
موږ څومره ساده ګان يو،څه په اسانه خوشاله وو چې ولسمشر کرزی وړانديز کوي او بهرنيان له خپل تورلېسته د افغان طالب مشرانو نومونه لېرې کوي.
زموږ خلکو چې ورته دروغجنووعدو تل غولولي او پر بلا ستونزو اړولي،دا ګڼله چې نوره يې پر وينو سودا پای ته رسيږي،نور به بمبار او ځانمرګی پرې نه کېږي،نور به د ترهګرو او جګړه خوښونکو نوم يې لکه د تخلص ملګری نه وي او…
د ولسمشر کرزي له وروستيو خبرو هم په غالب ګومان دا ښکارېدل چې نور يې پر ولس درد،ژړا او وير نه لوريږي،نور نه غواړي د نړۍ د دويم مفسد هېواد د ولسمشر په توګه يې نوم واخېستل شي او نور نه غواړي خپله هم که په رېښتينې توګه نه وي نو همداسې د رسنيو او خلکو پر وړاندې اوښکې تويې کړي!
خو داسې ونه شول،د هغه خبرې که هرڅنګه وې،د هر افغان د زړه د تل خبرې وې،د هر چا غوښتنه وه او د ټولو په ګټه تماميدونکی وړانديزو،خو له بده مرغه چې تش په نومې نړيوالې ټولنې چې يوازې د څو هېوادونو د ګټو خوندي والی يې موخه دا ده،دا خبره ونه منله چې د افغانستان بچي دې نور د ترهګرو په نامه ياد نه شي او له دې لارې دوی پر افغانستان،سيمې او نړۍ خپل راج ته د پای ټکی کېږدي.
د ولسمشر کرزي په وروستي وړانديز سره نه پوهېږم چې څومره رېښتينی،د ده په خوښه او ناپلان شوی کاربه و،د نړۍ د امنيت شورا په نامه د ناامنۍ شورا دا وښوده چې دوی ته يوازې خپلې ګټې اړينې دي،دوی يوازې د خپل امنيت هڅه کوي ان هغه که د خلکو د وژنې،د يوه هېواد د ورانونې او تر دې د پورته او قيمتو تلفاتو په بيه هم وي.
اوس هغه خبره چې افغانان يې بايد منلو ته پوره غاړه کېږدي،دا ده چې جګړه د همدې بهرنيانو ده،ګټې د همدوی دي،وژنې هسې دوی کوي،هېواد هسې د دوی ورانيږي،تاريخ هسې د دوی رنګ بايلي او ارزښتونه هسې د دوی پايماليږي.
زه وايم که طالبان د روانې جګړې يوه برخه نه وي،شتوالی يې دپلان له مخې د بهرنيانو د يرغل پلمه نه وي ګرځېدلې او دوی هم لکه چې وېل کېږي له همدغو بهرنيو هېوادونو اکمالات او وسلې د هغوی د ګټو د پوره کولو لپاره نه ترلاسه کوي او د دوی(طالبانو)په ادعا داسلام،هېواد او ارزښتونو په ننګه جنګيږي،په مهربانۍ سره دې نوره دا پلمه له منځه يوسي،که د دوی جګړه عقيدوي بڼه لري،دوی دې ملت ته وښيی چې که رېښتيا هم دوی د عقيدې پربنسټ جنګيږي،رادې شي هغه مرګ چې دې جګړه کې دوی ته شهادت ښکاري،پرځان ومني،مخامخه جګړه دې وکړي،خپله ملاصيب محمد عمر اخند،خپله انجينر صيب ګلبدين حکمتيار دې پکې برخه واخلي،ځانمرګی دې نه کوي،له چاودنې دې لاس واخلي،پرې دې ږدي چې نور د دوی او هم شانو خلکو په لوبو کې نور ولس ونه وژل شي،نوردې پر ولس زړه وسيزي او که داسې نه کړي،نو له روانې جګړې چې نه يې پکې کوم زوی،ورور يا بل څوک برخه لري،لاس واخلي،د نورو وژنه دې بس کړي او که داسې نه کړي نو ولس او زه خپله په دې اند يو چې جګړه پلان شوې جګړه ده،دمخالفينو په نامه خلک يې له بهره اکمال کېږي څو دلته د بهرنيانو د شتوالي لامل ولري.