دپاکستان تاریخ څخه اخېستنه

د پاکستان تاريخ يو کوچنى کتاب دى تقريبان پنځوس يا شييته صفحې لري کله چې د پيښور زراعتي پوهنتون کې وم په لمړي سمستر کې مو همدا کتاب لوسته د کتاب نوم دى (نظريه پاکستان) دغه کتاب په نظريه پاکستان، دو قومي نظريه، محمدعلي جناح ، مسلم ليګ ق او يو لړ نورو موضوعاتو را څرخيږي.
دغه کتاب د پاکستان توليدات او اقتصاد هم ښيي، خو دا کتاب د پښتون قوم په اړه بيخي خاموش دى هلته نه د خان عبدلغفار خان، نه د شهيد صمدخان نه د فقير AP نه د عجب خان افريدي او بالاخره د هيڅ پښتون مشر په مورد بحث نه کوي نه يي کارنامې بيانوي او نه يي ميړانې او اتلولى ښيي هو رښتيا چې هغه پښتون قام نن په پاکستان کې ټوټه ټوټه پروت دى ، د باچاخان روح د ښاد وي د پښتنو لپاره يي زياته مبارزه وکړه يوديرش کاله جيل وهل او ټکول يي وزغمل خو ده غوښته چې پښتون قام يو ازاد او خپلواک قام وي او همدارنګه د خدايي تحريک نورو خدمتګارانو هم ده هغه سره اوږه په اوږه خپلې قربانى ورکړې په بابړه کې د شپږ زرو څخه زياتو خدايي خدمتګارانو شهيديدل د هغوي قرباني ښيي د خان  صمد خان مبارزه ، د AP فقير سرښندنې ، د انګريزانو سره د عجب خان افريدي جنګونه د پښتنو مبارزه ښيي ، هيڅ څوک نه شي کولى د کوزې پښتونخوا د پښتنو د سرښندنو څخه سترګې پټې کړي ، که د پاکستان برق په نظر ونيسو نو تر ټولو ستر ډيم يي په همدې خيبر پښتونخوا کې دى ګاز او تيل يي له بلوچستان سره دي پنجاب اوس هم د پښتنو او بلوچو په طبعي زيرمو خيټه اچولي هيڅ پښتون ته خپل حق نه دى رسيدلى د پښتنو سياسي مشران اوس هم وژل کيږي ، د کوزې پښنونخوا ځوان نسل د خپل پښتني تاريخ څخه ناخبره دى اکثره يي په خپله مورنى ژبه ليک لوست نه شي کولى باچا خان وايي که غواړې چې کوم قوم له منځه لاړ شي نو لمړى يي بايد ژبه له منځه يوسې  ، اوس وخت دى چې د کوزې پښتونخوا ملتپاله ګوندونه سره راټول او متحد شي د خپل قوم د استقلال لپاره مبارزه وکړي که خداى مه کړه اوس متحد نه شي بيا داسې چانس په لاس نه راځي