د ښوونکو لپاره څو ښکلې غونډلې یا جملې

آلبرت اینشتین وايي:
۱ـ ۲۲کاله مې د ښوونکي دنده تر سره کړه، خو هېڅ وخت مې حاضري نه لرله، ځکه ټولګی باید دومره زړه راښکوونکی وي، چې زده کوونکي پرته له حاضرۍ ټولګي ته راشي.
۲ـ هېڅکله مې هڅه نه ده کړې تر څو ټولګی مې غمجن او ستړی وساتم، ځکه ټولګی د زده کوونکو دوهم کور دی.
۳ـ کوم زده کوونکی، چې وروسته او ناوخته راغی ټولګي ته مې پرېښود ځکه پوهېدم که ۱۰ دقیقي هم ټولګي ته راشي یعنې د خپلې زده کړې او کار په وړاندې د مسئولیت احساس لري.
۴ـ هېڅکله مې له دوه ځلو څخه خپله خبره ډېره تکرار نکړه، ځکه دومره خوندور درس مې ورکاوه، چې هېچا ونه ویل د دریم ځل لپاره یې تکرار کړه.
۵ـ هېڅکله مې ۹۰ دقیقې درس ورنکړ، ځکه پوهېدم ټول زده کوونکي يو ډول نه دي ځینې تیز هوشه او ځينې ضعیف دي.
۶ـ هېڅکله مې کوم زده کوونکی نغدي جریمه نکړ او کومه جریمه مې هم ورته ونه ټاکله ځکه پوهېدم، چې کوم یو به یتیم یا هم بېوزله وي.
۷ـ هېڅکله مې کوم زده کوونکی د ټولګي په دروازه کې په تمه پرېنښود، ځکه پوهېدم د دروازې په څټ کې درېدل یعنې د غرور ماتېدل.
۸ـ هېڅکله مې انفرادي سزا ورنکړه، ټولو ته مې سزا ورکړه، ځکه پوهېدم ټولو ته سزا ورکول د دوی لپاره د سرګرمۍ لامل ګرځي او انفرادي بیا غرور ماتوي.
۹ـ زده کوونکی مې د تختې مخې ته را وغوښت پوهېدم، چې چېرته پاتې راځي، خو پوښتنه مې ترې ونکړه تر څو د نورو زده کوونکو په وړاندې ټيټ رانشي.