د ژوند افسانه

کله دومره په احساساتو کې ډوب شم، چې بی خیاله مې قلم ته ګوتې ورشي او نه پوهیږم، چې څه لیکم. بس هغه څه چې همدا اوس یې زما د ذهن او خیال او د زړه د نیلۍ واګې په لاس کې نیولي دی، هغه یو عجیب و غریب احساس دی، چې د ژوند په اړه يې فکر کولو کې مشغول کړی یم. ژوند هم یو عجیب سفردی، د یوه دردونکي ناول په شان له رازونو، وهمونو، خیالو او بلا نا ویلیو څخه ډک دی. د ژوند هر مرحله د داستان د څپرکي په څېر  ده، چې په همغه مرحله کې له یو شمیر عجیبو، ښو او بدو حالاتو او کرکټرونو سره مخ کیږي، چې په یو ډول نه په یو ډول ستا په ژوند کې يې اغیزې د تل لپاره پاتې کیږي.
چې ماشوم وې، فکر، ارمانونه او د ژوند  لید دې ډیر ټوپیر لري، ډیر سپیځلی وي، ډیر پاک وي، د ژوند پیښو او پدیدو ته په ملکوتي لید ګوري. تاته انسان سپیڅلی وي، تاته  خلک سیده ساده او ښه ښکاري.
ځو ای اکاش! په کومه څیره کې، چې  ته انسان ته ګورې، همداسې وي. زما د ماشومتوب دنیا ډیره ښکلې وه، ډیره ښه وه. سره ددې، چې د جنګ حالات وو او راکټونه وریدل، خو زما دنیا  له ډیرو هوسونو او ارمانونو نه ډکه وه، ما په ماشوتوب کې ځانته د خپل ژوند سناریو ډیره رنګینه انځور کړې وه. زما د کوچنیوالي تر ټولو ښه ملګری(پتنګ) ژوندی و. ما او پتنګ به یو ځای د انګلیسي ژبې کورس ته تللو. خو پتنګ خبر نه و، چې نامراده ژوند يې د ځوانۍ په تاند موسم کې د خزان په څپیړه وهي، د ژوند دنګه ونه ورته له ښاخونو سره په طوفاني څیلو له بیخه وباسي او پتنګ د ژوند له شمعې څخه د طواف په ګرم پړاو کې په یو پړک ویلې کیږي.
د ماشومتوب د خیال کوتره به مې به کله کله دومره لوړه واولوته، چې د طبیعت قانون به راته د مبارزې وړ او ځان به راته په دغه ناتاړ کې سوبمن ښکاریده. خو د ژوند حقیقت بیل شی دی. له ماشومتوبه، چې ورو ورو د زلمیتوب په بام قدم ږدي، ژوند دومره په تیزو قدمونو روان وي، چې ان ستا د ژوند د څپرکې هاغه راکړې ورکړې، د مجادلې، مبارزې، ناستې پاستې د مینې او کرکې کرکټرونه هم په ډیرې چټکۍسره تغیر کوي. داسې یو سټیج ته ورسیږي، چې په فکرې لحاط په تاکې هم ډیر ژور بدلون راغلی وي، ستا  د ماشومتوب د دنیا رنګینه انځور هم په تور او سپین اوښتی وي. ډیر خواږه یاران درنه جدا شوي وي، څوګ به مسافر شوي وي، څوګ په کومه خوا او په کومه دنیا درنه  تللي وي. د ښوونځي ټولګیوال به درسره په یو وخت کې په یو ګروپ کې یو ځای وي، ته به فکر کوي، چې زما د ژوند د دې مرحلې خواږه کرکټرونه ټول همدا دي، خوا داسې نه وي، کله چې له ښوونځي څخه فارغیږي، په دغه لست کې هم بلا بدلون راغلی وي. په دغه سفر کې هم یو شمیر  درسره یو ځای پر مخه ځي او یو شمیر يې د لنډکي سفر ملګري وي او درنه پاتې شي. ډیرې پیښې او او بلاګانې پیښې شي، په تیره بیا د افغانستان په څېر هېواد کې، چې هر شیبه او هره لحظه يې په جنګ او ناتاړ کې ده.
دلته شپه او ورځ د ویر او غم سره ده، دلته د انسانانو د ژوند حقیقي هدف صرف ژوندي پاتې کېدلو ته خلاصه شوی دی، دلته ژوند کول اوژوندي پاتې کیدل یو مجبوریت دی، نه د نوروهېوادنو په څیر د یو رنګین او هدفمند مقصد په لور یو ایډیال مزل. ژوند خپل ماهیت له لاسه ورکړي، دلته هیڅ شی دوام نلري، هرڅه کواکه دي، په یو غورځېدونکي کمر ولاړ دي، د زمان ترخو وهلي بس مکان نه لري. ژوند داسې  په منډه منډه روان دي، چې څوپه ځان پوهیږي، د اخرې مقصد په لورې يې له نیمایي لارې نه اخوا ور اړولی وې. په دغه پیل شوي سفر کې به ډیر خلک په خپلو ډکو تورو سترګو ګورې، چې یو اوږد عمرېې درسره د ژوند پر دغو کګلیچونو لارو کې ملګرتیا کړې، خو نا مراده منزل به ې دومره ژر راورسیږي، چې په رڼو غټو سترګو به ورته ګورې او دی به د ابدیت په تم ځای کې درنه کښته کیږي.
د ژوند د داستان څپرکی، چې څومره د تلوسې حالت ته رسیږي، هماغومره يې لانجې او غوټې زیاتیږي.  انسان یانې هغه الهي موجود، چې د الله(ج) له لورې د ځمکې خلیفه ټاکل شوی دی او د ځمکې ابادي او سوکالي د همدغه انسان ار مسؤلیت دی، خو له بده مرغه د اوسنۍ زمانې انسان په تیره بیا  د افغانستان په نامه د ځمکې پر مخ د یوې بدبخته ټوټې وګړي دومره بدرنګه شوی، دومره وحشي شوی، چې ځناور به هم اوس خپلو کې د ظلمونو او داړلوتشبیه له انسان سره کوي، یو بله ته به وايي، چې ته خو داسې په غضب او داړونکی شوی یې لکه انسان. خو د انسان اصلي څیره او هغه الهي موحبت، چې انسان ته يې د عقل په نامه ورکړی، د هغه اجنډا کې بل څه دي. هغه ډیره ښایسته څیره لري.
انسان یو ټولنیز مخلوق دی، هر وګړی یو بل ته اړتیا لري. نو کله چې انسان د خپل ژوند په مزل کې له خپل استوګنې څخه راوځي او یو ګډ چاپیریال ته، چې د انساني ژوند د ادلون بدلون بنسټونه په کې  موجود وي، د تلوسې اصلې غوټه همدلته ده. د داستان ټول کشمکشونه او کرکټرونه په همدغه تقاطع کې سره مخامخ کیږي. دژوند په دغه بازار کې، چې د ژوند له بیلابیلو کلیو څخه مسافر، پلورونکي، پېرودونکي، تماشاچیان او د بیلابیلو هنرونو اوکمالونو خاوندان سره یوځای شوي وي د انسان اصلي څیره همدلته معلومیږي.
د ژوند په دغه ګډ بازار کې، چې ټولنه يې بولي، د انسانانو د ژوند ګډه کیسه یو عجیبه پړاوته رسیږي. د انساني سلوک په دغه جنجالي بازار کې د خدای مخلوق له بیلابیلو اړخونو سره مشغول شي. د انسان په دغه له کړاوه ډک داستان کې پر جنجالي اړخونوسربیره، یو ډیر خوږ اوله مینې او محبته ډک اړخ پروت دی، چې عاطفي او احساسی اړخ يې بولي. په دغه برخه کې انسان د خپلې کورنۍ د هوساینې او پرمختګ لپاره بوخت وي،  او په عین وخت کې د خپل ژوند د ملګري د پیدا کولو او که پیدا کړی وي، له هغه یا هغې سره د ژوند په دغه  پړوا کې له یو ځای مزل کولو څخه د خوند اخیستلو په لټه کې وي.
مور او پلار، خویندې، ورونه هر یو موږ ته ځانګړی ځای اومقام لري. د ژوند همدغه څپرکی ډیر عاطفي، خوندور، احساسي او په عین حال کې ډیر نازک دی. د همدغې مرحلې وګړي، چې تا سره یې د ژوند په دغه خورځېدونکي، رژېدونکی کلآ کې شریک ژوند کړی اوپه  مستقیم یا نا مستیقیم ډول ستا په کامیابۍ یا ناکامۍ کې ونډه لرلې، تر ټولو زیات ستا د ژوند د داستان اغیزمن کرکټرونه دي. اووف، چې د ژوند دردونکی شاټ هم همدا دی. همدغه کرکټرونه به دې تر ټولو زیات خوشالوي او همدوی به دې تر ټولو زیات دردوي.
کله چې ځوان شي، نو هر وخت به خپل ماشومتوب ته فکر کوي او له ځانه سره به وايي، چې خدایه دغه زه څومره زر ځوان شوم، زما خو هغه د مشغولا ورځې لا داسې په یاد دی لکه پرون. بیا به دې له حسرته ډک یو ژور چرت له ځانه سره یوسي، وایې به دا زه هماغه ماشوم یم،چې اوس مې ګیره راغلې، پریتې مې شوې. خو کوم فکر او احساس، چې تا د ژوند په اړه به ماشومتوب کې کاوه، هغه به ټول بدل شوي وي. هغه انځور، چې تا له ژونده درلود، هغه اوس څه بل  شانتې دی. د خپل نفس او ضمیر سره به یو درې اړخیزه مجادله اوبحث کې راګیر يي. وايي به دغه انسانان خو هسې ندی، کوم چې ما فکرکاوه، دوی اوس بدل شوي دي. دا زه هم بدل شوی یم او زما فکر هم. ما چې په کومه سپیڅلې آینه کې  د ژوند  څیره لیده، اوس هغه بدله شوې ده، پر هغې اوس ګردونه ناست دی خیرنه شوې ده. په هغې کې اوس زه خپله هغه معصومه څیره نه وینم. اوس پکې ډیر وحشتناکه او خرابه مخونه ښکاري. هغه آینه اوس سپینه نده، په هغې کې اوس د وینو رنګونه دي. په هغې کې اوس خندا نشته اوهغې کې زما او زما د همزلو مسکا نشته.
واي دا هغه آینه ده، چې کله به موویښته ګومونځول، نو ځانونو ته به موخندل او یو بل به موټیله کاوه او صرف زموږ مسکا او شانه شوي ویښتان به پکې ښکاریدل. یا ربه، په دې کې خواوس څه بل ډول ځناور ښکاري، دې کې خو اوس بکلل موسکا نشته، صرف چغې او فریادونه  دي، زه مې اوس له دې آینې او له دې  تصویره ډاریږم. زه نور دغې شیشې ته نشم کتلای.
له ماشومتوبه تر زړښته، په هر پیچو خم کې انسان تل د ځان د هوساینې او پرمختګ په فکر کې وي. هوساینه او پرمختګ کې درس او تعلیم بنسټیز رول لري. د ژوند په تعلیمي څپرکې  کې ډیر سپیڅلي ارمانونه غوټۍ نیسي، ډیرې ِغوټۍ ګلان شي، خو بیا ډیرې غوټۍ هماغسې غوټۍ پاتې شي. له ډیرو سره د ځان او هېواد لپاره  مقدس او پاک ارمانونه وي، چاته موکه په لاس ورشي او چاته نه. زما په دغه بدبخته وطن کې داسې ماشومان هم شته، چې ان له ماشومتوبه د ژوند وحشي څپېړو پر مخ وهلي دي.  د دوی د ژوند آینې ان له ماشومتوبه له ګردونو او وحشتناکو څېرو ډکې وي. ددوی بل څوګ نه دي بس زموږ هغه خوار غریب، د کونډو رنډو او د شهیدانو اولادونه دي.
د زده کړې څپرکی هم ډیر له تلوسو، خاطرو او لاسته راوړنو څخه ډک وي. زده کړه په هیلو، ارمانونو او هڅو ترسره کیږي.که خوږې خاطرې دي که ترخې، ټولې دې په ذهن کې تلپاتې دي، چې دواړه يې عجیب لمسونکی احساس لري. عجیب خوږ درد لري. د ژوند د همدغې څپرکې کرکټرونه ډیر خواږه وي. خو دریغه دریغه دغه دوره هم د باد په څېر تیریږي. زما له پوهنتون څخه د فراغت څه کم لس کاله تېر شول، خو داسې فکر کوم، چې ګوندې پرون فارغ شوی یم. تاسو به هم دا تجربه کړي وي او که نه؟ زه د خپل ښوونځي او پوهنتون له مخې اوس هم نشم تیرېدلای، هر ځل چې کله په موټر کې ترې تیریږم، مخ ترې اړوم. احساسات مې دومره راباندې غالب شي، چې د لیدلو حوصله مې تنګه شي. هغه پخواني یادونه او د لیلې د وخت خاطرې مې سم دم د زړه قفس را سوری کړي.
کله، چې د ژوند ښوونیزه مرحله بشپړه شي،  د کړواونو اصلي میدان ته راودانګې. بیا دې نو د ځان، کورنۍ، ټولنې اوهېواد د مسؤلیتونو پیټی په اوږو بار شي. څوګ نیکمرغه وي او له پلار نیکه نه ورته ورته یو څه پاتې وي، چې د ژوند کولو لپاره ترې استفاده وکړي، خو بیا ځیني داسې بد قسمته وي، چې نه دپلار او نیکه نه ورته څه پاتې وي او نه هم خپله داسې حالت کې و ي، چې ژوند پر مخه بوزي.
د دندې موندلو لټه هم زموږ په شان ټولنه کې د زړه غوښې خوړل دي، دلته ، چې د اقا، رهبر، جناب او جلالتمآب ځوی یا خپلوان نه وی، دغه د یوشتمې پیړۍ د انسان په څېره کې داړونکي او بې رحمه موجودات به دومره خوارکړي، دومره به دې وځوروي، چې د ځیکر وینې به دې په  خولې در وباسي.
ځه په هر ډول یا  هر کمال، چې دې په کار واچاوه یوه دنده دې پیدا کړه. د ګواښونو او سرګردانیو څپرکی له همدې ځایه پیلیږي. د ژوند د سیاسي بازار کاروباریان دومره په دغه مارکیټ کې حاکم دی، چې پر هره کوڅه او بازار يې د خپلو ناروا او شیطاني طلسم جالونه خپاره کړي وي. ته به له یوه دنیا هیلو او ارمانونو سره د کار کولو په شوق او تلوسه راغلی وي، خو د قدرت، فساد او پیسو د هوس پاډوګر به دې په داسې طلسمي منتر کې راګیر کړي، چې تر څو يې د خلاصون لټه کوي، نو وختي به یا  د دوی په رنګ شوی يې او یا به يې د بدبختۍ کندې ته خطا کړی وي. په ورته وخت کې د پرمختګ او د سیاسي او ټولینز شخصیت جوړنې لړۍ هم له همدې ځایه پیلیږي. له ډیرو کرکو، نفرتونو او ګواښونو سره به مخ شو، خو لکه یو کامیابه هیرو باید له دغو ټولو ستونزو او کړوانو سره مبارزه وکړو. انسان په همدغو ستونزو او کړاونو کې صیقل کیږي، پخیږي او لا پسې پیاوړی کیږي.
په نورو هېوادونو کې هم د دندو پر مارکیټ د سیاسي او شیطاني سوداګرو اغیزې وي، خو داسې طلسمي اغیز هم نه وي، چې هر څه د انحصار تر بریده ورسوي. د فکر او بیان آزادي ته په خورا درنښت قایل وي او د یو ارزښت په سترګه ورته ګوري. خو سره له دغو ټولو کړاونو کشکمشونو، اړو دوړو، انسان یو تکیه ګاه لري، چې هغه د لوی خدای(ج) ذات دی. هغه د دنیا اصلي واکدار دی، که دا رزق او ژوند د انسان په لاس کې  وای، نو انسانانو به یو بل سره خوړلي وو او نړۍ به ډیر ژر ختمه شوې وه. بنده که هر څومره بد مستي وکړي، که هر څومره ښکرې را وباسي، خو بیا هم د خالق پر وړاندې محوه کېدونکی او له منځه تلونکي دي. له قارونه را نیولې د نن ورځې تر قارونیانو او ښکرورو پورې ټول هغه ذات ته بیرته ورګرځېدونکي دي. هلته نه منصب او پیسه  کار نه  ورکوي . بس خپل اعمال دې د سرنوشت ټاکونکی دي.