مظاهره کوونکو په استانبول کې د هالنډ  پر قونسلګرۍ د ترکیی بیرغ پورته کړ

ترکي مظاهره چیانو په استانبول کې د هالنډ د قونسلګرۍ هالینډي بیرغ لرې او پر ځای يې د ترکيې بیرغ او چت کړ. دا مطلب حريت دیلی نیوز ورکړیدي.
دغه پېښه د هالند او ترکيې د حکومتونو تر منځ د ديپلوماتيک تاو تریخوالې له امله رامنخته شویدي د هالیند چارواکو د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو الوتکې ته اجازه ورنه کړه چې په هوائي ډګرکې کوزه شي چاوش اوغلو غوښتل د روتردام په ترکی لاریون کې برخه واخلي. او هالندیانو ته وښيئ چې په هالند کې میشت ترکان په اساسی قانون کې د بدلون ملاتړ کوي. هالیندی چارواکو د ترکیی د کورنۍ وزیره فاطمه بطول سایام کایا(Fatma Bethul Sayam Kaya)، ته هم هالیند ته د تګ اجازه ور نه کړه او هغه ئي «نامطلوب شخص» بللی ده. او غواړي چې له خپل هیواد څخه يي وشړي.
 
// Loading the player ... // //