د لندن نابريالی کنفرانس او طالبانو سره روغه ،جوړه!

ځينې اټکلونه رېښتيا وختل،لندن کنفرانس يوازې د ډله ييزو عکسونو د اخېستلو ځای او راتلونکو ټاکنو ته د برتانوي حکومت کمپاين غونډه وه،په افغانستان کې د وژل شوو او وژل کېدونکو زرګونه کسانو پر مرګ او ژغورنې د کومې هڅې او خواشينۍ نښه پکې نه ليدل کېده.نه پکې چا داياده کړه چې ولسمشر کرزی ولې د نړۍ د دويم فاسد حکومت مشردی،نه چا وويل چې نور نو په نړۍ کې د بېوسو او خوارو خلکو وينه نه تويوو(هم له غريبۍ د عسکر شوو برتانويانو،هم افغانانو او هم وسله والو طالبانو)يوازې پکې ولسمشر او څو تنو نورو يادګاري عکسونه واخېستل او د برتانيې لومړي وزير پکې د خپل ګوند د کمپاين لپاره وويل چې افغان دولت سره نه پخلا کېدونکي وسله وال طالبان په جګړه کې له منځه وړي،ولسمشر کرزي هم پکې وويل د ترهګرۍ اړوندو طالبانو سره نه غږيږي،خو دا يې ونه ښوده چې ترهګري يانې څه؟له دې بله لويه ترهګري څه ده چې که ورځ کې يو ځل نه وي په اونۍ کې خو خامخا افغانستان مېشتي بهرني نېواکګر يوه ولسي سيمه بمباروي،پر ولسي خلکو پکې ډزې کوي،د افغاني ارزښتونو سپکاوی کوي،له دې بله لويه ترهګري څه کېدا ی شي؟زه نه وايم چې پر ولسي خلکو د ځانمرګو او چاودنو کوونکي وسله والو طالبان ترهګر نه دي،ځکه پر دې سترګې نه شي پټيدای خو ولسمشر کرزی او ملګري بهرنيان يې هم پر خپلو ترهګريزو چارو پرده نه شي اچولای،ځکه څرګنده ده چې جګړه له بهره پيل شوې،د بهرنيانو ګټې پکې دي،حامد کرزی،ملاعمر او حکمتيار پکې لکه د يوه فلم څو لوبغاړي په پوه کړی شوي توګه لوبيږي،وينه د ولس توييږي،زوی د هغې کونډې مري چې خاوند يې په جهاد کې وژل شوی او دې له نېستۍ زوی طالبانو يا ملي اردو په نامه وسله والو سره يو لاس کړي.
دا خبرې سره له دې چې ښايي له موضوع لږ څه لېرې به وې خو زموږ د نېکټايي اغوستونکو تش په نامه کارپوهانو دبې ځايه شننو او د پردو او منحصرو ډلو لخوا د ورکړل شوو خبرو يو ځواب به خامخا وي،اوس به څوک وي چې د همدې لندن کنفرانس له کمپاينر کارپوه څخه وپوښتي چې صيبه!څه شوه طالبانو سره د ولسمشر کرزي د سولې طرحه چې تايادوله؟څه شوې د تش په نومو نړيوالو هغه ژمنې چې ووايي په دغه کال کې خپل سرتېري له افغانستانه باسو؟
د لندن کنفرانس په اړه د سياست يوه استاد دا نيوکه هم لرله چې ويناوالو يې له دپلوماتيکو اصولو هاخوا خبرې کولې چې دا هم يو ريښتينی او پر ځای حقيقت دی.
پورتنيو يادو او نايادو خبرو ته په پام سره سړی ويلای شي چې لندن کنفرانس يو نابريالی،د برتانوي ګټو د ساتنې او يو سمبوليک کنفرانس و او افغانانو ته څه ګټه او د درد دوانه شي لرلای.