غزل


 حبيب الرحمن تاثير، كوټه
نن بغاوت كــــوم له ځـــانه، نن له ځانه وزم
ما فيصله وكـــړه له دې ستړي كاروانه وزم
زۀ خــو ښكاره يم ستا دپاره د جنت زېرى يم
ستا بــه د زړۀ لـــه كعبې څنګه بې ايمانه وزم
ځمــــه نن حـــق راوړم د خپلي بې وسۍ زندګي
جنګ لـــــــه غليم سره كــــومــــه لــــــه قرآنــه وزم
ستا په وار-وار انكار، خو بيا هم زۀ د دې باوجود
نــــــه مي زړۀ صبر كــــــوي نه ستا له مكانـــه وزم
نــــــه د امــــــيد قتل كومــــــه نه ارزو وژنمـــــــــــه
ولي بــــــــــه ستا له دره لاس خالـــــي اسمانه وزم