د کائناتو په دې پراخه او ارته سینه کې مینه هغه خوږ جوهر دی چې انسان د ژوند په خوند او معنا پوهوي، ځینې پوهان دي چې مینې ته د ژوند او ژوند ته د مینې نوم ورکوي، دوی وايي مینه له ژوند او ژوند له مینې پرته هیڅ معنا نه لري. مینه پوهانو، صوفیانو، فیلسوفانو، ارواپوهانو او شاعرانو د خپلې پوهې او تجربو له مخې تعریف کړې ده، څرنګه چې د ښکلا په تعریف کې پوهان په یوه خوله نه دي او د ښکلا لپاره کوم جامع او ځانګړی تعریف نه دی پیداکړی نو مینه هم کوم جامع تعریف نه لري. د مینې واحد لا تراوسه په لاس نه دی راغلی چې مینه پرې وتلو، د ابجدو له مخې مینه څلور توري لري، د مینې توري په ګڼ شمیر ژبو کې څلور توري لري یعنې د مینې جوړښت څلور توري دي، په پښتو ژبه کې مینه، په اردو کې پیار، په دري او نور ډېرو ژبو کې ورته محبت په انګلیسي کې ورته Love وايي. دېته ورته د نړۍ په نورو ژبو کې دغه خوږه کلیمه څلور توري لري، ارواپوهان د مینې په هکله وايي چې د انسان برخلیک له ماشومتوبه معلومیږي، که ماشوم ته په کوچنیوالي کې مینه ورکړل شي، نو ماشوم چې څومره لوییږي نو له مینه ورکوونکي شخص سره یې مینه زیاتیږي، مینه په انسانانو کې د عقل په څېر په فطري او ذاتي ډول موجوده وي، یوازې څرګندول او برسیره کول یې وخت ته اړتیا لري، په ژوند کې مینه له هغه چاسره کیږي چې د معشوق نوم ورته ورکړل شوی وي، هغه که مور پلار وي، که خدای وي او که د ژوند ملګرې، د عشق او مینه ناک سلوک په هکله د تولستوی په انا کارنینا کې له نیکولای سره د کیتي غوره سلوک د مینې د راپرزولو لپاره یو لار په ګوته شوې چې په لنډه توګه یې بیانوم .د تولستوی د اناکارنینا رومان یوه ښکلې صحنه هغه وخت جوړیږي چې د رومان اتل لوین خبریږي چې مشر ورور یې نیکولای د ګور پر غاړه شپې سبا کوي، نیکولای ټول ژوند له اشرافي چاپیریال څخه چې دی په کې زیږیدلی وه لرې له افراطي سیاستوالو سره په بیخودۍ او بیهوده ګې تیر کړ، له پلار څخه پاتې میراث یې ټول په ناکامو بشردوستانه طرحو او میخانو کې په شراب څښلو او مدهوشۍ مصرف کړ، هغه په مدهوشۍ او بیخودۍ کې له ژونده خوند اخیست، د اونۍ ډېرې ورځې یې په میخانو کې تیرولې، شراب یې ورځیني خواړه ګرځېدلي وه، له یوې فاحشې ښځې او شرابو سره یې ژوند تیروه، نیکولای تل د شرابو په نیشه کې ډوب وه، خو په ژوند کې یې یوازینی عادت له انسانیت سره مینه وه. که څه له وړاندې د دواړو وروڼو نیکولای اولوین ترمنځ شخړه شوې وه، خو اوس داسې ښکاریده چې ټوله ملامتیا د نیکولای په غاړه واچول شوې وي، اوس لوین پریکړه کړې چې د مشر ورور نیکولای لیدو ته لاړه شي، په پیل د هغه میرمن کیتي نه پریږدي چې خاوند یې د مشر ورور لید ته لاړ شي، ځکه کیتي سره دا ویره وه چې دواړه وروڼه یو ځل بیا سره لاس ګریوان نه شي. له ډېرو خنډونو او خبرو سره بیا هم دواړه په دې سلا شول چې د خپل ورور او لیور نیکولای لیدو ته لاړ شي. کله چې لوین د نیکولای حالت ویني نو له ډېرې خواشینۍ یې زړه ټوټه ټوټه کیږي،« نیکولای په یوه داسې کوټه کې بیخوده پروت وه چې د چت خاورو یې د ځمکې فرش محاصره کړی وه، بیخونده بوی یې د کوټې له کړکیو څخه باندې هم حس کېده، توره تیاره کوټه له هرې خوا بوی، خاورو او نورو چټلیو محاصره کړې وه، نیکولای په یو زوړ کټ او خیرنې کمپلې لاندې پروت وه، د لوین په لیدو سره یې په ښکلو سترګو کې اوښکې او د ملامتیا نښې وبریښېدې، شونډې یې په لړزېدو شوې، په څېره کې یې له ورایه ښکارېده چې په خپلې ملامتیا سترګې نه پټوي، په داسې حال کې چې نیکولای یو زړه سواندی او مهربانه شخصیت نه وه، ځکه ددې رومان په لومړیو برخو کې به مو لوستلي وي چې هغه له خپلې ملګرې ماشا سره هم ډېر ناوړه چلند کاوه، زړه یې د کاڼي په څېر کلک وه.
کیتي په دې هڅه کې وه چې د نیکولای په کوټه کې پرې بیخوندۍ او ځورونه غالبه نه شي، هغې به ځانته د خوښۍ او پاکوالي احساس ورکاوه، په بستره کې به یې د نیکولای ټپونه پاکول او کوښښ یې کاوه چې د هغه بدرنګه څېرې ته ارامتیا او د هغه شته ښکلا بیرته راښکاره کړي، خو د کیتي دا کار یوازې د عمل په پوړ کې نه دی، یا دا چې هغه غواړي یوازې د ناروغ نیکولای روغتیا ښه شي او وکولای شي د پخوا په څېر ژوند وکړي، کیتي نه غوښتل چې یوازې د نیکولای ظاهري حالت په هکله فکر وکړي، هغې غوښتل چې نیکولای باید له هر پلوه د ښه صحت خاوند شي، ځکه هغه یو مینه ناک او په انسانیت مئین شخص وه. هغه پوهېده چې نیکولای د مینې، مهربانۍ، سپیڅلتیا او تسلي مستحق دی، د صحت ښه والي لپاره یې باید ډېره پاملرنه وشي. هغه وایي که څه هم نیکولای اوس د یوې کرکجنې څېرې خاوند وه، خو هغې په ټوله معنا د کرکې پرځای له نیکولای سره مینه کوله او دا یې د انسانیت نښه بلله. له دې سره د نیکولای د وینې په رګونو کې د کیتي مینې جریان پیداکړ، کیتي نه یوازې د نیکولای د جسماني حالت په هکله فکر کاوه، بلکې کوښښ یې دا وه چې زړه یې خوشحاله وساتي، دلته چې د نیکولای او کیتي ترمنځ کومه مینه پیداکیږي، فضل، کمال او مهرباني نه، بلکې اړتیا او کمزورتیا بلل کیږي.
تولستوی دلته د مینې یو انځور باسي، په دې انځور کې معلومیږي چې عیسی ع له خدای ج سره د غره په سره ګوري او خپل رب ورته نصحیت او لارښوونې کوي، عیسی ع خدایي مینه په ډېر کمزورتیا، فقر او محرومې سره بیانوي، هغه وايي خدای ج له ماسره دومره مینه درلوده چې زه یې په خپلې کمزورې او فقیرې ژبه نه شم بیانولی، کیتي او نیکولای ددې مینې یوه بیلګه ده، کیتي ورسره خورا مینه درلوده خو نیکولای د خپلې کمزورتیا او فقر له امله د هغې د مینې بیانولو لپاره الفاظ او جرئت نه درلود.
مینه یوه نا تعریف شوې کلیمه ده، او مینه کول، په پوره درناوي او مهرباني سره د یو چا د ستاینې او تفسیرولو په معنی ده، یا د بل چا په وړاندې د ښه نظر لرل دي. همدا ډول د یو چا په هکله د ګټورو او رښتینو واقعیتونو بیانولو ته هم مینه کول ویل کیږي، کله کله موږ د یو چا عیبونو ته وګورو او ددې عیبونو له مخې خلک سپکوو، زموږ عادت دی چې د واقعیتونو له چوکاټ څخه پښه بیرون وباسو. دا بیخي منطقي ده چې د کینې او غوسې اساس کله کله فرضي هم وي او دا هغه څه دي چې د نورو د نیتونو په هکله له موږ سره موجود دي. مینه په الزامي ډول د نورو په هکله ښې انګیزې رامنځته کوي، خو په دې برخه کې ممکن په هغه څه پوه نه شو چې د نورو په زړونو کې تیریږي.
که بیرته په اناکارنینا کې د نیکولای د بستر صحنې ته وګرځو، نو کولای شو چې له نیکولای سره دکیتي د مینه ناک چلند له مخې د هغې مینه تعبیر او تفسیر کړو او دا ډېره مهمه ده چې له نیکولای سره د کیتي مینه د همدې سلوک له مخې تفسیر او تعبیر شي، کله چې کیتي له نیکولای سره د هغه د جسماني حالت د ښه والي لپاره مرسته کوي، نو د نیکولای په زړه کې له هغې سره مینه پیداکیږي او د خپل ښه والي یوازیني لامل د کیتي عاشقانه او مینه ناک سلوک بولي، البته په دې ځای کې د تولستوی سرو کار هم له هغو مواردو سره دی چې له عاشقانه او مینه ناکو اړیکو څخه لرې پاتې دي. کیتي له نیکولای سره عاشقانه او له مینې ډک سلوک کوي خو په هغه مئېنه نه ده، کیتي چې څومره مینه له خپل خاوند سره کوي هومره مینه له نیکولای سره نه کوي، په دې حال کې د بستر ناروغۍ صحنه له داسې مضمون سره مخامخ کیږي چې عاشقانه اړیکو ته لار پیداکوي. عشق او مینه په انساني ټولنو کې دوه ستر ارزښتونه دي، انسانان له دې لارې کولی شي چې د انساني ژوند په معنا او اړیکو باندې پوه شي، مینه او عشق دي چې انسانان سره نښلوي، د ژوند تراخه په خوږ بدلوي او په ټوله معنا انساني اړیکو ته محبوبیت او غوره والی بښي.
وروستي