اقتصاد پېژندنه/ (۱۴ مه برخه)

د وروستۍ افادې د کمښت قانون
Law of Dinimishing Marginal Utlity
موږ په ورځني ژوند کې وينو کله چې موږ د کوم توکي کارونه پيل کړو، په لومړي سر کې دا توکي موږ ته ډېر سکون راکوي، افاده يې هم ډېره وي، خو کله چې موږ دا توکی په مسلسله توګه وکاروو، نو افاديت يې هم ورو ورو کمېږي، اخر يو داسې وخت راځي چې موږ د دې توکي کارول بندوو په اقتصاد کې د انسان دې کړنې ته د وروستۍ افادې د کمښت قانون وايي . په اقتصاد کې د شتمنۍ د وېش مهم او اساسي قانون دی. دا قانون د ايج ايج ګوسن له خوا په ۱۸۵۴ميلادي کال کې وړاندې شو چې وروسته بيا مارشال په ښه انداز وړاندې کړ او وايي چې:
که نور عوامل ثابت وي د يو توکي د هرې برخې له کارونې وروسته د هغه په افاديت کې نسبت وروسته ته کمښت راشي، نو د وروستی  افادې د کمښت قانون ورته وايي .ډاکتر مارشال په دې اړه وايي:
 په يو وخت کې يو ډول توکي مسلسل کارول د هغه توکي د نورو په کارولو سره د هغه په افاديت کې کمښت راځي.
همدارنګه چيپ مين په دې اړه وايي:
 کله چې يو توکی له موږ سره په ډېره پيمانه شتون ولري نو موږ يې په ډېره کمه پيمانه د نور غوښتو تمه لرو.

د شربت ګيلاس
ټوله افاده
وروستۍ افاده
1
12
12
2
22
10=12-22
3
30
8=22-30
4
36
6=30-36
5
40
 4=36-40
6
42
2=40-42
7
43
1=42-43
په پورتني جدول کې لیدل کيږي چې د شربتو د لومړي ګيلاس د لګښت له کبله ټوله افاده دولس او وروستی افاده يې هم دولس ده، خو کله چې دويم ګيلاس و څښو ټوله افاده يې دوه وېشت کېږي او وروستۍ افاده يې کمېږي، همداسې د درېو، څلورو او نورو ګيلاسونو په کارونې سره په وروستی افاده کې کمښت راځي.
کولای شو په ګراف کې هم روښانه کړو:
 
C:UsersRohiDownloadsCapture.PNG
 
په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې کله چې لومړی ګيلاس وکارول شي وروستۍ افاده دولس کېږي، خو کله چې دويم وکارول شي وروستۍ افاده لسو ته راښکته کېږي او ګراف نزولي سير نيسي.
د وروستۍ افادې د کمښت د قانون فرضيې د اقتصاد په علم کې هم د نورو قوانيو په څير د يو قانون د سم ثابتولو لپاره بايد يو څو خبرې فرض کړي چې دې ته د قانون فرضیې ويل کېږي. دا په دې مانا چې که دا فرضیې شتون لري   قانون سم ثابتېږي او که نه سم نه ثابتېږي، د وروستۍ افادې د کمښت قانون لاندې فرضیې لري:
۱- د برخو مناسب مقدار: د وروستۍ افادې د سم ثابتولو لپاره بايد د توکي ټولې برخې مناسبې وي، که چېرته برخې ډېرې کوچنۍ وي، نو وروستۍ افاده د کمښت پر ځای نوره هم زياتېږي، د ساري په توګه: کله چې يو انسان تږی وي د دې پر ځای چې يو ګيلاس اوبه ورکړل شي، يو غړپ ورکول کېږي، نو دهغه تنده لا پسې ډېرېږي او کمېږي نه او که د غړپ پر ځای يو ګيلاس ورکړل شي، نو سمدلاسه يې وروستی افاديت کميږي.
۲- يو شان ځانګړتياوې: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره دا خبره هم بايد فرض کړای شي د کوم توکي برخې چې کارول کېږي، بايد يو ډول بڼه او ځانګړتياوې ولري، د هرې برخې وزن، بڼه حجم او خوند بايد يو شان وي.د ساري په توګه: کله چې موږ مڼه معيار نيسو، ټولې مڼې بايد يو شان وي، داسې نه چې يوه کوچنۍ او بله غټه وي او یا يې هم په خوند کې توپير وي.
۳- مسلسل کارول: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره دا خبره هم بايد په نظر کې ونيول شي چې توکي بايد په مسلسله توګه وکارول شي او که مسلسل ونه کارول شي، دا قانون سم نه ثابتيږی. د ساري په توګه: که يو شخص يوه مڼه سهار او يوه ماښام وخوري نو د مڼې افاده نه کمېږي.
۴- د مصرفوونکو عايد: د دې قانون سم ثابتولو لپاره يو شرط دا هم دی چې د مصرفونکي په عاید کې باید تغیر را نه شي . د ساري په توګه: که یو مامور تنخوا کمه وي او له باسیکل څخه کار اخلي خو کله چې یې تنخوا لوړه شي نو موټر رانیسي او د باسیکل افاده ورته صفر کېږي .
۵- رفع کوونکي په عوايدو کې تبدیلي رانشي ځکه کله چې يو انسان عادي مامور او يو باسيکل لري، خو کله چې دا انسان وزير شي نو سمدلاسه موټر اخلي نو دلته د باسيکل افاده صفر کېږي دا په داسې حال کې ده چې له دې انسان سره د باسيکلونو په شمېر کې زياتوالی نه دی راغلی.
همدرانګه د مصرفوونکي په ذهنيت کې بدلون هم دا قانون سم نه ثابتوي ځکه يو شخص ام خوري خو کله چې په ياد شي چې ډاکتر له ام څخه منع کړی سمدلاسه د ام خوړل دروي نو دلته خو د ام په افاديت کې کمښت نه راځي بلکې د انسان په ذهن کې بدلون راځي.
۶- په دود او دستور کې توپير: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره دا خبره هم بايد په پام کې ونيول شي چې د خلکو په دود دستور کې توپير نه وي راغلی ځکه کله چې د يو توکي دود لاړ شي خلک يې نه اخلي دا په داسې حال کې ده چې د توکو په مقدار کې به بدلون نه وي راغلی مګر افاديت به يې کم شوی وي.
د وروستۍ افادې د کمښت د قانون استثنات يا حدود: ځینې وختونه داسې وي چې دا قانون هلته نه تطبيقيږي اويا د يو څه وخت لپاره معطليږي چې دې حالت ته موږ د قانون حدود يا استثنات وايو د وروستۍ افادې د کمښت قانون لاندې استثنات لري:
● پوهه او هنر: د پوهې او هنر د ترلاسه کولو برخه کې دا قانون تر ډېره نه تطبيقيږي د پوهې د ترلاسه کولو لپاره چې يو انسان څومره مطالعه کوي علاقه يې لا پسې ډېريږي. که غور وکړو کله چې انسان يو کتاب څو څو ځله مطالعه کړي نو زړه يې ور څخه توريږی چې د پوهې او هنر په برخه کې هم دا قانون تر يو بريده تطبيقيږي.
● پيسې او شتمني: د پيسو او شتمني په برخه کې هم دا قانون سم نه ثابتيږي ځکه انسان په طبيعي لحاظ حريص دی که پيسې او شتمني په ډېر مقدار ولري نورې هم غواړي د دې لامل دا دی چې د انسان غوښتنې نسبت وسايلو ته ډېرې دي نو ځکه تل د خپلو غوښتنو د پوره کولو په موخه د پيسو او شتمني د ترلاسه کولو په موخه هلې ځلې کوي.
● کارول او د شمېر زیاتوالی: ځینې داسې توکي شته چې څومره ډېر کارول کېږي او په شمېر کې ډېرښت راشي افاديت يې نه کميږي د ساري په توګه: که په يو ښار کې موبايل ډېر شي نو ډېر خلک يې کاروي افاديت يې نور هم ډېريږي.
● ځان ښودنه او ننداره: هر انسان په فطري ډول ځانخوښی وي د نورو په وړاندې د عزت د ترلاسه کولو په موخه په ځان ښودنه او ننداره ډېر زيار باسي هغه د ځان ښودنې او نندارې وسايل ډېر کاروي چې د دې توکو په ډېر کارولو سره يې افاديت نه کميږي نو ځکه په دې توکو دا قانون تطبيقيږي همدارنګه انسان تل د اقتدار او واک په ترلاسه کولو پسې ګرځي او هر څومره چې ډېر تر لاسه کړي افاديت يې نه کميږي لاپسې ډېريږي د دې تر څنګ په نشه يي توکو هم دا قانون نه طبيقيږي ځکه د نشه يی توکو مسلسل کارول د انسان عادت ګرځي او تل هڅه کې چې ډېر تر لاسه کړي او افاديت يې نه کميږي.
د وروستۍ افادې د کمښت قانون له فرضیو او استثناتو سره سره بيا هم ډېر مهم قانون دی او په دې هر هوښيار انسان پوهيږي چې د يو توکي مسلسل کارولو سره د هغه افاديت کميږي. د تقاضا قانون هم د وروستۍ افادې د کمښت په قانون ولاړ دی د وروستۍ افادې دکمښت قانون له مخې د يو توکي ډېر کارول د هغه په افاديت کې کمښت راځي نو له دې کبله مصرفوونکي غواړي د يو توکي نور وپيري چې د هغه قيمت ټيت شي چې د انسان له دې چلند څخه د تقاضا قانون اخيستل شوی او هغه دا ده چې د قيمت په ټيټوالي سره تقاضا ډېريږي او د قيمت په جګوالي سره تقاضا کميږي،همدارنګه مصرفوونکي ته لارښونه کوي چې هغه بايد دومره توکي وپيري چې وروستۍ افاده يې له قيمت سره برابره وي که وروستۍ افاده يې له قيمت څخه ډېره وي نور اخلي اوکه نه همدارنګه د قيمت په ټاکلو کې هم له موږ سره مرسته کوي ځکه موږ هغه توکي پيرو چې قيمت او افاده يې سره مساوي وي د دتر څنګ د ماليې په ټاکلو کې هم دا قانون له موږ سره مرسته کوي ځکه شتمن بايد ډېره ماليه ورکړي ځکه له هغو سره شتمني ډېر شتون لري او افاديت يې هم ورته ډېر نه وي او غريب بايد لږ ورکړي ځکه له هغو سره شتمني کمه کوي او ډېر افاديت ورته لري.