یونلیک

د ګرانِ افغانستان په لور پلازمينه کابل هوايي ډګر کې په خيرسره له الوتکې راښکته شوو او وروسته د پاسپورت      کنترول نه له ټرمينل څخه د باندې ووتلو. خپلوان چې ښه راغلاست ته راغلي وو،نو مونږ يې په خپل ځانګاډي موتر کې کور ته رهي کړلو۰ په نيمه لاره کې مکرويان لورې ته په يوه څلۍ دشمالي تلوالي قومندان انځور ځوړند وُ ۰ناڅاپه اند ته دا انديښنه را پيدا شوه،چې هيواد مې اوس هم د دې تلوالي په لومه کې نغښتی او د کابل ويجاړي او د اويا زرو کابل ميشتو وژل يې په ويړه کړي دي۰  د کابل روښان او ځلاند لمر وړانګې زما په خوږو مټو لکه ملم لګيدي۰د لارې په غاړه لوړې ماڼۍ ، رغيدلې جوسې او سرکونه د پرمختګ زيری وُ۰مکرويان هم جوړ شوي او د خلکو ګڼه ګوڼه ديړه وه۰  غرمنۍ مو وخوړله ، د لمانځه او لږې سيالې وروسته د باندې ووتلو، ترڅو چې د پښو شخڼو ستومانتيا په مزل سره راسپکې کړو۰په ګرځيدو سره دسرک په غاړه چا زرندې يا تکاوي کنډلې وه۰خټګر او نور کاريګران ښکته او پورته کيدل،او په زياړ سره په کار لګيا وو۰ زه چې د ودانيو جوړولو سره ليوالتيا لرم،نو لږ تم شوم۰همدې ترڅ کې د پوليسو يو رنجړ موترچې د شيشې مخې ته يې د احمدشاه مسعود غټ انځور ځوړولی وُ، راغیُ او دوه پوليس د کلاشنيکوف سره راښکته شول۰دوی په کارګرانو غږ وکړ( کار را توقف بدهيد وهمه بالا بياييد) کار ودريد ۰په دې مهال کې څوک موتر ته ورنږدې شو او لکه چې مشر يې په موتر کې ناست وُ، څه روپی يې ورکړې. موتر ديړ ژرپه راغلې لار بيرته وګرځيد. زه خو هڅې هم  نندارچي وم ،خو دا کړو وړو هيښ پيښ کړم ،او اند ته راغئ چې ليډر يې هم د روسي سرو يرغلګرو لښکرو سره اوربند لاسليک کولو په بدل کې هر اړخيزه امتيازات تر لاسه کول.اوس نو د هغه خواخوږي هم په ورته نا جا يزه کړو وړو سره اولس لوټوي.  زما زمولتيايي رنځ هغه هم په لمړنۍ ورځ کابل کې لازيات شو.د ۱۳۹۵ کال د وږي مياشت راباندې شوې وه.ماښام چې لروينون(ټلويزيون)ته کښيناستلو،نو دا  راپور مې وليد چې د ولسمشر لمړی مرستيال د زامنو سره شمال کې طالبان ځپي. له بل چينل نه مې واوريد چې دشمال پښتانه دطالبانو په پلمه او نامه د دوستم  مليشو او اربکيو له لاسه په نخښه کيږي.او دې ته اړ کړل شوي دي چې مهاجرت وکړي.دوی سره ظلم،نارواوې،تيری،توپيريز چلند او فاشيستي کړه وړه ترسره کيږي. چې راغلو مدني ټولنو غړو دا ناروا او ناجايز اعمال يې تائيد کړل.د لروينون چينل په بدلولو سره اَريانا پروګرام ته ورغلم او دې پروګرام کې د ايراني په لهجه دومره ډير ويي(لغات)ويل کېدل چې زړه دري يې دړه وړه کړي ده. دا خو اوس هر ملي او با احساسه افغان ته جوته ده چې د ايراني اٙخوندانو او پنجابي ښکيلاګرو سياسي،اقتصادي او کلتوري يرغل د کرزي حکومت له پيله په افغانستان کې دهغوی يو شمير ټالي څټو په مرسته زور موندلی دئ.دوی هڅي کوي چې لرغوڼې پښتو ژبې ته لر او بره پښتونخوا کې دجړرو په غوڅولو يې پښتون اولس رنځمن کړي. شمشاد،ژوندون،کابل نيوز او ملي تلويزيون په رښتينې د پښتو او هم دري ژبې په چوپړ کې خپله دنده ترسره کوي او نور چينلونه ډيری يې د خپلو تنظيمونو په ستاينه او مدح سرايي بوخت او پښتو ژبې سره توپيريز چلند کوي۰بله ورځ د کابل ښار په سرچوک کې له ټکسي ښکته شوو، سترګي مې د چوک په څلۍ ولګيدې. دڅلۍ په ديوال د احمدشاه مسعود،فهيم او د غله بچه سقاو انځورونه ځوړند وو.زه خو هېښ  شوم او ملګري نه مې وپوښتل، چې دسقاويانو يا د شمالي ټلوالي او يا د اشرف غني پېر دئ ؟ يو ځوان هلک چې زما ترڅنګه ولار وُ،راته وويل چې ولسمشرصاحب په ارګ کې دئ. دسقاويانو، شمالي ټلوالي متعصب جنګسالاران او د دوی پلويان دهغوی نوم په انځورو سره پورته ساتي.خو ولس هرځلي دا انځوروته لیارې ور توکوي.هغه ځوان راته وويل چې دير به درسره غږيدلئ وم، خو پوهنتون ته ځم.ما دا با احساس ځوان سره مخه ښه وکړه،او ملګري سره پښتونستان واټ په لوري رهي شوو. دا خو لا پريږده چې د افغانستان خپلواکي جشن په ورځ ولسمشر اشرف غني د امان الله خان په ياد ،او دهغه خپلواکې روحيې،فداکاريو او زړورتوب په ياد چې د ښکيلا کګر انګريز په ضد يې په توره خپلواکي وګټله، د ګلانو ګيدۍ کيښود.ماښام رسنيو خبر خپور کړ،چې په دفاع وزارت کې دخپلواکي ورځ لمانځنې په ترڅ کې د غله بچه سقاو کلکاني انځورونه د لوی درستيز په شتون کې پورته شوي دي.  ګران لوستونکي په خپله دا قضاوت وکړي،چې غبار په خپل ليکلي تاريخ(افغانستان در مسير تاريخ) کې دسقاو زوی په هکله داسې ليکي: ژباړه:هغه وخت چې دسقاو نالوستی زوی ديورنډ کرښې ترڅنګ په پاره چنار کې په غلا ونيول شو،نو په يوولس مياشتو زندان محکوم شو.خو په مرموز ډول بيرته پريښودل شو.افغانستان ته په راتلو سره يې په کاپيسا او پروان کې د غلو ډله جوړه او په غلا او د لارو په وهلو يې بريد وکړ.د شپې يې غلا کولې او د ورځې به په غرو کې پټيدل .د کلي خلکو لکه ملک محسن کلکاني او نورو پټه ورسره مرسته کوله. يو ځلې له مزار خزانې څخه کابل ته روپی راتلې چې د سقاو غله زوی لاره يې ورته ونيوله او ټوله روپی يې غلا کړې. حکومت دهغه لټون او نيولو کې پاتې راغلل. د ستمي متعصبينو بله بې باکه کړه وړه دا وو،چې په شپه يې د سقاو زوی داړه ماړ خاوري شوي هدوکي راسپړي او په شهرارا غونډی کې يې په توره تياره کې لکه چې په لنډه دوره کې يې توره دوره خپله کړې وه، تر خاورو لاندې کوي. دشهيدانو لمانځلو په ورځ یو ځلي بیا اوباشان او بدماشانو چې دمسعود په انځورو يې موتر پوښلي  وو، دکابل   ښاريان یې دا انارشي سره په ستونزو او کړاوونو اخته کړي وو. که څه هم د کابل ګارنيزم قوماندان داسې لمانځنې يې په لارو او کوڅو کې منع کړې وې ،خو داسې معلوميده لکه چې د لوی چارواکو په اجازه د کابل ښار د دوی په واک کې ورکړل شوی وو.د عطامحمد نور کبر او خود سريو لړی لکه پخوا د هغه د وسلوالو ډلو ټپلو په مټ روانه ده. اجرايه ريس عبدالله خو هسې هم خپل پنځوس سلنه سهم ترلاسه کړئ نو ځکه وايلی شم چې دبهرنيو چارو وزارت او ځيني نور د وړتوب له مخه نه،خو د سمتي اوجمعيت په اډانه کې په پوستو کينول شوي دي.ځکه نو ځيني وزارتونه ګونګ او کړنې يې پراختوب نلري.په ټوليز ډول شمالي ټلواله د کرزي دورې څخه تر اوسه دټولو بدمرغيو لامل ګرځيدلي دي.دا انارشي به همداسي دوام ولري،ولې چې ولسمشر غني لکه دپخواني ولسمشر کرزي په شان دلا ډيرو امتيازاتو په ورکولو سره د شمالي ټلوالي سره د سهامي شرکت ستنې يې پياوړې کړې. شمالي ټلوالي هيواد پلورونکي پدرام، ستميان،کارمليان،شعليان او داسې نورو ډلوټپلوسره حکومت وحدت ملي يې په حکومت غير وحدت ملي بدل کړی ده.حکومت وحدت ملي  لمړی ورځې څخه تر اوسه ژور اختلافات لري .د افغانستان ګاونډ هيوادونه ايران او پاکستان خپلو لاسپوڅو او جاسوسانو په وسيله دا اختلافات لا ډيروي،او بيا په خړو اوبو کې کبان نيسي. حکومت وحدت ملي په اډانه کې بايده وه چې په ملي روحيې سمبال او د مسلک له اړخه وړ ، پاک زړي  او په هيواد خواخوږي وزيران پرته له توپيريز چلند په دنده ګمارلي وای.البته ځيڼي يې دقدر وړ دي .دا ماته خواشينوونکې وه چې د افغانستان لويديځو ولايتو کې ايراني تومان ،د جاسوسي ځالې ، کلتوري او سياسي يرغل مخه يې د مسولو وزارتو لخوا نه نيول کيږي. همدا ياد شوي ستونځي په خټيځ ولايتو کې لا په پړاخه کچه د پنجابي يرغلګرو لخوا ترسره کيږي.ولسمشر غني څخه ولس دا هيله لري چې د کلدارو او تومان باندې معاملې بندې کړي او افغان ولس ته پدې ټوګه ملي ارزښتونو لړۍ له ځانه پيل کړي. وروستې ارزونه دا ده چې ترڅو شمالي ټلوالي جنګسالاران او پرديپالان شتون ولري نو په هيواد کې ټيکاو،عدالت او امنيت نشي پلي کيدلئ.په کمزورو هيوادو به ارميش همداسې تيری او ناتار روان وي.غوره خو دا ده چې د ملي وحدت حکومت پر ځای د يوالي په چوکاټ کې ټول په هيواد مين خواخوږي خلک يو پياوړي مرکزي دولت جوړښت  ته کار وکړي .  بيا به افغانان په سويل،خټيځ،لويديځ او شمال کې هر يرغلګر ته ډال شي. ولسمشرغني بايده ده چې د شمالي ټلوالي دا اوسنئ انحصار بابيزه کړي او ټول افغان ولس ته دخپل وړتوب او ملي روحيې په اساس په حکومتي ،پوځي، پوليسو،امنيت ملي او نورو سکترو کې ونډه ورکړل شي.افغانستان د يو يا دوه قومونو کور ندئ او هم ديوې ژبې کور کيدلی نشي.پښتو سره دمور میرې چلند په ځای په حکومت کې د ننه ودې او دفتري ټول اورګانو کې د پکارولو لارې چارې يې عمل ډګر کي پلي شي ،داسي نو توپيريزچلند به دپښتو ژبې سره له منځه ليري شي او پښتانه زده کوونکي به دکابل په ښوونځيو کې په مورنې ژبې زده کړې سره لا ژر دهيواد پرمخټګ او ابادې کې پرآخه ونده ولرل شي. لا ماغزو مې له شوو پيښو خلاصئ نه و موندلئ چې د هزاره ګانو حرکت روشنايي په وچ زور له حکومت څخه د برېښنا مزو غزول يې دسالنګ په ځای د باميانو په لار غوره ګڼل،او داسې کړو وړو سره د انارشئ اړو ډور يې جوړ کړی وو. ولسمشرغني صاحب! ستا د  پاره زمونږ  اتيا  کلنه رنځوره مور او په لکړو  معيوب مو د ووټ اچولو  د  پاره  له کوره ووتل،ترڅو چې د يو مشروع  حکومت په ټاکلو سره د ولس زمولي او مړغوني  څيرې ته په ټولنيز عدالت ،امنيت،اقتصادي ودې ،روغتيا او په پوهنې وزارت کې د پښتنو زده کوونکو ته په کابل کې د دوی په مورنې ژبه د  زده کړو عملي کولو او نور  ملي  پيژندتوکو سره د خلکو تندي ورين او  شوندو کې يې مسکا راوړې .خوله بده مرغه تا هم لکه د کرزي صاحب په شان يو مصلحتي دوه سره حکومت جوړ کړ. تا اقتصادي، سياسي او ټولنيز امتيازات شمالي ټلوالي ته غوره وګڼل چې د  مور او ميرې دا چلند همداسې روان دئ. اوس هم بې وخته نده او د اولس اپيل واوره . ملي او په هيواد خواخوږو وګړو ته لوړ پوستونه ور ډاالئ کړه تر څو چې دملي خلکو او هيواد پالو چارواکو کړی ستا  حکومت خواکمن کړي. بيا به تر ډيره د جاسوسانو، پرديپالانو، فساديانو مخه ونيول  شي. پښتو کې متل ده : چې کوم کار په سلا وي هغه بې بلا وي. په حکومت باندې د اولس ناويساتوب ډير شوی او خدای ونکړي چې واټن لا ډير شي. ولسمشره منځلاړه او اعتدال مه هيروه.  د مستغني صاحب شعر سره  د زړه خوږ وباسم. له پښتو به پښتون څه چشم پوشي کا        دا به نه کا که لري شرم و حيا څوک ۱ / ۱۱/ ۱۳۹۵