د برق او اليکټرونيکس انجينر

  د برق او اليکټرونيک انجينر Electrical and electronics engineer د يوه هيواد پر خپلو پښو دريدل او د هرې خوا څخه پر ځان بسيا کيدل پر  مختليفو لاملونو او فاکټورونو باندي  بناء دي لکه امنيت, اقتصاد, قوي دفاعي سيسټم درلودل او داسي نور... څه وخت چي په يوه ساحه کي امن وي د هغي ساحې وګړي کولای سي چي په ارام زړه خپل کارونه مخته يوسې او په خپل مسلک کي لا نور هم پياوړي سي او هغې ساحې ته د خدمت کولو مصدر وګرځې.   اقتصاد به هله قوي سي چي يوه ټولنه خپل توليدات ولري او وګړي يي ورڅخه استفاده وکړي. د نن په عصري زمانه کي پياوړي کيدل د فابريکو او خپلو توليداتو پر مټ کېږي, د نن سبا فابريکي بايد د عصري ټکنالوجي مطابق وي ځکه د نوي ټکنالوجی په استعمال سره موږ کولای سو په لنډ وخت کي زيات او باکيفيته توليدات ولرو نو ويلای سو چي د هيواد پرمختګ د فابريکو په مټ کېږي او د دې د جوړولو او دوامداره ساتلو لپاره په هرې ساحې کي و مسلکي اشخاصو ته ضرورت ليدل کېږي. يوه ټولنه د يوه ډاکټر او ساختماني انجينر تر څنګ د برق او ټکنالوجی انجينرانو ته هم ضرورت لري. تاسو به د برق او اليکټرونيک يا ټکنالوجي انجينر نوم اوريدلي وي او په دې فکر کي به ياست چي دوي به څه کوي او څنګه به جامعې ته د خدمت مصدر ګرځې?     د برق انجينري يوه مسلکي انجينري ده; دغه انجينران مختليف برقي وسايل ډيزائين کوي او هغو ته وده ورکوي, د وسايلو مشکلات څېړي او د حل لاره يي پيدا کوي, د دوی سر او کار د هر ډول اليکټرونيکي وسايلو د ډيزائين سره دئ د کوچني جيبي وسايلو څخه نيولې بيا تر غټو سوپر کمپيوټرونو پوري. دوي بايد نوښتګر او با منطقه وي.                             د برقي انجينرانو سر او کار د برق, اليکټرومقناطس او اليکټرونيکس سره دئ په دې کي برقي انرژي, د سيسټمونو کنټرول, ټيلي کمونيکيشن او د سيګنالونو جريان شامل دئ. دوی په لوړه سطحه مغلق برقي سيسټمونه ډيزائين کوي لکه د موټرونو او ماشينونو کنټرول په فابريکو کي او د برقي انرژي توليد او د هغوي انتقال تر مشتري پوري, د برقي انجينرانو د کار کولو ساحه زياته پراخه ده دوی کولای سي چي د کورونو لپاره نوي وسايل ډيزاين کړي, د لوړو منزلونو روښانول, او د سټلايټ سيسټم, دوی خپل ډيزاينونه د کمپيوټر په وسېله جوړوي او هغو ته وده ورکوي. دوی کولای سي په مختليفو پروژو کي کار وکړې لکه کمپيوټر, روبوټ, موبايلونه, رادار سيسټم, د لوړو منزلونو روښانول او داسي نورو زياتو برقي سيسټمونو کي. کوم وخت چي پر يوه نوي اليکټرونيکي وسيله کار شروع کوي لومړي دا معلوموي چي ياد وسايل بايد په څه شي باندي قادر وي, د کمپيوټر له لارې د هغه ډيزاين کوي, د هغه موډل جوړوي او تر ازموينې لاندي يي نيسي په لومړي مرحله کي به هغه څه مشکلات ولري او په مکمله توګه به اماده نه وي لکه په پروګرامينګ کي چي زموږ کوم دوستان کوډ کوي او د باګ bug (د اليکترونيکي وسايلو اړ او مانده) د مشکلاتو سره مخ کېږي دوی دا مشکلات حل کوي او ډيزاين سوې وسايل توليدوي. پورته ذکر سوي ټول کارونه د برق انجينري په بر کي نيسي خو هره يوه فرعي برخه يي ځانته جلا علم دی.   لکه د اليکټرونکس انجينر چي د اليکټرونيکي سرکيټونو سره کار لري, همداسي لکه ريزيسټر, کپاسيڼر, اينډکټر او  ډايوډز ...   مايکرو اليکټرونيکس انجينر کوم چي کوچني او واړه وسايل د سرکيټ لپاره توليدوي.   د سيګنالونو انجينر د انالوګ او ډيجيټال سيګنالونو سره کار لري.   د برقي انرژي انجينر دوی د برقي انرژي توليد, انتقال او ويش په غاړه لري.   د کنټرول انجينر د يو سيسټم تابع کول په غاړه لري او د هغو ډيزاين کوي لکه PLC programmable logic controller   ټيلي کمونيکيشن انجينر د معلوماتو استول او لاسته راوړل په غاړه لري.   انسټرو مينټيشن انجينر دوی د اندازه کولو وسايل ډيزاين کوي او توليد کوي يي لکه د فشار, هوا, برق, د زړه ضربان معلومولو آله او داسي نور طبي وسايل چي دا ډول انجينران بايد د فزيک په علم پوره برلاسې وي.   کمپيوټر انجينر د کمپيوټرونو د ډيزاين او توليد سره کار لري.   نو هغه زموږ دوستان چي د ټکنالوجي سره مينه لري او غواړي خپل د خوښي ريشته تعقيب کړي, خداي ج دي وکړي چي دا مالومات هغو ته يو څه لاره روښانه کړي او په ټيکنالوجي کي خپل د خوښي برخه انتخاب او تعقيب کړي. د هغه ورځي په هيله چي وطن مو د هرې لارې پياوړي او ټول د ټيکنالوجي توليدات يي خپل وي او دولت مو خپلي فابريکي ولري په هره برخه کي تر څو د ځوانانو استعدادونو مو بي ځايه سوي نه وي.   ليکنه: احمد ضياء ابدالي