له ارشاد رغاند سره ادبي مرکه....

يادښت:دا مرکه د شرنګ وېبپاڼې کړې.
په لټون كې ملوملګرو، ارشادرغاندځوان،كم عمره،هڅانداوخوږ ژبى شاعردى چې دشعراوادب په غولي روڼ برېښېدلى،په همېشه بهارننګرهاركې اوسي، له ښاغلي سره دزړه خوالې لپاره ددې مركې دلوستلو بلنه دركوم.
ما ته هم خداى شته ځان د دې نړۍ قاتل ښکاريږي
ما هم ملګرو د انسان د مرګ خبر خپور کړى
رغاند
شرنګ : سلامونه اونېكېرغاندصيب ؟
رغاند: عليکم السلام امين زى صيب،زماسلامونه اومينه هم درواخلئ!
شرنګ : كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړۍ ؟
رغاند: دپېژندګلوۍ به څه درته ووايم،باور وکړه لا خپله هم ځان په پوره مانا نه پېژنم،بيا هم که له پوښتنې موخه دځان په اړه څه ويل وي نو نوم مې ارشاد او تخلص ورسره رغاند ليکم،شاوخوا داسې نولس کاله وړاندې مې په جلال اباد کې په لومړي ځل د دې نړۍ مخ ليدلى،له آره د ننګرهار د سره ردو يم،اوس هم ننګرهار کې اوسم،کليد راډيو سره دنده لرم،د نړۍ اونيزې د کتنپلاوي مشر او د ننګرهار ادبي بهير د مشر تابه پلاوي غړى يم.
شرنګ : كېدى شي دخپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړۍ ؟
رغاند:له زده کړو که موخه ټوليزې هغه وي نو ژوند،حالاتو او مجبوريتونو بلا ډېر څه را زده کړي،خو که د ښوونکي پر وړاندې له مخامخې ناستې هدف وي نو د دولسم ټولګي د فراغت سند مې داسې يو دوه کاله وړاندې تر لاسه کړى،ورسره،ورسره مې په ژونالېزم کې هم څو لنډ مهالي کورسونه لوستي،د لوړو زده کړو خيال هم لرم چې انشالله ژر به ورته لاس په کار شم.
شرنګ : شعر ته موڅنګه مخه كړه او شعر او شاعري مو چېرې پيداكړه ؟
رغاند: والله نه پوهېږم،زما هم کله همدا ذهن کې ګرځي،کېداى شي ورسره مينه يې ونوموئ،يا هم مجبوريت او ضرورت او ځاى،ځايګى يې هم همداسې ګونګ او لا درکه درواخلئ.
په دې اړه يوه نوې او تقريبا جالبه خبره چې درته کوم دا ده چې ښه ليکوال اکبر کرګر وايي:ښاغلي لطيف بهاند پوښتلی و چې شعر دې خوښيږي کنه؟کرګر صيب وايي:ماځواب ورکړ چې لکه چې پر انسانيت مې شکمن يې،نو له دې سړی دا اخيستی شي چې هر انسان که په عملي توګه نه وي په فکري توګه کېدای شي،شاعر وي،شاعرانه خيالات ،تصورات او غوښتنې به لري او په دې تړاو زما ديوه غزل بيت هم دی چې:
دې ښار کې هر سړي پر يو ښکلي زړګی بايللی
خو قاضي ځانته د رسوا د مرګ،فتوا ورکوي
شرنګ : ستاسو په اند شعر يعني څه او شاعر يعني څوك ؟
رغاند:داپوښتنه ښايي د ادب اړوند کوم مسلکي څوک ښه ځواب کړاى شي،چې رېښتيا ووايم هغه د کوم چا اوريدلې خبرې مې د شعر په اړه ډېر زړه کې ځاى نيولى چې وايي((شعر هېڅ تعريف نه لري))ښايي ويې هم لري،خو زه پرې خاص څه نه شم ويلاى،يوازې پرته له دې چې د ډېرو شېبو ملګرى،د درد تسکين،اړينه اړتيا او ډېر کاريدونکى توکى،او شاعر هم هغه څوک چې خپل احساسات او پر ځان د خلکو،نړۍ او حالاتو اغېزې په بېلا،بېلو بڼو ليکي او د خپل ذوق د خړوبتيا تر څنګه نورو ته هم څه لارښوونه،پيغام، خوند او ګټه رسوي.
شرنګ : ځينې شاعران وايي چې شاعري يو فطري لورېيند ده او په ډېر علم پورې اړه نلري تاسو دې معقولي ته په كومه سترګه ګورئ ؟
رغاند: والله ښه وايي،دا يو حقيقت هم دى چې د نړۍ ډېر پرمختللي پوهان شاعران شوي نه دي،يا يې هم وړتيا نه ده لرلې خو د هېرې نه ده چې زده کړه،لوستنه او هڅه هم ښه شعر ليکنه کې ونډه لرلاى شي.
بېلګې يې هم خورا ډېرې دي،کاروان صيب،سايل صيب،عابد صيب...همداسې په ارواښادو شاعرانو کې استاد الفت،خادم صيب،استاد بېنوا او له هغو پخوا هم ډېر نور د ډېرو زده کړو لرونکي نه ول خو بيا يې هم ښايسته شعرونه ليکلي او ليکي خو ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی چې د نړۍ شلم ژوندی مفکر هم بلل شوی،شاعر نه دی او که يې هڅه وکړي هم فکر نه کوم چې لکه د فطري شاعرانو غوندې دې شي.
له دې بېلګو د لېوال صيب لاره(درېيمه لار)يا درېيمه خبره کېدای شي دا ده چې فطري لورېينه که له ځاني هڅو سره ملګرې وي نو ګټوره به وي،بېلګه يې سرلاری اوسمهالی شاعر استاد دروېش درانی کېدای شي،هغه د دې په خوا کې چې فطري شاعر دی،نړيوال ادبيات يې لوستي،لولي او کېدای شي شاعرۍ ته يې دې لوستنې هم ګټه ورکړې وي.
شرنګ : ولې هر سړى شاعر نه وي او هغه چې شاعر وي زياتره يې اندك رنجروي ؟ په وړو ، وړوشيانو خپه كيږي ؟
رغاند: ياره بس هماغه خبره شوه چې کېداى شي فطري لورېينه پرې نه وي شوې او د شاعر د ژر خپګان اړوند هغه د غني خان دود شوې خبره وکړم چې ويلي يې وو((د شاعر بدن پوستکى نه لري،ژر خوږيږي،ژر اغېزمنيږي اوله همدې امله ژر غبرګون ښيى))
شرنګ : څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېرې په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟
رغاند: ياره په دې کې به لږ تفصيل درکړم،زما شعرونه اکثره داسې په زوره غځول شوي نه دي،بس چې څو بيته خپله راغلي،هماغه مې ليکلي،په زور اوږدولو هڅه مې نه ده کړې،همدا علت کېداى شي چې د غزلو شمېر مې داسې ډېر نه وي،بيا هم که خواره،واره سره راټول شي،سل،دوو سوو ته به ورسيږي خو هغه چې دې ورځو کې زما خوښيږي،بس داسې شل،پينځه ويشت شعره به وي او موضوعات يې مينه،درد، بېلتون، نهيلي،د ولس مجبوريت او پرې تېرى او همداسې نور در واخله.
دې کار کې سره له دې چې ځينو ملګرو يو ډول دوستانه رټلی يم خو ځينو مشرانو لکه علم ګل سحر صيب اونورو او ځوانانو کې ډېرو ملګرو هڅولی هم يم خو په ټوله کې ډېره دا نيوکه راباندې کېږي چې ولې کم شعرونه ليکم،زه يې پرځای هم ګڼم او دا مې هم خپله يوه ستونزه او هم يو ډول د حالاتو ناځواني راته ښکاري چې ولې سره له دې چې شعر ليکلو ته ښه چاپېريال لرم،موخه مې شعري چاپېريال يانې درد،کړاو او نور شعري توکي لرل دي،دا الهي لورېينه ډېر کله رانازلېږي هم خو نه پوهېږم ولې زه حالاتو ډېر ځورولی کله د دې لورېينې د نه پالنې ګناه کوم،چې لږه يې روښانه غوندې کړم امنيزی صيب!د دې په خوا کې چې شعر ټولنې ته اغېزناک ګڼم خو مانه خپله ډېر کله شخصي بڼه غوره کوي،زما شخصي ژوند چې کېدای شي دومره په نازک پړاو کې هم نه وي خو ماته څه داسې شوی په دې ورځو کې چې درد مې نه دوا کوي(د مخکينۍ پوښتنې ځواب کې چې مې شعر د ځاني درد دواګڼلې،له بده مرغه اوس د استثناپه توګه داسې نه ده،نورو خبرو کې مې هم استثنآت راتلای شي)له همدې امله به وي چې ډېر شعرونه کله ذهن ته راشي،نه يې ليکم خو وروسته چې مې فکر سم شي،بيا پرې خپه اوسم او د خدای د دې لويې لورېينې د بې قدرۍ د ګناه بښنه غواړم،په هر حال هيله من يم چې خدای مې وبښي،له دې اوسني حال او پريمانۍ نهيلۍ او اظطرابه مې خلاص کړي.
شرنګ : له خپله انده دښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوۍ ؟
رغاند: والله داسې خاص څه خو نه شم ويلاى خو بس چې نوى او د ارزښت وړ څه ولري،په دې مانا چې که منځپانګه او جوله(محتوا او شکل)يې دواړه نوي نه وي نو يو خو دې خامخا نوى وي،د چا د درد تسکين پرې وشي،که هر ډول وي ،شخصي،ټولنيز او.... دې کې ډېر څه ويل راته ځکه ښه نه ښکاري چې ذوقونه هم بېلا،بېل دي،بس لنډه يې دا چې په واقعيت،طبيعي توګه او د زړه له درده په ټاکلو لوړو هنري ارزښتونو ليکل شوي شعرونه ښه وبوله،کېداى شي استثانات هم ولري...
شرنګ : كوم ډول ته ارزښت وركوي ، طبيعت اوكه ښكلاته چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه مانۍ چې كېدى شي ښكلا ولري اوكه ديوې سيمې يايوه ځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يو غر وي) هريو يې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې وښيۍ ؟
رغاند: ښکلا په ټوله کې د قدر وړ ده خو که طبيعي وي،تر مصنوعي به ډېره ښه وي،ځکه که بېلګه يې وړاندې کړم ژوندى انسان له يوې مجسمې سره ډېر توپېر لري،ژوندى يې د عمل پر وړاندې عکس العمل ښيى،مينه،عاطفه او راښکون لري او هابل يې هسې يوازې د لږې شېبې ذوق خړوبوي خو له هغې هاخوا کوم ارزښت به نه لري،خو پر مصنوعي ښکلا هم زړه ته سکون رسيږي،لکه يو ګران څوک له چالېرې وي خو تصوير يې چې ولري،يو څه ډاډ وربښل کېږي،البته زما نظر دادی،کېدای شي،سم نه وي ځکه زه پر دې خبرو دومره ډېر نه پوهېږم.خو ما ته دواړه ارزښت لري،رېښتينې يانې فطري ښکلا په لومړۍ درجه او مصنوعي په دويمه درجه!
شرنګ : داوسني شعر وضيعت څنګه ارزوۍ ؟
رغاند:دې کې هم خداى شته ځان د خبرو نه ګڼم،له استادانو مې اوريدلي چې تر پخوا ښه شوى ښکاري،خداى دې همداسې لري خو يو شی چې ماځوروي او ښايي نور هم وځوروي،په ادبي کړيو کې بې ځايه اختلافات او ځانغوښتنې دي،د نورو توهين او د ارزښت کمولو هڅه،دې پورې يوه اورېدلې خبره درته کوم سره له دې چې د شعر نه بلکې د ژباړې اړوند دی خو دردونکې ده،وايي يوه ځوانکي فرهنګي چې ادبي هڅې يې د قدر دي،په يوه راډيويي مرکه کې د سيد نظيم سيدي په شان سړي ته چې هم ښه ليکوال،هم ښه ژباړن او تر ټولو ښه دا چې په ځوانانو کې که مبالغه ونه شي،پر کره او سمې ژبې تر ټولو برلاسی قلموال دی،يو ډول نيوکې کړې وې،که سپينه يې کړم ويلي يې وو چې په دې نامه هم څوک د ژباړې ماتې،ګوډې هڅې کوي خو د دومره نمانځنې نه دي،ماته چې له دې مسايلو د يوه نېږدې خبر چاپه توګه معلومات شته،دا او ورته نورې خبرې د يو ډول سيمه ييزو او پر ژبنيو مسايلو د اختلاف له امله دا خلک کوي،خو له ښه مرغه چې سيدي صيب دروند او دکار سړی دی،دا خبرې نه اوري او نه ځوابوي خو که کوم بل څوک وای او دومره زغم يې نه کاوه،کېدای شي سخت غبرګون يې ښودلی وای،نو په خو اشينۍ سره به ووايم چې شعري بهير هم له بده مرغه د ځينو داسې ستونزو ښکار دی،بيا هم پرمختګونه پکې ښکاري.
شرنګ : دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوۍ ؟
رغاند:امين زى صيب،وايي شاعر د خپل چاپېريال او حالاتو ژباړن وي،دې خبرې ته په پام سره پخواني حالات طبعا وروسته پاتې وو،فکر يې هم تر اوسنۍ دغې وروسته و،خلک يې هم او نور يې هم داسې درواخله،د پښتو پرونى شعر چې څومره ما لوستى د جنګ،جګړې او مېړانې د ستاينې ترڅنګ پکې نېغه ښوونيزه تله درنه برېښي،البته دا د پروني فکر محصول دى،نننى يې بيا انسانپالنه يا هيومانيزم چې ورته وايي،ډېر لري،همداسې سوله ستايي،جګړه غندي،تر ډېره په نامخامخه توګه ښوونه او پيغام وړاندې کوي او په ټوله کې د ننني ژوند کيسې او انځورونه يې ډېر نغاړلي.
شرنګ : رغاندصيب،په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو كې دكوم شاعرله شعرونو نه ترنورو ډېرخوند اخلۍ او ښه يې ګڼۍ ؟
رغاند:داسې ځانګړي شاعران خو به درپه ګوته نه کړاى شم،بيا هم پخوانيو کې ستر خوشال بابا،رحمان بابا او حميد بابا چې ما څومره لوستي،خوښ شوي مې دي،اوسنيو کې که درته ووايم يوه ورځ مې سوچ کاوه چې د چا شعر مې ډېر خوښيږي،دوه،درې سپينې پاڼې مې مخته کېښودې،بلا ډېر نومونه مې پرې وليکل،سلنې(فيصدۍ)مې ورته وليکلې،باور دې وشه چې زښت ډېر وختل،يانې شکر اوسمهالي شاعران دومره ښه ليکل کوي چې سړى يې ټاکنه کې لارورکى کېږي،ها رېښتيا چې آخره کې مې د دې کار يوه راټولونه وکړه دري ژبى شاعر،سندرغاړي او کمپوزګر اميرجان صبوري راته په دې د ډېرې خوښې څوک و چې هم زما په اند ښه شعر،له درد او ماتې ډک شعر ليکي،هم يې په هماغه کچه ښکلي غږ کې په ښکلې موسېقۍ سره وايي او زما په شان هنر مينو ته نو د همداسې څه ډېره اړتيا ليدل کېږي ځکه وايي غوړي او شيدې چې سره مله شي نعمت الله جوړوي،البته د خپلو ټولو شاعرانو ښايسته شعرونو ته په درنښت سره!
شرنګ : په شعركې انځوراو له انځورسره مينه په شعركې څنګه ګڼۍ ؟
رغاند:له استادانو مې اوريدلي چې ښه انځور د ښه شعر له ځانګړنو څخه دى،مينه خو يې بيا نو پخپله حواله هم ويلاى شم چې له ټولو بره ځانګړنه ده،وجود يې دى،بقا يې ده،ارزښت يې دى ،که بل ډول يې ووايم شعر د مينې او مينه د شعر روح او دا دواړه يو له بل پرته ناشوني خو نه شم ويلاى خو نېمګړي به وي،غوره به داوي چې شاعر مېن وي،که هرڅه انځوروي،مينې سره په تړاو يې انځور کړي،کېدای شي لوستونکي او اوريدونکي يې په مينه ومني.
شرنګ : دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه لرۍ ؟
رغاند:هو،همدا چې په ټوله کې يې احساسات سره توپېر لرلاى شي،له هغې هاخوا ډېر زيات څه فکر کوم نه به وي،له هغې ټولنې پرته چې د ښځو پر وړاندې دريځ پکې بل ډول وي،تر ډېره ښايي ديوې ټولنې ښځينه او نارينه شاعران ټول له يوډول حالاتو،دردونو او غمونو اغېزمن وي.
شرنګ : كېدى شي دشعريوه نيمه بېلګه دې راسره شريكه كړې ؟
رغاند: شعر به ورته ونه ويلاى شم،خو بيا هم لکه چې مې وويل،ډېرې داسې هڅې مې داسې اوږدې به نه وي،خو تورتوتان،له تاسې قربان :
وايي په بدومې پېرزو نه يې،خوڅه وکړمه؟
پښتنې پېغلې ته يې مور پېکي کې ګوتې وهي
څوک په اخته يارانې کبر کوي،پاى يې غواړي
څوک په ژړا د يو انځور پېکي کې ګوتې وهي
منم،تضاد رنګونه هم،ښايسته تابلو پنځوي
جانان چې ما ګوري،خپل تور پېکي کې ګوتې وهي
وايي د يار د اسوېلو تودوخه هم داسې ده
رغاند په دې موخه د اور پېکي کې ګوتې وهي
* * *
راکړئ که دې نه دى خدايه رنګ د ګلابونو
ژوندون خو راپه برخه کړه،ترڅنګ د ګلابونو
زمونږ ترمنځ خپګان خداى شته چې بالکل ناروادى
جانانه وايه شوى کله جنګ د ګلابونو؟
شبنم دې پر دې ښار د نه ورښت احتجاج وکړي
د دې ښار پاچا وواژه،ملنګ د ګلابونو
* * *
د ډارونکي خوب،تعبير په شانتې ژوند لرمه
د هر چا بدي شم،د وير په شانتې ژوند لرمه
بخت مې د وخت په دام کې ګېر دى،خپله زما چارواکى
زه د غلام هېواد وزير په شانتې ژوند لرمه
* * *
کور دې ودان کور دې ودان چې را تر غاړې وتې
ايله پوره مې شو ارمان چې را تر غاړې وتې
د نورو غېږو له چې تلې هېڅ دې کيسه کې نه ول
ما درنه ځان کړلو قربان چې را تر غاړې وتې
مخکې خو ځمکه وم هر چا را بااندې پل اېښودو
تا را نه جوړ کړلو اسمان چې را تر غاړې وتې
ټوله کيسه شوه،ګډه وډه،هر څه هېر شول رانه
ظالم ملا وکړ اذان چې را ت رغاړې وتې
شکر دى خدايه چې دوزخ نه دې جنت ته بوتلم
له خولې مې ووت دا بيان چې را تر غاړې وتې
* * *
وخت را مات که،رنګ يې واوښت،زړه يې سورى شو
د دې ښار هغه يو روغ هم لېونى شو
ويل يې نور يې له دنيا نه موړ زړګى شو
هغه لا چې سړى نه و د ده خداى شو
يا طالب يا به عسکر شي،سربه وخوري
د دې کونډې خوارکۍ زوى هم زلمى شو
د چا سترګو ته کتل پکې حرام شول
زندګي هم يو بې خونده شانتې شى شو
* * *
چې مې جانان دتېر په شانتې احترام نه کوي
اوس غريب شوى يم هيڅوک هم په ماپام نه کوي
دادې سزا،چې دې کړم هېر،اسمان دې وژړاوه
اوس باران اوري لمر او ستوري دې سلام نه کوي
ماته بلنه نور دسترګو دجنګ مه راکوه
ګوره!پاچاسره سيالي خو خپل غلام نه کوي
زه به داستاپه سر رقيب په ټوپک څله ولم؟
داخويو دود دى دغه حکم خو اسلام نه کوي
زه چې له ياره کله خوله غواړم نو وايي راته
رغانده!ځه،څوک روژه ماتى هر ماښام نه کوي
شرنګ : مننه رغاندصيب،چې دشرنګ پاڼې دپوښتنوپه اړه مومالومات راكړل.
رغاند: ستاسې نه هم مننه امين زى صيب،ژوندى دې وې.