
پوهنمل محمود نظري
یو چا له لقمان حکیم څخه وپوښتل:
ادب دی له چا زده کړ؟
هغه يي په ځواب کې وویل:
د بې ادبو.
(د هغو له هر بد کار څخه مې ځان وژغوره)
نگويند از سر بازيچه حرفى
كزان پندى نگيرد صاحب هوش
و گر صد باب حكمت پيش نادان
بخوانند آيدش بازيچه در گوش
نشته د ټوکو داسې توری
چې پند ترې وانخلی هوښیار
که سل حکمتونه ووایې نادان ته
غوږ ته يې ورځي خبرې بیکار
***
دخدای (ج) په لطف یو ډیر بد او خراب سړی سمي لارې ته هدایت او ډیر ښه سړی شو
مګر خلکو بیا هم د هغه پسې بد ویل پر هغه يې اعتبار نه کیده چې ښه او سړی شوی دی
به عذر و توبه توان رستن از عذاب خداى
ولیك مى نتوان از زبان مردم رست
په توبه بښی خدای عذاب
مګر نه ژغورل کیږی د خلکو له خولو
هغه یو بل ډیر ښه سړی ته ورغی او هغه ته يې له خلکوګیله وکړه چې بد ور پسې وايي
هغه محترم ورته وویل:
ددې نعمت شکر څرنګه ادا کوې چې ته تر هغه ښه يې چې خلک تا ګڼي
چند گویى كه بداندیش و حسود
عیب جویان من مسكینند؟
كه به خون ریختنم برخیزند
گه به بد خواستنم بنشینند
نیك باشى و بدت گوید خلق
به كه بد باشى و نیكت بینند
ماته وایي خلک بد او بخیل
پرما مسکین تړی ډیرعیبونه
کله مي وینو تویولو ته شي ولاړ
کله مي په ناسته کوي غیبتونه
نیک اوسه که څه بد دي بولي خلک
نه بد چې کوی ستا صفتونه
زه سر تر پایه تقصیر یم مګر خلک ما ښه بولی باید زه غمجن شم ته ولي غمجن يي؟
در بسته به روى خود ز مردم
تا عیب نگسترند ما را
در بسته چه سود و عالم الغیب
داناى نهان و آشكارا
ځان پټول له خلکو
چی عیب ونه وایي زما
تړلی ور څه ګټه لري چې
عالم غیب ته ټول دي اشکارا
***
یو پاچا له دیو لوی خطر بچ شو نو داشرفیو یو کڅوڼه يې خپل یو مریي ته ورکړه چې پالوالو (پارسایانو) ته يې ورکړي
دهغه مریي چی ډیر هوښیار و هره ورځ د پالوالو پسې ګرځید او دشپې به يې بیرته هغه کڅوڼه د پاچا مخي ته ایښوله
او ویل یې:
هر څه چی پلټم یو زاهد او پالوال نه شته
پاچا په غوسه ترې وپوښتل: دا څه وایي زه خبر یم چې څلور سوه پرهیزګاران او پالوالان په هیواد کې شته
هوښيار مریي سمدستی ځواب ورکړ : اعليحضرتا! هغه چې پالوال دی پیسې نه اخلي او هغه چې پيسې غواړی هغه پالوال نه دي
پاچا وخندل او درباریانو ته یې وویل : څومره چې زه پالوالو ته ارادت لرم دا ګستاخ مریي له هغو سره دوشمني لري لیکن ښه هم وایي هغه چې پيسې غواړی هغه پالوالان نه دي
زاهد كه درم گرفت و دينار
زاهدتر از او يكى به دست آر
زاهد چی اخلی درم او دینار
د هغه نه لازاهده پیدا کړه
***
د لبنان یو پير ددمشق جامع ته ولاړ او هلته يې د اودس تازه کولو په وخت کې پښه وښویده او د اوبو دنډ ته ولوید او مریدانو يي هغه په ډیر ربړ راویست.
له لمانځه وروسته یو سړی ترې وپوښتل :
اجازه ده یوه پوښتنه وکړم؟
هغه اجازه ورکړه
هغه وپوښتل: زما په یاد دی چې د مغرب پر دریاب تیریدی ان پښته لا لنده نشوه نو دا څرنګه شوه چې نژدې په دې حوض کې ډوب شوی وای
هغه له لږ سوچ وروسته ځواب ورکړ :
د نیکانو او اولیاو مشاهده او مکاشفه د ښکاره او پټو تر منځ ده یانی تل په یو حال نه وی کله دکراماتو خاوند او مخالف د عاداتو وي او کله لکه نور خلک
اُشاهِدُ مَنْ اَهوى بِغَيْر وَسيلة
فَيَلْحَقُنى شَأنٌ اَضلُّ طَريقاً
***
یو بخیل سړي یو ناروغ زوی درلود یو چا ورته سلا ورکړه : د قران شریف ختم وکړه یو پسه یا اوښ حلال اوغوښه یې صدقه کړه
هغه بخیل د لږ فکر وروسته وویل:
د قران شریف ختم ښه کار دی
یوښه سړی د هغه ددې خبرې په ځواب کې وویل:
د قران شریف ختم يې ځکه خوښ دی چې د ژبې کار دی زحمت او خرڅ نه لری پر ځان د تړلو زرو خرڅول مشکل کار دی
دريغا گردن طاعت نهادن
گرش همره نبودى دست دادن
به دينارى چو خر در گل بمانند
ورالحمدى بخوانى ، صد بخوانند
حیف د هغې غاړې چې یې ایښی طاعت ته
چي دکرم لاسونه يی خلاص نه وي
په یو دینار لکه خر په خټو کې بندیږی
که وغواړی حمد درته یې سل واري تکراروي
***
یو سړی یو ډیر ښکلی مریي درلود او له هغه سره یې مسخرې او ساتیري کوله
هغه سړی خپل یو دوست ته ویل:
ښه ښکلی مریي دی کاشکې بې ادبه او ژبه ور نه وای
دوست یې په ځواب کې ویل :
اې وروره! چې له چا د مینې او دوستي اړیکې غواړې له هغه څخه نور د چو پړ او ادب تمه مه لره ځکه د عاشق او معشوق تر منځه د مالک او مریي اړیکه نه وي
خواجه با بنده پرى رخسار
چون درآمد به بازى و خنده
نه عجب كو چو خواجه حكم كند
وين كشد بار ناز چون بنده
خواجه که دخپل ښکلي مریي سره
وکړی ساتیری خندا او مینه
عجبه نه ده چې مریي شي خواجه
خواجه به با ر وړی او ناز به کوی هغه
***
یو غله یوګدا ته ویل:
نه شرمیږې، چې د څه پيسو لپاره هر کس او ناکس ته لاس نیسی
هغه ځواب ورکړ
دست دراز از پى يك حبه سيم
به كه ببرند به دانگى و نيم
لاس غزول ښه دی دپاره د یوه پيسه
نه لاس پري کول د ډوډۍ په یوه ګوله
***
يو هډور او پنډ بیړا چې ډیر ښه ګران کالي يې اغوستي وه پریو عربي آس سپور او مصری ورېښمنه لونګی یې تړلې وه تیریده
یو سړي له سعدي څخه وپوښتل:
دا ورېښمین کالي اغوستونکی ځناور وینې
هغه ځواب ورکړ:
هو هغه د انسان په بڼه یو خر دی، هغه سخوندر دی چې رمباړې يې د غوا دی باید ووایم یو ه ښه څیره تر زروورېښمینو کالو ښه ده
به آدمى نتوان گفت ماند اين حيوان
مگر دراعه و دستار و نقش بيرونش
بگرد در همه اسباب و ملك و هستى او
كه هيچ چيز نبينى حلال جز خونش
داسې حیوان ته نشوای ویلی انسان
مګر یې کالي لونګي اوظاهری جوله
که د هغه ټوله اسباب ملک او هستی وپلټی
ټول دی حرام بیله د هغه وینه
***
هیڅ وخت له زماني دومره نه وم ځوریدلی لکه هغه مهال چې بوټونه مې څیري شوی وه او پیسې مي هم نه درلودې چې نور رانیسم په همدې چرتونو کې د کوفې مسجد ته ننوتلم هلته مې یو سړی ولید چی پښې يې نه درلودی
له ځانه سره مې په شکر وویل:
زه بوټونه نه لرم ، هغه پښې نه لری