ښاپېرۍ

ما ته پر قاف اووښتل ګران نه ښکاري
د تور او سپین دیو دې پروا نه لرم
د بلاګانو په مذهب پوهېږم
د ښاپېریو د لمبا په ډنډ کې
ستا لوڅو, ښکلو, نخره ګرو سوېليو په لور
هسې ورګورم هم نه
خو زما ښکلې لښتې
ډېرې ګیلې مه کوه
دغه ساړه بادونه
د اور لمبې هم وژني