نظم

بريالی بريال =ننګرهار
دا نظم دروداتوولسوالی د حصارک مزينې دعالي لېسې د هغو زده کوونکو په ياد ليکل شوی دی چې د امريکايي ځواکونو په يوه چاودنه کې مړه او ټپيان شول.
++++++++++++++++++++++++++++
څو به پرې سترګې پټوئ،دا د خونکار زامن دي
دوی په خونونو اموخته دي،د کفار زامن دي
داد بشر،بشر دوستۍ چېغې دوی هسې وهي
دا ديزيد، شمر بتر دي،د غدار زامن دي
++++++++++++++++++++++++
مونږ ګيله من له چانه نه يو،مونږ له خپلو نه يو
د غټو،غټو ککريو د ښاغلو نه يو
زمونږ کورونو نه د غم سوې سندرې خېژي
مونږه يې تېر د امنيت او له ساتلو نه يو
++++++++++++++++++++++++
زما په چم کې چې ناڅاپه ژړاګانې شولې
ستا په محفل کې د شرابو خنداګانې شولې
په بورو ميندو لاندې ځمکه،پاس اسمان ژړيږي
خالي لمن کې يې له خدايه دعاګانې شولې
++++++++++++++++++++++++
پاس پرښتې هم دغو کړنو ته حيرانې پاتې
د غم اوښکې يې پر مخونو را روانې پاتې
خړه سېلۍ او تور توفان مو پر بوستان را الوتی
پرچه،پرچه شولو ابادې هم ويرانې پاتې
+++++++++++++++++++++++++++
 
زما غرور به درته څنګه سلامي پاتې شي
ماته ژړا،فرياد هر کور کې ماښامي پاتې شي
چې د تنکيو،تنکيو ګلانو جنازې وباسي
د چا به څنګه درونه کې ارامي پاتې شي
+++++++++++++++++++++++++++
ګرېوان يې څېرې د شهيد ماشوم په قبر کړلو
بې صبره زړه يې بس پخپلو اوښکو صبر کړلو
هاغه چې تمه يې سبا ترې د رڼا لرله
هغه يې هم د تورو خاورو لاندې ستر کړلو
++++++++++++++++++++++++
دا کوم عذاب دی پر خوارانو او قيامت راغلی
دا چې هر يو باندې ناڅاپه مصيبت راغلی
څوک به دې څنګه دا قانون او دا احکام ومني
ستا چې پرې داسې وحشيانه،ذليل حکومت راغلی
++++++++++++++++++++++++++++++++++
په خړې ځمکې لا اوس هم د وينې رنګ پاتې دی
تاسره کله مونږ جوړيږو،زمونږ جنګ پاتې دی
زما تاريخ دی ليکل شوی په سرو وينو باندې
ستاسې د تومنې نه پخوا هم شړۍ،لنګ پاتې دی
+++++++++++++++++++++++++++++
دخپل قانون نه بل کوم غيري اسلامي نه منو
د روس،پرچم او امريکا څه غلامي نه منو
مونږ دالله پر لاره تل له سر او ماله تېر يو
مونږه سرونه تل شيندلي،سلامي نه منو
++++++++++++++++++++++++
زما په غوږ کې ټکی شوی د غيرت چېغه ده
دا د پښتو،د پښتنو او د ملت چېغه ده
دا ټانکيو،مينکيو،وريماچ دې ستا په سر مات شي
دا د ميرويس او د ابدال او د الفت چېغه ده
+++++++++++++++++++++++++++
دا د تورمخو او سورمخو راته شر معلوم دی
چې نه يې مور او نه يې ورور،نه يې پدر معلوم دی
خدای خبر دا د کوم ځنګل نه ځناور راغلي
چې نه يې لوړه،نه ژوره،نه يې غر معلوم دی
+++++++++++++++++++++++++++
څه چور،تالان يې را ګډ کړی په نښترو باندې
باد لګيدلی په مماڼو او ګورګورو باندې
د تورو خارو سره هر څه تور ښامار وخوړل
چا چې وطن زمونږ خرڅ کړی په ډالرو باندې
++++++++++++++++++++++++++++++
مونږ به پاڅېږو،يوځل بيا به انقلاب راولو
ستا بمباريو ته به سپر شو،په ځان تاب راولو
ته به د نورو په شان هم داسې تک،تور لاړشې
که چېرته تاباندې د سرو ګولو عذاب راولو
++++++++++++++++++++++++++++++++++++
بيا که دنيا د هر افغان په وينو سره ښکاره کړي
دا به قيامت وي،د قيامت به علامه ښکاره کړي
ورور به د ورور وينو ته کېني،وير،فرياد به کوي
دا رڼا ورځ به هم په تاسو توره شپه ښکاره کړي