
کابل ته مه وايه چې وران شې کابل کې شته دی پښتانه ببر برېتونه
کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ د ننۍ زمانې يار دی ټګ به وينه
کاغذه داسي وخت کې ورشه چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه
کاغذه لاړ شه په هوا شه اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه
کاغذه لاړ شه په هوا شه په عاشقانو باندې وايه سلامونه
کاغذه والوزه شاهين شه له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه
کټ د بلۍ سوري ته راوړه مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه
کفن مې کلک وګنډه مورې د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه
کله دې غم راباندې بار شي کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه
كوڅه كې اودريږه شيرينې په ماذيګركې به ضرورهلته درځمه
كوڅه كې بياليلاولاړه دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه
كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه دچاتصويرته سپينې اوښكې تويه وينه
كوڅه كې ښكته پورته مه ځه څوك به خبرشي اورسوابه شومينه
کور يې په کلي کې معلوم دی د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه
که ته مې روغ لېونی نه کړې بيا مې د بنګو پيالۍ مه بوله مينه
که په ميوند کې شهيد نه شوې خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه
که تور اوربل مې ميراتيږي په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه
که ته ر يښتيا پر ما مين يې د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
که ته مې روغ لېونی نه کړې د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه
كه ځان په سلورنګوجوړكړې چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه
که څوک باچا د زمانې شي د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه
که د ځوانۍ دوران مې تېر شي دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه
که د دولت ناچاري نه وای ما به جانان په تول د سرو اخيستی ونه
که د زلمو نه پوره نشوه ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه
که د يدن کړی ګودر ته راشه زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه
که ديدن غواړې راته ګوره زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه
که ديدن کړي تلوار راوکړه کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه
که دې خندلي راته نه وای غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ
که دی زما ديدن ياد يږی د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
که زړه ته سل تسلي ورکړم سترګو ليدلی جانان کله هېروينه
که ستا نه سل ځله توبه کړم په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه
که سږنی اوړی خدای وکړي ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه
که سلام غواړې خط به درشي که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه
که لېونی يې زما خوښ يې خلک ياري د لېونو سره کوينه
که مرور شې ځان به خوار کړې جنکۍ کله مرور پخلا کوينه
که مساپر شي بيا به راشې د تورو خاورو مساپر کله راځينه
که ملامت يم ما دې مړ کړي چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه
که مور او پلار دې خدای رضا کړل د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه
که مې نصيب د بدو نه وای په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه
گلاب د اصله شهزاده دی رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه
گلونه ډير درسره راوړه زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه
گوتې قلم ته په ژړا شوې ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه
گودر ته ځم راپسې راشه ما په منګي کې پراټې راوړي دينه
گودر ته دواړه خويندې راغلې مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه
گوره ښېرې به درته وكړم نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه
گيلې به ډېرې ورته وکړم که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه
ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه
ګودر پاچا منګی وزير دی وزیر هميشه د خپل پاچا سلام کو ينه
ګودر په سر مې قبر جوړ کړه چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه
ګودر په سر مې قبر جوړ کړی چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه
ګودر ته ځم را پسی را شه يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه
ګودر ته ځم راپسی راشه زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
ګودر ته ځم راپسی راشه وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه
ګودر ته ځی په مخه راغلې ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه
ګودر ته دواړه خو يندي راغلی يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه
ګودر د غدونو څه کم نه دی پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه
ګودر دی عمر له اباد وې مازد يګري پکې وی اخترونه
ګودر دی عمر له ودان وې په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه
ګودر شو ګرم مازد يګر دی ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه
ګودر کې سری لمبی شوی پورته د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه
ګودر له ځم چې اوبه راوړم په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه
ګودر له ځم چې مانګی مات کړم سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه
ګودر له ځمه خو شحا ليږم چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه
ګودر له ځمه را پسی را شه ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه
ګودر له ځی او پښو ته ګوري پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه
ګودر له غبرګې خو يندی راغلی ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه
ګودرته ځم راپسی راشه زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
ګودرته څی ناوخته کيږی د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه
ګودرته راغلی برابره يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
ګودرکې هره ورځ اختر وې رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه
ګودرکې هره ورځ اختر وې منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه
ګودره بخت دی غلبه دی د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه
ګودره ټول درته لو ګی شم په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه
ګور له ځم را پسی راشه منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه
لاړم د خپل وطنه لاړم بې وفا يار راباندې ډېر کبر کوونه
لكه كابل دافغان حق دى داسې مې حق دي دجانان زلفوسرونه
لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه
له مانه ولې ګيله من يې کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه
ما په ګودر د جنو ښخ کړی ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
ما خو د ليرې نه صحي کړې نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه
ما د کوچي د عمره ځار کړې د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه
ما د کونړ د سيند نه ځار کړي زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه
ما د ګودر په غاړه خښ کړئ چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه
ما د نصيب نه تېښته وکړه نصيب زما د لارې مل راسره ځينه
ما دګودر په غاړه ښخ کړی چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
ما دې ټوپۍ په سر ګڼله د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه
ما زد يګر تل لری خاونده چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
ما سره سم ګودر له لاړ شه منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
ما سره سمه سيالي مه کړه ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه
ما له مې وړی زړگی راکړه زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه
ما له وړوکي ريبار ځار کړې چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه
ما ويل يوازې زما يار يې د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه
ما وې د غمه به دې مړ شم قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه
ما يارانه کله کوله سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه
ما يې د ورور د سترګو ځار کړې ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه
ما يې د ورور د سترګور ځار کړې دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه
ماته دې دومره ديدن بس دی چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه
ماته رباب په لاس کې راکړئ چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه
مازديگر چېرته وې چې نه وې خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه
مازديګر پيغلی ښی اغلی منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
مازديګر لمونځ دې قبول مشه ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه
مازديګر لمونځ رانه قضا شو نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه
مازديګری دی سوال قبليږي خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه
مازديګری دی ښېرې مکړه ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه
مبارکي راکړئ عالمه چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه
مبارکي راکړئ عالمه د تهمتونو سره يار قبوله کړمه
مبارکي راکړئ عالمه نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه
مخ په قبله مې د يار کور دی لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه
مخې ته راغله راته ژاړي د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه
مرګيه دومره صبر وکړه يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
مرګی په تنګه کوڅه راغی ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه
مړ مې د يار په کوڅه يوسئ چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه
مساپري په بې غمي کړه زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه
مساپري دې ډېره وکړه راځه راځه روزي به خدای رارسوينه
مساپري سخته خواري ده باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه
مسافر ته شوې خواره زه شوم خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه
مسافر مه وژنئ عالمه چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه
مسافري دې روزي مه شه زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه
مسافرۍ خوړليه ياره پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه
مسافرۍ خوړلی راغلی قربان قربان دې د زړو جامونه شمه
مسافرۍ مې زړه نری کړ چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه
مسافرۍ نه ستړی مشې اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه
مسلماني په چاكې نشته مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه
ملنګه دوه ګټې دې وکړې يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه
منگيه بخت ته دې حيران يم اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه
منګي کې موری اوبه نه شتهخ زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه
منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه
منګی به تخرګ ګودر له ځمه دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه
مور يې د کلي شومړې غواړي لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه
مور يې د کلي شومړې غواړي لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه
مور يې ماڼو ورته لوګی کړې زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه
مورې توپک کمربند راکړه په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه
مورې د مخه دې شرمېږم ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه
مورې لنډۍ توپك مې راكړه په مامينه جينۍ بل ته وركوينه
مورې لنډۍ توره مې راکړه په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه
مين زړګي ته مې سلام دی چې تمامي عمر په صبر تېرومه
مينه په تګ راتګ زياتيږي مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه
مينه په تلو راتلو زياتيږي کله راځه کله به زه درځم مينه
مينه د مينې پيدا کيږي په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مينه د مينې پيدا کيږي په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مينه دروغو زړونوكاردى زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه
مينه کې هر څه هر څه کيږي په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه
مينې دې داسې لېونی کړم په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه
نارې وهم نارې مې نه اورې هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه
نجلۍ په سر دې منګی مات شه چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه
نجلۍ د بام په سر کږه شوه ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه
نجلۍ کږه شوه ماته نشته د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه
نجلۍ که ټوکی د بخمل دی يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه
نجلۍ وړه د يارۍ نه ده کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه
نجلۍ ولاړه په لمانځه ده پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه
نری نری لوګی ترې خيږي د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه
نړۍ مريح ته رسيدلې موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه
نښې دې ډېرې ما سره دي نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه
نصيب مې خپل دی رارسيږي مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه
نصيبه وسوزې ايره شي تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه
نن خو مې ډير ياديږې ياره خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه
نن د ګودر په لاره مه ځه ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه
نن مې د قبر خواله راشه مبارکي د نوي کور راکړه مينه
نه به انځر د ورځې ګل شي نه به زما زړگی د غمه خالي شينه
نه دې د ځان نه دې د بل کړم د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه
وايم چې داسې ځای ته لاړ وای چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه
وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه
ودرېدی نشمه غورزيږم تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه
ودې ويشتم پورته دې نه کړم خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه
وربل يې پوړې پوړې راغی بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه
ورشه د يار خبر دې واخله چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه
ورکه د کور کلي ياري شه د زنې سر مې دېوالو وسولاونه
وطن به ستا لپاره پرېږدم چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه
وطن د مور او پلاره خوږ دی جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه
وطن مې تن ،تن مې وطن دي دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه
وطن مې ستا له غمه پرېښود خلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه
ولاړه اوسه چې دې وينمه چا دې صفت راته کوو راغلی يمه
ولې دې سر په زنګنو کړ ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه
ولې دې مخ زما نه پټ کړ اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه
ولی به زه ور پسی نه مر م اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه
هر کله راشې د يار غمه که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه
هر مازد يګردی لوی اختر دی ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
هغه دې هېر دي که دې ياد دي چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه
هغه ساعت به کله راشی چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه
يا خو زما په زړه تياره ده يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه
يا خو زما نصيب خراب دی يا خو به ټولې يارانې دغسې وينه
يار مې په اوم کې زه اتم کې يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه
يار مې په شنو سترګو مين دی زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه
يار مې هندو زه مسلمان يم د يار لپاره درمسال جارو کومه
ياره زموږكلي ته راشه يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه
ياري په تور او په سپين نه ده دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه
ياري په تور او په سپين نه ده زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه
ياري خو تا پرې کړه کمبخته که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه
ياري خو تا کړه ما خو نکړه اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه
ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي د پلو لاندې سړی غلی تېروينه
ياري د زور خبره نه ده که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه
ياري د شنې لښتې ګوزار دی چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه
ياري دې ټوله د ټګۍ وه ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه
ياري دې نه کوم ډاريږم د لرې لرې نندراې به دې کومه
ياري دې نه وه خوب ليدل و څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه
يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه
يو اخيري مصره دې داوي اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه
يو ځلې بيا په دې لار راشه په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه
يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه
يو خو دې غونډه منډه خوله ده بل دې خبرې په کنډه تللي دينه
يو دې غريب پيدا کړم خدايه بل دې مين په کبرجنې نجلۍ کړمه
يو زخم نه دی چې به جوړ شي هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه
يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه
يو وارې ټينگه غېږه راکړه بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه
يوازې خدای به پرې خبر وي د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه
يوازې ژوند مې په کار نه دی چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه