .... زده کړي چې دا ټول د يوې کورنۍ لپاره په خپل وار سره يو بل سرخوږی دی.
ددې لپاره چې له ټولنیز ناورین او ستونزو مو ځان ژغورلی وي اړينه ده چې ماشومان له ماشومتوبه په مسولانه ډول وروزو او د ټولو ستونزو د حل په برخه کې د حل لارو په لټه کې شو، يوازې زيږون او يا ښوونځی ته تګ راتګ د يو ماشوم ژوند نشي بدلولی بلکه په کورنۍ کې شته چاپيريال ماشوم ته ډير څه ورکولای شي.
نو د نوي کال او نويو هیلو پيل له خپلې کورنۍ، خپل ماشوم او خپل ځانه وکړئ.
د مور او پلار مسولیت يوازې ماشوم زيږول او يا ورته ډوډۍ پيدا کول نه بلکه د ماشوم سالمه روزنه ده.