غزل
زمازړګيه زماځانه ښکلى ښکلى اوسې
زماغريب افغانستانه ښکلى ښکلى اوسې
تاکې پراته تاجک ،ازبک هم هزاره قومونه
دپښتوکورپښتونستانه ښکلى ښکلى اوسې
تازېږولي احمدشاه په شان بچيان وطنه
کوردجمشېداوميرويس خانه ښکلى ښکلى اوسې
داستاساتنه جوړونه نوموږ فرض ګڼلې
ته يې ناموس دهرافغانه ښکلى ښکلى اوسې
دلوړوغرواوشنودرونه دې قربان شمه زه
اوبه بهېږي دي پرېمانه ښکلى ښکلى اوسې
ټول دښمنان دې دنفاق په لمبووسوزېږه
دعاکوم له پاک سبحانه ښکلى ښکلى اوسې
زه جهانياربه دې خړوب کړمه دزړه په وينو
پرتايم دومره مهربانه ښکلى ښکلى اوسې
وروستي