نن سبا که څوک په افغانستان کې د رېکشې نوم یاد کړي، نو د سړي سترګو ته د جلال آباد انځور ودرېږي. یو شمېر خلک بیا وایي چې، په جلال آباد ښار کې رېکشو زښت شور جوړ کړی وي، غوږونه مو خوري. څوک وایي، د ښار ښکلا ده، پرېږده چې په کې تاوېږي او ځينې بېلوژیستان خو په کې دا هم وایي، که د اوزون طبقه زیانمنه کېږي، نو هغه به د جلال آباد ښار د رېکشو له امله وي.
یو کال وړاندې په جلال آباد ښار کې د پېښور ښار په شان د وایس پرېسا (Vise Presa)، اسیا (Asia) او ځینو نورو زاړه ماډل رېکشو په رښتیا هم زیات دود، رش او شورماشور جوړ کړی و. که نابلده څوک به ښار ته راغی، نو د رېکشو د اواز، دود او شور نه به لېونی شو.
دغو یو شان رېکشو پېښور او جلال آباد سره یو شان کړي وو. پېښوریانو ته جلال آباد پېښور او د جلال آباد هستوګنو ته پېښور جلال آباد ښکارېده. خو کله به چې مونږ کوم هندي فلم لیده، نو د ممبیي ښار نویو رېکشو به ډېر خوند کاوه. د تایلېنډ د بنکاک رېکشې به نورې هم په زړه پورې وې. په ځينو فلمونو کې به د رېکشو رول سمه د فلم مالګه وه. لکه په دووم تري (Dhoom 3) او په ځانګړي ډول په جای هو (Jai Ho)فلم کې.
خو دا دی په کال ۲۰۱۶ زېږدیز کې د ممبایي ښار بجاج (Bajaj)، پیاګجیو (Piaggio) او د بنکاک ښار ټوک ټوک (Tuk-Tuk)رېکشو جلال آباد ښار ته په راتګ سره جلال آباد ښار له یادو ښارونو سره سیال کړ. که څه هم په ښار کې زړې، دودمارې او پرشوره رېکشې شته، خو نویو رېکشو ښار ته نوی رنګ ورکړی دی. اوس که څوک په جلال آباد ښار کې نوې ماډل رېکشې وویني، نو د ممبيي او بنکاک ښارونه یې بوڅ سترګو ته درېږي. اوس که د هند فلمي لوبغاړي رېکشې لري، زمونږ افغاني لوبغاړي یې هم په خپل وطن کې لري، چې د خپلو وطنوالو په لاس کې دي.
څرنګه چې د ننګرهار سوداګرو دا ابتکار کړی، چې د یادو کمپنیو ماډلې یې خپل وطن ته راوړي، که داسې هر سوداګر په هر برخه کې یو-یو ابتکار وکړي او څه نا څه رانقل کړي، نوي شیان هېواد ته راوړي، نو هېواد به مو د سیالانو سیال او د ښکلاوو نمونه شي.
نو کله چې د جلال آباد په ښار کې نوې ماډل رېکشه کې کښېنې، نو هرومرو به دا خبره دریاده شي او له ځان سره به وایې:
جلال آباد ښار؛ د هند ممبيي که د تایلېنډ بنکاک
نېټه: ۱۳۹۵/لړم/۱۰
وروستي