دويم څپرکی
د مصرفوونکو چلند
(Consumer Behavioour)
له اقتصاد پلوه په یوه ټولنه کې انسان په دوو بڼو سره څرګندېږي، لومړی دا چې هغه کړنې تر سره کوي، مزدوري کوي، کاروبار مخ ته وړي او پيسې لاسته راوړي چې اجیر او یا هم متشبث ګڼل کیږي. په دویمه برخه کې هغه عاید چې انسان ترلاسه کوي او خپلې اړتیاوې پرې پوره کوي، نو دې حالت ته مصرفوونکی وايي. د اقتصاد له تعریف څخه را څرګندېږي چې د انسانانو هیلې ډېرې او وسایل یې کم دي، نو ځکه هر مصرفوونکی غواړي چې ډېره ګټه ترلاسه کړي او خپل وسایل داسې وکاروي چې وروستی سکون (تسکین) ترلاسه کړي او خپل ټوله ییز وسایل په ښه توګه وکاروي او هغه توکي پرې ترلاسه کړي چې ډېر افاديت ولري.
غوښتنې: د انسان غوښتنې بې شمېره دي چې پوره کول یې اړین دي، ځکه زموږ ژوند ورپورې تړلی دی. په بنسټیز ډول انسانان پنځه غوښتنې لري: خوراک، اوسېدو ځای، اغوستو توکي، زده کړه او روغتیا. د دې تر څنګ یو شمېر نور شیان هم شته چې زموږ ژوند ورسره اسانېږي، لکه؛ موټر، بريښنا، تیلفون او نور . د اقتصاد د علم پوهانو د انسان اقتصادي غوښتنې په درېو برخو وېشلې دي:
- اړتياوې (Needs): اړتياوې هغه غوښتنو ته ويل کېږي چې د انسان په ژوند کې بنسټيز اهميت لري، يا انسان پرته له هغو څخه خپل ژوند ته دوام نه شي ورکولای. د ساري په توګه: خوراک، اوبه، لباس، د اوسېدو ځای، درمل او ...
- اسانتياوې(Comforts ) : هغه غوښتنې چې د انسان په ژوند کې هوساینې رامنځته کوي او په ترلاسه کولو سره يې د انسان ژوند اسانېږي، انسان پرې ډاډ او سکون ترلاسه کوي، د انسان ژوند ورسره هوسا کېږي، د سارې په ډول: تيلفون ( لرغږی)،د لېږد وسايل، برېښنا، تلوېزيون او...
- تجملي توکي (Luxury goods): په تجملي توکو کې ټول هغه توکي شامل دي چې د انسان په ژوند کې د عيش عشرت لپاره کارول کېږي، دا ډول وسايل زموږ په غوښتنو پورې هېڅ اړه نه لري، ځکه د دا ډول توکو په ترلاسه کولو سره د انسان په وړتياوو کې کوم توپير نه راځي او که ترلاسه يې نه کړي، نو بيا هم کوم توپير نه لري. دا ډول توکي زموږ ژوند زړه راښکونکی او رنګينوي، په حقيقي ژوند کې هېڅ ډول ارزښت نه لري، يوازې د شان او شوکت لپاره وي، د ساري په ډول: د لوکس(عصري)موټر درلودل يا د ماڼيو جوړول او نور.
د غوښتنو پورتني ډولونه ثابت نه دي، بلکې نسبي بڼه لري، ځکه ډېر داسې توکي شته چې د يو انسان لپاره اړتيا، خو بل ته اسانتيا او کيدای شي د درېيم لپاره تجملي وي .
د هر مصرفونکي غوښتنې نا محدودې دي خو عاید یې محدود دي، نو هغه تل هڅه کوي چې خپل عاید داسې و کاروي، چې ډېر سکون ترلاسه کړي او کله چې سکون ډېر شي، نو په اقتصاد کې دې حالت ته د مصرفوونکي تعادل وايي د مصرفونکي د تعادل د معلومولو لپاره په اقتصاد کې دوه ښوونځي یا دوه نظريې شتون لري:
۱-افادې تګلاره Utility Approach
۲-بې توپیره کرښې تګلاره Indifference curve Apporach
۱-افادې تګلاره Utility Approach: د دې نظريې له مخې له یو توکي څخه ترلاسه شوی سکون کولای شو، په عددي ډول اندازه کړو، پخوانیو اقتصاد پوهانو لکه ګوسن، پروفیسور جیونز او والرس داسې نظر وړاندې کړی و، چې افاده په عددي ډول د اندازې وړ ده. او د بېلا بېلو توکو افاده سره جمع کېږي. د هر مصرفوونکي غوښتنې نامحدودې او وسايل يې محدود دي او تل هڅه کوي تر څو په لږو وسايلو ډېرې غوښتنې پوره کړي او سکون تر لاسه کړي. کولای شو له يو توکي څخه لاسته راغلی سکون چې په واحد يا اعدادو معلوم کړو. د ساري په ډول: يو وګړی دوه ګيلاسه شېدې څښي، نو ويلی شو چې دا وګړي چې په اقتصاد کې ده ته مصرفونکی وايي، (50،10،5) واحدونو يا اعدادو په وسيله سکون ترلاسه کړو، په اقتصاد کې له افادې څخه موخه د توکي هغه وړتيا ده چې د انسان د يوې غوښتنې د پوره کېدو وړتیا ولري.
د ساري په توګه: د لوږې د لرې کولو لپاره ډوډۍ او د تندې د لرې کولو لپاره اوبو ته اړتيا ده چې اوبه او ډوډۍ افاديت لري، د افادي د کارونې نظريې ته د افادې عددي نظريه هم وايي، (Cardinal Utility Approach) د دې نظريې فرضيې په لاندې ډول دي:
۱- د افادې انحصار د یو توکي په برخو پورې تړاو لري : د کلاسیک ښوونځي د نظریې له مخې د افادې انحصار په هغه توکي پورې تړاو لري چې مصرفونکی یې کاروي.
۲- افاده په عددي بڼه ښکاره کیدای شي: د کلاسیکو ښونځيو د نظريو له مخې له کوم توکي چې افاده ترلاسه شي په عددی بڼه ښکاره کېدلی شي.
۳- له توکو ترلاسه شوی افاده جمع کېدای شي: مارشال او د هغه لاروي وايي، چې که یو وګړی د مصرف په وخت بېلا بېل توکي وکاروي، نو له ټولو توکو ترلاسه شوې افاده جمع کیدای شي.
۴- توکي په کوچنیو برخو د وېش وړ دي: د کلاسیکو اقتصاد پوهانو په اند هغه توکي چې مصرفونکی یې کاروي د وېش وړ دی.
۵- د مصرفونکو ذهني چلند یو شان دی: د افادې د تګلارې د نظريې له مخې دا فرض کېږي، چې مصرفونکي د خپلو عوایدو، مصرف او بازار په اړه پوه معلومات لري او په دې سره د ټولو مصرفونکو ذهني چلند یو شان دی، دا په دی مانا چې هغه د خپل عاید په وسیله غواړي ډېر تسکین ترلاسه کړي.
د افادې د لا پېژندلو لپاره لاندې توپيرونه اړين دي:
۱- افاده او ګټه: ځیني خلک افاده او ګټه په يوه مانا کاروي، دا په داسې حال کې ده، چې افاده او ګټه يو له بل سره لوی توپير لري، ډېری وخت ليدل کېږي چې يو توکی انسان ته زيان رسوي خو افاديت لري.
د ساري په توګه: د شرابو څښل انسان ته زيان رسوي، خو د انسان د يوې اړتیا او یا هم د غوښتنې د پوره کېدو توان لري، همداسې زهر د انسان د مرګ غوښتنه پوره کوي، ځکه په زهرو کې افاديت شتون لري، نو ځکه ويلي شو چې ټول ګټه لرونکي توکي افاديت لري، خو ټول افاديت لرونکي توکي ګټه لرونکي توکي نه دي.
۲- افاده او سکون: له افادې څخه موخه د يو توکي هغه ځانګړتیا ده، چې د انسان د يوې غوښتنې د سکون لامل ګرځي، دا په دې مانا چې افاده په توکو کې دخيله ده او سکون د افادې تر کارونې وروسته تر لاسه کېږي.
د افادې ځانکړتیاوې: هره افاده لاندې ځانکړتیاوې لري:
v د انسان پر غوښتنه انحصار: افاده د یو توکي ذاتي صفت نه بلکې د انسان پر غوښتنه باندې منحصر ده، که د یو توکي د ترلاسه کولو لپاره د چا په زړه کې غوښتنه شتون ونه لري، نو هغه توکی ځانګړي وګړي ته افاده نه لري.
v په کارونې انحصار: د یو توکي په بېلا بېلو کارونو سره بېلا بېله افاده تر ترلاسه کېږي.
v پر پوهې انحصار: د علم په ډېروالي سره د کارونې ښې طریقې پیدا کېږي، یو وخت و چې انسان له ګازو ګټه نشوه اخیستلای، خو کله چې علم پرمختګ وکړ، اوس ترې ګټه اخلي، نو ځکه په افادیت کې هم ډېرښت رامنځته شو.
v په بڼې انحصار: د یو توکي بڼې په بدلېدو سره د هغه په افادیت کې هم ډېرښت رامنځته کېږي، لکه غنمو څخه د ډوډۍ پخول یا ترې کیک جوړول .
v پر وخت انحصار: افاده د وخت په بدلون سره تغير خوري، لکه یخ افادیت په ګرمۍ کې وي او د ګرمو جامو افادیت په یخني کې.
v په ځای انحصار: افاده په بېلابېلو ځایو کې توپیر کوي، لکه د لرګو افادیت په ځنګل کې کم، خو ښار کې ډېر وي .
v په ملکیت انحصار: دا افاده د ملکیت په بدلون سره هم تغير خوري، لکه یو نالوستی چې کتاب واخلي.
v په کیفیت انحصار: د يوې افادې یادونه همیشه د کیفیت او وخت په لحاظ کېږي، ځکه د هېڅ یو توکي افادیت مطلق نه دی، بلکې د کیفیت په لحاظ مصرفونکي ته د بدلون وړ ده.
د ساري په توګه: کله چې انسان وږی وي، نو ډوډۍ ورته ډېره افادیت لري، خو که موړ شي بیا دومره افادیت نه لري.
افاده او د مصرفونکي چلند: موږ په دې پوهېږو، چې هر انسان هره ورځ بې شمېره توکي په بېلابېلو اندازو سره اخلي او هر وخت دا پرېکړه کوي چې کوم توکی په کوم مقدار سره واخلي. تر څو ډېر تسکین ترلاسه کړي، نو دې لپاره باید موږ د افادې بېلا بېلې خواوې و څېړو:
لومړنۍ افاده: کله چې موږ يو توکی په لږ مقدار کاروو، د توکي د لومړي مقدار په کارونې سره چې کوم افاديت ترلاسه کوو، دې ته لومړنۍ افاده وايي، د ساري په توګه: د ډوډۍ خوړلو په وخت چې د لومړۍ مړۍ څخه کومه افاده حاصليږي، دې ته لومړنۍ افاده وايي.
وروستۍ افاده: کله چې په يو وخت کې يو انسان د يو توکي څو برخې په متواتر ډول کاروي له هرې برخې چې کارونکي افاديت اخلي، دې ته وروستی افاديت وايي.
ټوله افاده: کله چې د توکو د برخو په کارولو سره مصرفوونکي په ټوله یيز ډول کوم افاديت ترلاسه کوي، دې ته ټوله افاده وايي. کله چې مصرفوونکي د کوم توکي له يوې برخې ټول افاديت ترلاسه کړي، نو دې ته د يو برخې ټول افاديت وايي.
مثبته افاده: افاده په هغه صورت کې مثبته وي چې اړتیا او غوښتنه په پوره توګه پوره شوې نه وي او بشپړ سکون نه وي ترلاسه شوی. بشپړ سکون هغه وخت ترلاسه کېږي، چې وروستی افاديت صفر شي.
صفر افاده: افاده هغه وخت صفر کېږي چې سکون په بشپړ ډول تر لاسه شي او د دې توکي د نورو کارولو په وجه سکون نه ترلاسه کېږي.
منفي افاده: افاده هغه وخت منفي کېږي، کله چې د يو توکي مسلسل کارولو له کبله سکون په بشپړ ډول تر لاسه شي او کله چې دا توکی نور کارول کېږي انسان ته تکليف رسوي. کولای شو په لاندې جدول کې هم روښانه کړو...
مڼه |
ټوله افاده |
وروستی افاده سلنه |
لومړنۍ افاده |
لومړۍ |
20 |
20 |
لومړنۍ افاده |
دويمه |
35 |
15=20-35 |
مثبته افاده |
دريمه |
45 |
10 =35-45 |
- |
څلورمه |
50 |
5 =45-50 |
- |
پينځمه |
50 |
0 =50-50 |
صفر افاده |
شپږمه |
45 |
5- =50-45 |
منفي افاده |
اوومه |
35 |
10- =45-35 |
منفي افاده |
له پورتني جدول څخه څرګنديږي، چې د لومړنۍ کارونې څخه شل سلنه افاده حاصليږي چې دې ته لومړنۍ افاده وايي. د دويمې مڼې په خوراک سره افاده 35 ته لوړېږي چې دې ته وروستی افاده وايي، همداسې د دريمې او څلورمې نهايي افاده 5 او 10 ده، خو کله چې پينځمه مڼه وخوري، نو په بشپړ ډول سکون حاصليږي، دلته افاده صفر کېږي، له دې وروسته بيا افاده منفي لور ته حرکت کوي.
د افادې د اندازه کولو مسله: د نیو کلاسیک اقتصاد پوهانو په ځانګړې توګه ګوسن، پروفیسور جیونز او والرس، پروفیسور الفرد مارشال او کارل منېجر په اند افاده په عددي ډول د اندازې وړ ده.
د ساري په توګه: یو وګړی له دوه ګیلاسه شربت څخه سکون ترلاسه کوي، خو د نوي دور یو شمېر اقتصاد پوهانو په ځانګړې توګه جي ار هکس وویل چې افاده په عددي ډول نه اندازه کېږي، خو کولای شو چې درجه ورکړو له 1،2،3 د ساري په توګه: مصرفوونکی نسبت وريجو ته، ډوډۍ ته لومړيتوب ورکوي، مانا دا چې ځکه ډوډۍ نسبت وريجو ته مصرفوونکي ته لومړی درجه کې قرار لري.
د شلمې میلادي پیړۍ په لومړیو کې پروفیسور پريټو په دې خبره زور واچوو چې افاده په عددي بڼه نه اندازه کېږي او نه هم اړینه ده، یوازې په کیفي لحاظ کافي ده یانې مصرفونکو ته اړینه نه ده د توکو له ترکیب څخه څومره افاده تر لاسه کېږي، یوازې دا اړینه ده چې څومره افادیت یې ترلاسه کړی دی، د افادې د نظريې له مخې چې مصرفونکی څنګه تعادل ترلاسه کړي، يو شمېر قوانین رامنځته شول چې په لاندې دول ترې یادونه کوو...