
قدرمنې بلينډې !زما په څير به ډير خلک وي چې تا به پيژني ، خو بيا هم که يو ځلې په لنډه توګه د روهي ويب پاڼې قدرمنو لوستونکو ته ځان وروپيژنې .
درنې خورې اناهيتا جانې مننه، نوم مې بلينډه بدرۍ دی د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو يم، د مهاجرو په يو کيمپ کې په يوه غريبه کورنۍ کې زيږيدلې يم او اوس په پيښور کې اوسيږم .
که د خپلو زده کړو په هکله راته څه ووايې؟
ښوونځی مې تر پنځمه لوستی په ليک لوست ښه پوهيږم او الحمدالله د ټولو علومو بنياد او سرچينه، د کايناتو د خالق او پناکوونکي رب کتاب ( قران کريم)، مې په زړه کې مکمل اوسيږي چې ترې بله لوړه زدکړه نيشته .
د شعري نړۍ، سفر مو له څه وخت راهيسې پيل کړی او په دې لار کې مو هڅوونکی څوک و ؟
خدای شته چې کره وخت يې راته نه دی مالوم، چې ما دا سفر څنګه او يا کله پيل کړ خو چې شعر او شاعري مې پيژندلي نو هله پويه شوې يم چې دا خو زه هم ددې لارې لاروۍ يم او تاسې وويل چې هڅوونکي مې څوک و ؟ زه که ووايم چې هغو ځينو زما خپلوانو چې زما د شعر په اړه ېې اوريدلي وو هغوی زه تر دې وهڅولم چې زما يو څو شعرونه وروليږم، خو وروسته پويه شوم چې په هغوی کې ځينو زما شعرونه په خپل نوم په غونډو کې يا حجرو کې لوستل او ځينو په اخبارو او نيټ کې په خپل نوم خپرول، په دغو کې داسې هم وو چې ما نه يې زما د ښه شعر د وربښلو خواست کړی وي او ما وربښلي وي، نو هڅونه د داسې اوجورې په بدل وه او بيا کله چې د شعر ډګر ته مې شعرونه راښکاره شول نو تر تا پورې ډيرو خويندو او ډيرو وروڼو وستايلم او هم ېې وهڅولم چې مننه ېې کوم
د چا شعرونو ډېر اغېز درباندې کړی او اوس مو د چا شاعري ډېره خوښيږي ؟
داسې به شايد څوک نه وي چې هر شعر به ېې پر ما اغيزه کړي وي او داسې شاعره يا شاعر به هم نه وي چې ځينو شعرونو به ېې په ما اغيزه نه وي کړي، پاتې شوه دا چې د چا شاعري مې خوښيږي ؟ زه به دا ووايم چې د هر نوي شاعر او شاعرې شاعري مې خوښيږي، هغه ځکه چې زه پکې د يوې روڼې راتلونکې نيت او هڅه وينم، بله دا چې ترې زده کړه کوم او سربيره پردې نوي نوي شاعري لکه د ماشوم پپلۍ (نوی قدم وهل) وي ، نو داسې به څوک نه وي چې د ماشوم پپلۍ به ېې د ښارو يا د زرکې له تګه هم ډيرې نه وي خوښې .
څه ډول شعرونه ډير ليکیء ، او په ټوله کې څومره شعرونه لریء ؟
که هغه شعرونه، چې ځينې سوځول شوي او ځينې ما په خپله سوځولي هم حساب کړم، نو شايد تر څو کتابونو و رسيږي خو اوس موجوده به غالباً دوه کتابه وي ؛ او دا چې څه ډول شعر ليکم هغه تاسې هم په ويب پاڼو کې لولئ، شايد دا به مې هر شعر کې هڅه وي چې لوستونکي ته هغه څه چې زه يادوم ور تر سترګو کړم، يعنې زما په شعر کې چې څه لولي په سترګو هم هماغه منظر وويني.
ولې مو تر اوسه دشعرونو ټولګه نه ده چاپ شوې؟
يو څو لاملونه به يې وبولم چې په هغو کې به اقتصادي مسله هم يوه وي، بله دا چې ځينو مطبعو راته د چاپ ويلي وو حتا چې د کمپوز چارې ېې هم بشپړې وې، خو د ځينو شعرونو په سر سره راضي نه شوو، نو که د خدای خوښه وي يو وخت خو به وي چې چاپ ېې کړم.
ستاسو له انده کوم شعر ښه شعر دی، او دپښتو شعر اوسنی حالت څه ډول ارزویء؟
هغه چې له هر څه نه ډيره پکې د حقيقت تله درنه وي، يعنې داسې شيان پکې نه وي چې د انسان په وس کې نه وي، د بيلګې په توګه لمر به درته په شمله کې تمغه کړم ، يا دا چې کوم شاعر ووايي : ستوري به درته خالونه کړم او داسې ډير . دوهم ماته ښه شعر هغه دی چې شاعر يې په ګلبڼ کې ناست او د ګلبڼ تصويرونه يې اوبدلي وي، نه چې د شهيدانو د وينو په ډنډ او يا هم د کونډو رنډو په وير کې ناست ، خو تصويرونه يې د ګلبڼ او يا اتڼ تراشلي وي . او د شعر اوسنی حالت داسې دی لکه يوه لويه لمريزه دښته کې تږی، ستړی او ورک لاروی، زه وخت ناوخت د نقادانو، اديبانو او شاعرانو دا سې ګنګوسې اورم چې نن سبا د شاعرانو ډېر کتابونه چاپيږي مګر ډير ېې په لوستو نه ارزي!؟ هو زه يې هم وينم او لولم ېې، زمونږ د پښتو شاعري د هماغه ورک لاروي په شان ده خو پدې کې ګرم زه همدا زمونږ لوی شاعران او اديبان بولم، لښکر د امير له وجې هم بريا کوي او هم ماته خوري. زما وړانديز دادی، چې که همدا لوی شاعران د وړو او نويو شاعرانو لاسونه ونيسي نو قدم وهل به زر او په ښه توګه زده کړي، ما ځکه نوې شاعري ياده کړه چې د ماشوم د پپليو په شان وي ګنې همداسې پپلۍ به کوي تر څو قدم وهل زده کوي نو له ډېرو غورځيدو او دربليدو له وجې به ېې په مخ باندې داغونه پاتې اوسي اوپه ښايست او کړو وړو کې به ېې خامخا نيمګړتيا وي، خو همدا لوی شاعران او اديبان دي چې هر نوی شاعر او شاعره ېې په پلونو پل ږدي. دوی شايد د ډېرې بوختيا له وجې او يا هم د خپل نوم او کړو له وجې په دوی د خواخوږۍ لاس نه راکشوي. نو زما په نظرد پښتو شعر به هله د نورو ژبو له شاعرۍ سره سيال شي، چې ريښتونی خدمت ورته وشي، نوي شاعران او شاعرانې وهڅول شي او تشويق شي، نه دا چې توهين او زړونه ېې مات کړي .
د پښتو ژبې په ښځينه او نارينه شاعرانو کې مو د چا شاعري ډيره خوښيږي ؟
د هرې خور شاعري مې خوښه ده، خو ځينې خويندې لږ د خپل ذات ، دين او د پښتو له قانون نه پکې اوړي او داسې شعر ليکي چې هوس او خواهيشات ېې پر حيا غالب ښکاري، چې شخصًا زه خو ېې لوستی هم نه شم؛ او دا چې د چا شاعري مې خوښيږي، پّ دې اړه مې مخکې يادونه وکړه.
ايا له پښتو پرته د نورو ژبو ادبيات او شعرونه هم لولیء؟
که يې لولیء، د هغو اغېز په خپله شاعري کې څومره ګوریء؟
هو خورجانې! په اردو ژبه کې د مرحوم فيض احمد فيض شاعري کله کله لولم،خو شايد اغيز ېې زما په شعرونو کې نه وي، که مې د مرحوم اقبال شاعري لوستلای نو بيا به خلکو غالباً د ځينو شعرونو په اړه ويلی ، چې د مرحوم اقبال د شاعرۍ د اغيزې څرک دی.
ايا دا خبره ريښتيا ده چې څو کاله پخوا مو شاعري پريښودلې وه ، او خپل شعرونه مو ټول سوځولي وو؟
هو خورجانې داسې شوي وو !
دوهم ځلې شاعري مو په کومو هيلو پيل کړه ؟
خپله بيا پيل شوه او کور کې هم راته بيرته اجازه راکړل شوه او ما دومره وکړل چې د قسم کفاره مې وکړه، هغه دا چې روژې مې ونيولې او بيا مې د شعرونوليکل پيل کړل.
د شعر لپاره مو کومه سکالو او کوم فورم ډېر خوښ دي؟
هر ه سکالو او هر فوروم، خو په ساده باده تورو کې هغه چې مونږ ېې په ورځنيز ژوند کې استعمالوو.
نظم او غزل مې دواړه خوښ دي او هم ېې ښه د زړه له خلاصه ليکلی شم .
ستاسو په شاعري کې د نورو ښځينه شاعرانو په پرتله د تشدد څرک ډېر ليدل کيږي ، لامل يې څه دی؟
تشدد به زما په شعر کې نه وي، هو ننګ به پکې ضرور وي ، د ظلم او ظالم په اړه به پاڅون پکې خامخا وي، د خپلو ژڼکيو شهيدانو او د خپلو غريبو تورسريو د انتقام نعره به پکې هر وخت وي او د شهيدې ملالۍ ټپې به ېې هم د هيندارې په يو ګوټ کې ځليږي. له دغو خبرو نه مې د شعر لاره نه شي جلا کيدلی، ځکه چې ما اسلام ته خپل دين ويلی او همدې اسلام ماته د شعر قانون (د شعرا سورت، ۲۲۴ او ۲۲۵ ايتونه) ښه روڼ ښودلی چې کوم رنګ شعر په اسلام کې روا دی او بله دا چې د حشر په ورځ رانه د شعر د ليکلو پوښتنه خو ضرور کيدونکې ده، نو ددې ځواب به زه څه وايم چې خدای(ج) وفرمايي چې ما تاته د شعر استعداد درکړی و او هم مې درته دا لاره هواره کړې او اسانه کړې وه چې ټول وطن ته دې شعر ورسيږي، تا چېرته د اسلام په ننګ هم شعر ليکلی و ؟ چېرته دې زما د لښکر (مجاهدينو) ستاينه هم کړې وه ؟
او دا چې ځينې خلک په تيره زما خپلې خويندې شاعرانې پر ما دا نيوکه تل او ډيره کوي، چې ښځه خو ډېره عاطفي وي نو زه د سولې په هکله شعر ولې نه ليکم؟
دوی دې ښادې اوسي ښه وايي، خو سوله خو د دوو مسلمانو ډلو ترمينځ کيدای شي، له کفارو سره هغه هم له داسې کفارو سره چې يو ځل بيا د احزابو په رنګ راغلي وي او زمونږ پر وطن ېې په زور يرغل راوړی وي او هره ورځ راته واړه زاړه په بې رحمۍ وژني او تور سرۍ مو بې ستره کوي، قران راته سوځي، جوماتونه راته ورانوي، بنديانو نه ېې جيلونه ډک کړي، نو له دغو کفارو سره په کوم کتاب، کوم ايات کوم او حديث کې سوله راغلې ؟ او يا هم ورنه چوپ کيناستل راغلي؟ اوس بايد مونږ د هر څه نه ډير خپلو ميړنيو او بهادرو مجاهدو وروڼو ته دعا او د زنده باد نارې وکړو او نورو ته هم د ملالې په شان ورغږ کړو چې (که په ميوند کې شهيد نه شوې خدايږو زلميه بې ننګي ته دې ساتينه )
او بله د عاطفې موضوع! همدا د عاطفې وجه ده، چې په شعر کې د انتقام او د پاڅون خبره کوم، زما په غالب يقين دا په ښځينه او نارينه عاطفې پورې اړه نه لري دا په ويښ وجدان او اسلامي احساس پورې اړه لري ګنې د ملالۍ په هويت او شتون ټول وطن قايل دی حتی انګريزان هم . او د صحابه وو ببيانو لکه حضرت صفيه (رض) او نورو واقعې خو به اوس نه يادوم.
تر کومه ځايه ، چې زه ستاسو شعرونه لولم ستاسو شاعري ډيره اوچته ده . خو له بده مرغه چې ستاسو نوم د پښتو ښځينه شاعرانو په لستونو کې نه ليدل کيږي . دا ولې ؟
ګرانې! لکه تاسې چې وويل : ( ستاسو شاعري ډېره اوچته ده) ، نو زه به يې همدا وجه وبولم چې ځکه مې نوم په لست کې نيشته . ځينې شاعران وروڼه اوس هم په دې تياره کې اوسي چې استعداد صرف خدای نارينو ته ورکړی .
او خويندې مې چې په په خپل لست کې نه شماري نود هغه وجه تش دا کيدای شي، په دې خو نو زه او ته ښې پوهيږو، چې مونږ ( ښځې ) لږې سره کينه کښې يوو ( ټوکه)! او زه خدای شته چې په دې غم کې نه يم چې څوک مې لست کې شماري او کنه .
او که لست ضروري او لازمي وي نو زه بيا خپل ځانګړی لست لرم او د خپل لست حق به لرم چې څوک پکې شاعرانې وبولم او څوک پکې هسې د بل غرض او بلې لور ته د هڅونې په نوم شاعرانې، دا حق به ماته خپلې شاعرۍ کې کمال ، اوچتوالي او خپل سبق راکړی وي .
تر کومه ځايه چې ماته مالومه ده ستاسو د شاعرۍ په پرتله ستاسو د هويت په هکله خبرې ډيرې اوريدل کيږي ، تاسو په دې اړه ، له خپل نظره کوم خاص دليل لری؟
زما د هويت په هکله هغه خلک ډيرې خبرې کوي چې يا هيڅ شاعران نه دي ، ځکه پر هويت خبرې کوي او پر شعر ېې کار نيشته، او که شاعران وي نو شعرونه به ېې شعر نه بلکه مېر وي او په مستعارو نومونو باندې ليکل کوي، چې په مستعار نوم باندې ليکنه ېې هم دا ځواب وايي چې هويت مې مني خو ګومان کوم چې شعر مې نشي زغملای. دا هغه خلک دي چې د خدای ورکړه نه مني، ځکه ما اورېدلي چې ښه شعر ښه استعداد غواړي او ښه استعداد د خدای نعمتي ورکړه ده، نو که دوی له دې منکر نه وای نو داسې به ېې نه ويل .
دا چې ځينې خلک ستاسو شاعري نارينه شاعرانو ته منسوبوي اوځينې وخت په ډېرو عجيبه الفاظو تبصرې او بريښنايي ليکونه خپريږي او دا ليکنې تاسې په خپله هم لولیء، په دې اړه څه احساس کویء ؟ ايا دا ډول خبرې ستاسې په شاعرۍ منفي اغيزه نه لري؟
بيا به هم په سر کې دا ووايم چې دا خلک هماغه خلک دي، چې ماد تيرې پوښتنې په ځواب
کې عرض وکړو.
دا چې د ځان په اړه د دغه ډول ليکنو له لوستو څخه څه احساس کوم؟ نو ګرانې اناهيتا، لکه مخکې مې چې کوم کسان ياد کړل، نو د داسې خلکو د وينا به څه اغيز وي! د مثال په ډول به يې زه د يوه يادونه وکړم او همدې ځای کې به سپيناوی هم وکړم:
دا څو ورځې د مخه په يو ايميل کې د ولولې غورځنګ په نامه يو چا راته زما په هکله د خبرې او د شرنګ ويب پاڼې لينک راکړی و، کوم چې د يو ورور (غالباً فضل يار ېې نوم و) مرکه وه، ما تر پايه ولوسته چې په اخيره برخه کې يې د همدې ورور يو څو شعرونه هم راغلي وو. خدای شته چې د هاغه تهمت او بهتان له امله، چې دې ورور پرما او درانه شخصيت کاروان لالا باندې پورې کړی و، زړه مې ډېر ډک و ځکه ما ګڼل چې دا خو کوم ښه لوی شاعر اواديب دی ځکه چې د ده د شعر او شاعرۍ په باب ېې ډير تعريفونه او بلا ډيرې خبرې کړې وې، خو کله چې مې ېې شعرونه ولوستل نو پويه شوم چې خير دی دا ورور هيڅ ملامت نه دی!
دا چې د ولولې غورځنګ په نوم کوم ورور له خلکو سره دا خبرې په ايميلونو کې تاوولې او داېې پر ما بهتان لګولی و، چې ګنې ما ورسره خبرې کولې او ما ورته ويلي وو چې زه کاروان لالا يم ، نو دا تش يو بهتان دی او ما تر اوسه دا نوم (ولوله غورځنګ )له دې مخکې اوريدلی هم نه دی. بل دا چې دا د کوم ورور مستعار نوم دی ځکه زه په دې يقين يم چې که کومه ښځه ډيره هم زړه وره شي بيا هم دومره بې حيايۍ ته پيڅه نه خوروي او نه دومره لوی دروغ وايي هغه هم په ژونديو پورې. زه به دومره ووايم چې ما دواړه د خدای او د هغه د رسول د پاره بښلي دي، د بهتان د ويلو دې له خدای نه معافي وغواړي ځکه بهتان ته خدای (ج) او د هغه رسول (ص) دواړو کبيره ګناه ويلې دي.
زموږ ډيرې خويندې شته ، چې په کلي او بانډو کې اوسيږي او ستاسو په شان د لوړ ذوقي او هنري استعداد خاوندانې دي ، خو له کوره د بهر راوتو او يا هم په مشاعرو او غونډو کې د ګډون امکانات نه لري ، د خپلې تجربې په رڼا کې د هغوی لپاره څه پيغام لرئ؟
زه به دا ووايم چې شعر دې ليکي، په خپل زور دې شعر ليکي، د کوم شاعر او شاعرې په پلو دې نه ځي، خپله لاره دې جوړه کړي او که زما په شان پرې خلک نيوکې وکړي نو پام او دا دې ياد ولري چې شعر څه فرض نه دی، چې له کورونو دې ېې رابهرې کړي او په غونډو کې ېې کينوي. شعر يوه هينداره ده او ښه روڼه هينداره! چا چې ليکلی وي د هغې يا هغه څهره پکې جوته مالوميږي، دا چې څوک پکې د ليکونکي يا ليکوالې بڼه نه شي ليدلای هغه ېې په غونډو کې هم نه شي ليدلای. او بله دا چې په شعر کې دې د خپل ذات، خپل دين ، خپلې حيا او د پښتو د قوانينو خيال وساتي .
يوه وروستۍ پوښتنه او ورسره يوه غوښتنه ! پوښتنه مې دا ده چې: د شعرونو د سينګار لپاره مو د بلينډې له رڼا ډېر کار اخلیء او که د بدرۍ له ښکلا ؟
دا ډيره عجيبه پوښتنه ده، چې هم ډيره ښکلې هنري او هم ډيره سخته ده، خو ګرانې زه به دا ووايم چې له دواړو او ځکه خو مې دواړه نومونه هم دي .
او غوښتنه مې دا ده چې له خپلو نويو غزلو څخه يو څو بيلګې راکړئ ، چې د دې مرکې د لوستونکو شعري تنده هم پرې خړوبه کړو.
په سترګو خورې :
ما خو بلې د خپل خيال کړې ترانو کې بلينډې
کړي روښانه داسې څوک به توپانو کې بلينډې
زما خيال دې بې احساسه وخت کې داسې بې مانا
ته وا بلې وي يو چا په ويرانو کې بلينډې
تش مې نوم نوره جلوې مې داسې پټې له نظر
لکه وي چې د انا په افسانو کې بلينډې
ته لږ غوږ شه وراڅوالې دي که وير دی هلته بر
د ها دوو کورونو ښکاري دالانو کې بلينډې
ته به مړه وې ستا به قبر هم مالوم نه وي ( بدرۍ)
وي رڼې به دې د پيکر زمانو کې بلينډې
چې له تکبير او له سپيڅلو مناجاتو ډکې
نو کټورۍ مې د غزلو دي له شاتو ډکې
بړنګ مخې نه يم چې هوس مې پر حيا وي غالب
چې مې ټپې وي د زوبونو خواهيشاتو ډکې
پکې دعا چې ميړنو ته نه شي خونې نه دي
دا بت خانې دي تش په لاتو او مناتو ډکې
ترې ځار وتۍ نونشم څومره مې پرې زړه که سوځي
ددې ژڼکي سترګې وي تل له ننواتو ډکې
زمونږ مالت کې ډيرې کمې چې ېې وروڼه ژوندي
زمونږ کوڅې خو دي له بورو او ميراتو ډکې
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
يو وخت و چې مې يادې بيخي ډيرې ترانې وې
زه ګل لکه خوشبو رانه چاپيرې ترانې وې
هغه خو بيل دوران و يو ماشوم زما ملګری
ګورګورې ترانې وې هم مې بيرې ترانې وې
زه پويه شوم ، يو ورځ به ضرور اورم چې شهيد شوې
ګونګۍ شوم بيا نو خيال کې پاتې چيرې ترانې وې
هغه چې يو شاعر کړې په خپل نوم له مانه پټې
هماغه څو دانې مې زړه ته تيرې ترانې وې
بدرۍ وه د اريوب له شنې درې ېې تکبير وکړ
کنه نو له ژڼکوټو خو ېې هيرې ترانې وې
د ژوند هره شيبه به کړم نغمه لکه بنګړي
ورزده به کړم ښه مسته زمزمه لکه بنګړي
راځه چې سره وتړو زيارت کې يو رومال
کړو غبرګه د ژوندون هر ټپه لکه بنګړي
له بيرو نه خوږلوټې ، له سيتاره پور مزه
ددې ماشوم په شرنګ هره قيصه لکه بنګړي
په تا پورې تړلې هره هيله مې د ژوند
شوه داسې په نه څه دانه وانه لکه بنګړي
حجرو کې څڼيور به واړه ګونګ ېې کړم په شرنګ
راجوړه به کړم داسې ترانه لکه بنګړي
شاعره به شم ميره به ياديږم د اريوب
پخه به د سندرو کړم هوده لکه بنګړي
په راز خو دې ماشومه دی خبر هر يو سړی
خو ستا په شانې نه دی بختور هر يوسړی
بړنګ مخې جينکۍ خو ديوالونه دي د ښار
پرې تراشي اشتهار د خپل نظر هر يو سړی
يو ته ېې هر اختر دې چې تيريږي په راغو
راوړي هرو مرو کور ته اختر هر يو سړی
يا جونه عشق پلوې شوې يا مړه د سر ژڼکي
تيريږي اوس نو ځکه په ګودر هر يو سړی
د ستورو خاموشي ژباړمه شرنګ کې د بنګړو
خو بيا مې هم له خياله دی منکر هر يو سړی
په اخر کې به د زړه له تله مننه درڅخه وکړم چې زما پوښتنو ته مو ځوابونه وويل . ستاسو دﻻ ډيرو برياوو په هيله.
اناهيتا خورې زه هم درنه غرونه غرونه مننه کوم او خدای دې ښاده لره