ډاډه اوسه!
اسدالله غيرت
هر څه بېرته خدای ج ته ورستانيدونکې دي، هغه وخت لرې نه دی چې، د نړۍ پر مخ به هر بنيادم د ځمکې او اسمانونو عظيم ذات ته د خپلو عملونو حساب ورکوي، هغه وخت رالنډيدونکی دی، په کوم کې به چې اسرافيل ع ددې دنيا د له مينځه تلو لپاره شپېلۍ وکړنګوي او په دې نړۍ به هر څه ته د پای ټکی کيښودل شي.
هيله کوم خپلې اوښکې وچې کړه، بې ځايه تشويش او ژړا ته د پای ټکی کيږده.
زه پوهيږم چې له تا سره د انسانانو لخوا ترسره شوی ظلم او ستم، په يو عالم اوښکو تويولو او سوچ کولو ارزي، له تا سره د انسانيت په جامه کې ترسره شوې کړنې رښتيا هم، ډيرې دردونکې او حيرانونکې دي.
خو، ګوره بې فايدې اوښکې مه تويوه، ته پوهيږې چې دلته د بل په درد دردمن کيدل او په غم يې غمجن کيدل، ددې نړۍ د انسانانو له وسه نه دي پوره، له ظالمانو څخه د مظلومانو او بې چاره خلکو انتقام اخستل اوسمهال له وسه پورته خبره ده.
ټولې معاملې او پورونه هغه ذات ته وسپاره، کوم چې ستا په وجود کې ساه اچولې ده، الله ج ته دعا وکړه چې، په دې حالت صبر او زغم درپه برخه کړي.
ډاډه اوسه، چې الله ج به د هر مظلوم د زرې، زرې حساب له ظالمانو سره کوي او په خپله سزا به يې رسوي.
انشاالله
وروستي