ښکلې ټپيزې

هسې به ځان لره غـــــم ډېر کړم
په تش هوس به عمــــــر تېر کړم
په مصيبت کــــې به ځان ګېر کړم
که د شودو لـــــــښتي ورتېر کړم
خزان ځپلـــــــی باغ مې نه نيـــــسي ګلونه
اوســـــــم يې تل په انتـــــظار کې
فرش به باڼــــــــه کړم ورته لار کې
کيسې يې خوند کړي په تلوار کـې
ما له کوچنــــــــي رېباره ځار کـــې
د يــــار يوه خــــبره دوه وارې کوينـــــــــــــــه
روح د مين پسې توسـيږي
ګـلان په بوټو کــې رژريږي
لکه ږلۍ پر زړه وريـــــــږي
خندا له تا سره ښايـــيږي
چې اننګي درته څلور ترازې کړينــــــــــــــــه
دنيا کې بد ژوند د بېلتـون دی
هر يو مين ته زړه چاودون دی
ځار له وصاله ټول سکوي دی
نن مې د يار پر لوري يون دی
خدايه رالنــتډ کــــړې دا د مځکــــې تناوونــه
زما غريب پکـــــــــــې تــــاوان دی
نن شپه که زمکه که اســـمان دی
بس خو رڼا يې ټول جهــــــــان دی
سپوږمۍ پر ما دې څه احسان دی
د کوکۍ غل يم د بلۍ ســــــيوري کې ځمه
چې ګردنۍ يې تر ملا ده
چې يې په لاسو کې سلا ده
په دښمن جوړه يې غوغا ده
زما خولګۍ د هغه چا ده
چې غلامۍ ته يې طلاق ورکړی وينه
د پښتونخوا زړه بختوره
عظمت دې ډېر دی تر خيبره
ځوانان دې واړه کړل بې سره
آخر به وران شې پېښوره
د ننګرهار جونې ښېرې درته کوينه
زه به څۀ وايم چې څه را که
زړه مې درکړی دی زړه راکه
مرمه له تندې اوبه راکه
څانګې راټيټه شه خوله راکه
که زه درپورته شوم راماته به دې کړمه
ستا په يارۍ به څه وياړم
خندا مې نشته ده تل ژاړم
زړه مې درځي که ځان رانغاړم
په پاليزه کې به دې غواړم
د کلا برج ته راختی نه شې مينه
په ښو يارانو افتخار که
زړه دې لېمڅی ورته هوار که
په يارانه يې اعتبار که
دنيا د يار له سره ځار که
دنيا به تل وي ياران کله کله وينه