د ټولو لیکوالانو د پام وړ!!

هیله ده تر پایه یې ولولئ!
که فکر وکړو زموږ ډېری پېژندل شوي او نوي لیکوالان د لیکلو لپاره داسې سوژې ټاکي او لیکنې پرې کوي، چې ډېری یې پر سیاست پورې اړوندېږي.
که فکر وکړو په اوس وخت به دا ضروري او اړینه نه وي، چې په سیاسي برخو لیکنې وکړو او د لیکنو لپاره اړوندې سوژې وټاکو؛ ځکه زموږ د ټولنې په ځانګړې توګه د پښتني ټولنې ډېری وګړي په خوب ویده دي، کار کول او زحمت ایستل یې دود نه دی، وخت ضایع کول او د وخت بې ځایه لګول یې عادت ګرځېدلی او پر هغو کارونو لګیا یا بوخت دي، چې هېڅ ارزښت او ګټه نه لري.
موږ باید په داسې سوژو باندې لیکنې وکړو، چې د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ویدو پښتنو د هڅونې، تشویق او کار ته رابلنې لامل شي؛ نه پر داسې سوژو، چې د دوی د لا زړه ماتېدو او له کار کولو څخه د لرې کېدو لامل شي.
په ننني سیاست کې هڅونې او تشویق نشته؛ بلکې له زړه ماتونې، غم، او منفي یا بد احساس څخه ډک دی.
زه ټولو درنو لیکوالانو او اړوندو مسؤلینو ته دا وړاندیز کوم، چې هڅه وکړي ترڅو په داسې سوژو لیکنې وکړي، چې ټول وهڅوي، ټولو ته نوې نوې هیلې ورکړي، ټولو ته د بریا لار او چل وښئي او له ستونزو څخه د خلاصون او په هره برخه کې د بریالي کېدو د لارو چارو ښوونه وکړي.
که هڅه وکړئ، نو په هرڅه باندې د لیکنې وړتیا لرئ. د سیاست، ادب او نورو برخو پرځای باید اړینو برخو ته لومړیتوب ورکړئ؛ یعنې په لومړي ګام کې باید یاد مسائل وڅېړئ او وسپړئ، په دویم ګام کې باید ادب ته لومړیتوب ورکړئ او په دریم قدم یا ګام کې باید سیاست او نورو برخو ته پام وکړئ؛ ترڅو د ټولو د بریالي کېدو او د ټولنې د ريښتني پرمختګ لامل شي.
د ستاسو ټولو درنو (لیکوالو او لوستونکو) نیوکو او وړاندیزونو ته درناوی لرو؛ کولای په ازاد احساس سره مو خپل نظرونه راسره شریک کړئ!
محمداکبر حقمل معینزی M Akbar Haqmal mueenzai