د عشق خبرې

ګرانې دی د عشق خبرې ګرانې دي
ګوری چی د ښار نجونې ناځوانې دي

زلفو باند ی خپل مخ ته نقاب جوړ کړي
ورځ کړی توره شپه او بيا روانې دي

تــه کـــه مسلمانه يي منمـــــه دې
ستا خو شوخې سترګې کافرانې دي

زخم مې په زړه کې لا مسکی ښکاري
ســــتا د بڼــــــو غيشی لا روانـــی دي

ستا د تکو سرو شوڼډو غوټۍ کې تل
د خــــوار حفيظ مليار وينې روانې دی
عبدالحفيظ مليار ويانا داتريش ښار