داسې یو پروتین کشف شوی دی، چې د مغزي سکتې اغیزې له منځه وړي

لکه څرنګه چې په ورځني کلینیکي کار کې ښکاري، هغومره په خپله دغه ناروغي خطرناکه نه ده، لکه څومره چې یې د حملې او سکتې نه ورسته اختلاطات او راتلونکی دي. د مثال په توګه، که د یوه داسې ناروغ سره، چې د مغزو سکته(Brain Haemorrhagic Stroke) یې کړي وي، په خپل وخت او ژر مرسته او ښه معاصره درملنه یې وشي، نو د دغې ناروغۍ تقریبا ټولې منفي اغیزې له منځه تللای شي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې د Medical Xpress ژورنال خپره کړې ده، راغلي دي، چې د استرالیا د کوئینزلند او موناش پوهنتونونو یوې ډلې پوهان په دې بریالي شوي دي، چې د هغه ناروغانو، چې د مغزو سکته یې تېره کړي وي په عصابو کې هغه پروتین، چې د سکتې نه ورسته د ټولو هغه اختلاطاتو د لا ودې سره مبارزه کوي، پیدا کړي.
دغه پروتین، چې Hi1a نومیږي او اصلي دنده یې د عصابو ژونکو ایوني چینلونو بلاکونه ده؛ همدغه جوړښتونه دي، چې د مغزو د سکتې نه وروسته د دماغو ته لازیان رسولو مخنیوی کوي.
 
پوهان په دې باور دي، چې دغه نوې احتراع به د نوموړې ناروغۍ سره په درملنه کې نوي میتودونه رابرسیره کړي. د ازموینو په لړ کې، څېړونکو دا موندلې ده، چې که ناروغ ته د سکتې نه وروسته په لومړیو اتو ساعتونو کې د دغه پروتین یو دوز ورکړل شي، نو نه یواځې د دماغو په هغه ځای کې چې اکسيجن ورسیږي کار کوي، بلکې په هغه ساحو کې چې د اکسيجن له کمښت سره مخامخ وي، هم کار کوي.
څیړونکي په دې باور دي، چې د دغه نوښت په پیداکولو سره به د ناروغۍ نورې درملنې او ګټورې حیړنې پیل شي. په پای کې د یادولو وړ ده، چې د دغه ناروغۍ له کبله، هر کال لږ تر لږه ۵ ميليونه وګړي یا معیوب او یا هم مري.