انټرنیټ په چین کې

اوسمهال په چین کې انټرنیټ د ودې او پرمختګ پړاو ته ورننوتی ، د روان کال  په اپریل کې د انټرنیټ کاروونکو شمیر 162 میلونه وګړو ته ورسید . په بل عبارت د تېرکال په پرتله په چين کې  39 میلونه د انټرنېټ کاروونکي زیات شوي . له امریکا څخه وروسته ، چې هلته د انټرنیټ کاروونکو شمیر 211 میلونه دی ، چین په دویم مقام کې راځي .
په چین کې د انټرنیټ کاروونکو د سلنې کچه :

د انټرنیټ کاروونکو د عمرونو کچه :
 

 عمر
شاګردان / محصلین
عام وګړي  
مجموعي سلنه
أقل من 18
46.2%
1.0%
17.7%
18~24
50.2%
23.8%
33.5%
25~30
3.4%
28.7%
19.4%
31~35
0.1%
16.0%
10.1%
36~40
0.1%
13.2%
8.4%
41~50

11.4%
7.2%
51~60
            -
4.2%
2.7%
ما بعد 60
            -
1.7%
1.0%
合计
100.0%
100.0%
100.0%

 په چین کې د موبایل کارونه :
د 2007 د می په پای کې په چین کې د موبایل کاروونکو شمیر 500میلونو ته ورسید . د اړیکو د صنعت څارونکو مرکزونو د احصائیو له مخې په چین کې د موبایل صنعت پام وړ وده کړې .  د 1987په 1997ز په منځ کې د موبايل کاروونکو شمېر په چين کې  10 میلونو ته رسېدلی و . په 2001ز کې همدغه شمیر 100 میلونو ته ورسید ( په څلور کلو کې ) ،
د 2002 ز تر نومبره پورې  200 میلونو ته ،
د 2004 ز تر اپریله پورې  300 میلونو ته ، .
اود 2006 ز  تر فبروري پورې  400میلونو ته پورته شو .
دغه شمېر په تاريخي لحاظ  ، په نړۍ کې تر ټولو لوړ مقام خپل کړی دی  .