
دا تريخ حقيقت بايد ومنو چې موږ له مخې ټول ياد ناپوهۍ،ياد حالاتود ناځوانۍ او ياد نورو لاملونو له مخې غولول شوي او غولول کېدونکي خلک او له دې امله په خورا لويو ناخوالو اخته شوي يو((له روسي ښکېلاکه نيولې تر سره او شنه انقلابه او د سپين جبر له پيله تر ننني ديموکراتيک نظامه!))
دې کې به پردۍ ګټې تر ټولو زياتې ونډې لرلې،هماغه به د دې ناورينونو لامل کېدې خو ترڅنګه يې زموږ د سياستوالو ملامتيا،ځانغوښتنه او په ټوله کې ولس ته نه پام بيا تر نورو هغوډېر لامل کېدای شي،د يرغلګرې پخوانۍ شوروي د يوه استخباراتي پخواني مشر دا دعوه مې نه پوهېږم چېرته اورېدلې چې:موږ پر افغانستان نه ورتلو،امريکې مو پراستخباراتي کړيو اغېزوکړ او داسې نظريې راکړ چې که افغانستان ته ورنه شو،ښايي امريکا يې راڅخه ونيسي))له دې يادونې مې هدف له دې يرغلګر هېواده ننګه نه ده،بلکې موخه دا ده چې له دې خبرې خورا ښه ښکاري چې جګړه پردۍ ده،وسلې پردۍ دي او د يو نيم بهرني په خوا کې پکې نوره ټوله وينه د افغان توييږي،هېواد د افغان ورانيږي،نوم د افغان بديږي او تاريخ د افغان ګواښيږي.
دا بهرنۍ له انساني سرغړونکو ډکه خو له سياسي چل ودوکې ډکه جګړه په داسې تکتيکي توګه راپيل شوې چې ښايي خپله پکې برخوال افغان نومي خلک ورته حيران شي،لومړۍ لوبه سره له دې چې د ميلونونه افغانانو سپېڅلو جذبو او شهادتونو ته په پام سره يې بايد درناوی وشي،د دې ولس د دړې،وړې کېدا لپاره پيل شوه،له يوې غاړې پکې د ولس ډېر رېښتيني او پر ټولنيزو ژمنو ولاړ خلک ووژل شول اوله بلې غاړې درانه اروايي او مالي زيانونه يې رامنځته کړل.له دې وروسته يې د جهادي مشرانو په نامه هغه خلک چې په دې سپېڅلي پاڅون کې يې يوازې که سړی ووايي د ځاني ګټو لپاره برخه اخېستې وه،لکه د چرګانو سره وجنګول،د جهاد له نامه يې کېدای شي وويلی شو د خلکو زړونه پسې تېر کړل،دې پردۍ جګړې هم يوازې ولس وواژه،د بدن غړي يې ورپرې کړل،د پېغلو عفت يې وداړه،ماڼۍ يې کنډوالې کړې او....
ورپسې د دې لپاره چې د کره اسلامي نظام له نامه د ولس زړه راتور کړي،د طالبانو په نامه يوه بله لاسپوڅې او که ووايم تر هغو نورو يوه ډېره ولس ضده ډله يې پر دې خوارکي ولس ولوراوه،دوی اسلامي نظام خپل شعاراعلان کړ،خپل مشريې اميرالمومنين ونوماوه خو د دې نوم دې شرمونکي نه دا چې د امير المومنين په شان په توره شپه کې په يوازې ځان د بې وسو،وږو او غريبو پوښتنه ونه کړه بلکې د يوې نېمې مړۍ ډوډۍ وړونکي پېغلې او نورې ښځينه به يې ورته په دې ګناه بنديانولې چې ولې يې څادي نه ده اخېستې؟يوې کولالې نجلۍ هماغه مهال(چې ماشوم وم)راته ويل چې طالبانو يوه ورځ راته په دې ښکنځلې وکړې چې ولې مې څادري نه ده اغوستې؟دې نجلۍ چې زموږ له يوه پلورځي به يې توکي پېريدل د غربت له لاسه لوڅ مخې خو نه خو داسې په يوه زړه اوږده تور ټيکري کې پېچيدلې ګرځېده.
دا هم د طالبي اسلاميت او پر افغان ولس د يوه بل تېر شوي ناورين بېلګه وګڼئ!
بيا د دې لپاره چې امريکا ملو طالبانو دخلکو زړونه له ځانه تور کړي وو،امريکاوپتېيله چې د افغانانو د ژغورنې لپاره(!) ديموکراسي مبارکه پر افغانستان نازله کړي،همداسې يې وکړل د ځينو ګوډاګيانو د هغو غږيزو بدرګو په ملتياچې له برتانيې غږ(بي،بي،سي)او امريکاغږ راډيوګانو خپريدې،پرافغانستان د بي دوه پنځوس په مټ ديموکراسي ولوروله،پخپل اعتراف فاسد حکومت يې پرې واکمن کړ,د خپلو لاسپوڅو په مټ يې په بېلا،بېلو بڼو ولس ته مرګ،ژوبله روانه وساتله او خدايزده لا نور څه به رامنځته کړي؟
اوس نو ولس چې بلا ډېرې ستونزې لري،نه پوهېږي څه وکړي؟په چا ملاوتړي ؟دوی خو د لباسي ملګرو پر ملګرتياوو پښېمانه او ستومانه دي.