مدني فعال که د نِفاق کروندګر؟

زه د یوه واړه کلي اوسېدونکی وم.
د داسي یو کلي، چي له میني او انسانیت پرته ورکي د نور هیڅ شي تنده نه ليدل کېده.
زمونږ کلیوال ټول د حلال رزق په ګټلو بوخت ول. هر چا خپله، خپله خواري کول او هر څوک د خپل اخلاص له امله د یو بهترین کسب لونکی ؤ. د هغه وخت له هري شېبې او هر عمل نه بېله، بېله رڼا جوړې ده.
یوه ورځ ملک ځدراڼ په یو کور باندي د شوي ډاکې په اړه د کلي له مشرانو او ځوانانو سره ګډه جرګه جوړه کړه. ملک ځدراڼ له ټولو کلیوالو نه د لوټ شوي کور سره د مالي مرستي کولو هیله وکړه او بیا یې د ډاکو د پیدا کولو لپاره د مناسیبي تګلاري په اړه د نظر ویلو غوښتنه وکړل.
په مجلس کي د ناستو خلکو له منځ نه یوه ځوان، چي د کلي د یوه خان زوی ؤ او په ښار کي د کوم پوهنتون محصل ؤ، له ملک نه د خبرو کولو اجازه وغوښته، ملک هم ورته د خبرو وخت ورکړ.
ځوان ډېر ماړه او ساړه ادبیات شیندل، ټولو ته یې سلام او درنښت وړاندي کړ، خو د لغتونو په مانا یې اکثریت پوه نشول، ځوان غاړي نوري هم تازه کړې او وبُنګېدی: ملک صاب! زه خو وایم چي دا ټول شر په یوه ورځ خلاص کړو، همېشه یو کلی پاک نه وي، نو کېدای سي، چي دا په کلي کي د یوه ولد کلیوال کار وي، نو د ولد کس په خاطر باید د کلي ټول کورونه تلاشي سي او هر سړی تر تحقیق لاندي راسي.
ملک سترګي پرې را برګي کړې: دا ته څه وایې؟ زمونږ د کلي په دا لسګونو تېرو کلونو کي، یوه مېږي ته هم د شک په سترګه نه دي کتل سوي، همدا خو برکت دی، چي نن زمونږ د کلي هر انسان یو- بل د ورور او خور په نوم پېژني او ته! وايې چي دا ارزښت له تَـلو لاندي سي؟
ځوان پرې ورغبرګه کړه: نه، ملک صاب! ما ستا او د کلي د نورو د عزت خوندي اوسېدو په خاطر داسي وویل او بل دا چي، زه دا خبره له ځانه نه کوم، یو خو دا عمل د ژوند غوره اصل دی او بل دا هر څه ما د څلور کلني درس ویلو وروسته زده کړي، زه د ښار د یو غوره پوهنتون له حقوقو پوهنځۍ څخه فارغ شوی یم او په هر ځای کي د مدني فعال دا دنده وي، چي باید د خپل ماحول شته ستونزي او ناخوالي ورکي کړي؛ نو زه هم غواړم چي خپل دا سپېڅلی مسؤلیت تر سره کړم او له دې طلایي چانس نه استفاده وکړم.
ملک او نور کلیوال ساده ول، په ګډه یې د ځوان د زهر وڅيښل.
همهاغه د ټول کلي تلاشي او د هر عزتمن کس څخه د تحقیق کول شول؛ چي غربيګوټکي غریب کلي له پېړیو ــ پېړیو څخه ساتلې خزانه، په لسو ساتونو کي له لاسه ورکړه او تر ننه یې بیا په خوب کي هم ونه لیده.
څو ورځي مخکي مي په خپل دفتر کي ناست وم، چي د ور پیردار راغی او د یو مدني فعال د راتګ خبره یې وکړه، ما هم ورته د را پرېښودو اجازه ورکړه. شېبه وروسته یو پنځه متری سلام را وغزول شو، سلام ټول وانه خیستلای شو؛ خو هغه ته مي په څوکۍ د کېناستلو وویل. هغه راته د کېناستلو سره سم نصحت او اداري لارښود پیل کړ. د هغه له دې خبري اورېدو سره پوه شوم” مونږ خانداني مدني فعالان یو، پلار مي له مدني فعالیت نه د ځوانۍ د وخت ډېري ښې لاسته راوړني لرلي وې؛ چي د مدني فعالیت له پیلېدو سره سم یې یو عزتمن کلی د همېشه لپاره د غله له غمه خلاص کړی ؤ او په هغه کلي کي بیا تر دې ننه د غله سیوری هم نه دی ليدل سوی  “چي د هغه پعال زوی دی، د چا د رزالت چي ړومبی ښکار زمونږ غریب کلی شو او خدای ج خبر چي نور به یې څومره کلي د غم او نِفاق په ټغر ښکېنولي وي.

مدني فعال راته ویل: اوس دا دی زه هم غواړم خپل حماسي مسؤلیت اداء کړم او د پنجشېریانو،اوزبکانو او هزارګانو د غدراۍ نه ټول پښتانه خبر کړم؛ چي هغوی ټولو د پښتنو د پوهي حق غصب کړی او له ارګ څخه د پښتنو هر ولایت ته د ډېرو د کرکيټ میدانونو، د ورزشي کلپونو او پارکونو جوړول وغواړم.
ځوان نور هم وچونګېدی، مګر ما سره یې په اپرتو د پوهېدو خاصه لېوالتیا نه وه.
خو په اخیر کي ترې ووتل شول چي: له دې ټول خدمت وروسته چي څه د غریبۍ رزق لاسته را ځي نو لږ تر لږه به یې په هغه ارامه ګېډه وخورم.
زما د دې ټولو ناندریو له زغملو وروسته هم د سیاست او مدني فعالیت په اړه د تحلیل او نظر ټکی نه دی منفي شوی؛ خو زه بس صرف دومره وایم چي،
دا اکثریت مدني فآلان ولي د نِفاق اور تازه کولو ته د مدني فعالت نوم ور کوي او دا کمیت فعالان یې ولي ورسره پرته له یو ثابت دلیله مني؟
ولي  د مکتب، قلم او کتاب په ځای  کرکيټ، ورزش او پارک ته پوهه وایې؟
ایا پوهه یوه ګنده ځمکه ده چي یو ګنده به ورباندي له پاسه د غصب کاڼي کشېژدي؟
که دوی له هر چا نه د حساب غوښتونکي وي، نو ولي هر څوک له دوی څخه د حساب غوښتونکي نشي کېدای؟
که مدني فعالیت، د یو ښار هر اړخیز جوړښټ ته ویل کېږي، نو ولي دا نېکي د یوه نوم، یوه موټي، یوه چتر او یوې رهبرۍ نه لاندي نه تر سره کېږي؟
ولي د ټولو مدني ټولنو شعارونه له یو،بل سره توفیر کوي؟
په یوه ښار کي د ۵۰، ۴۰ او ۲۰ مدني ټولنو جوړول څه مانا لري؟
ولي یو مدني فعال د بل مدني فعال په اړه مثبت نظر نه لري؟
ولي داسي یو شعار ” د هيواد د ټولو رسمي او مختلیفو قومونو او بېلو ژبویونکو وګړو تر منځ د یووالي مزي ټینګول “د یوې مدني ټولني په اساس نامه کي نه لیکل کېژي او که لیکل شوی وي نو ولي نه تطبق کېږي؟
که په یوه ښار کي، د ښار جوړوني لپاره یوه مدني ټولنه وي، نو د نورو ټولنو جوړول څه مانا لري؟
زه یوازي د مدني ټولنو په اړه داسي نه پوښتم، که له مانه د ګوندونو په باره کي وپوښتل شي، نو هغه وخت به هم زما نظر او پوښتني همداسي/همدا وي.
مونږ پوهان او ناپوهان، فعالان او ګوډیان، ښځي او نر، لوی او ووړ په کومه خوا روان یو؟
د مدني فعالیت نه مخکي د دې پوښتني حقیقي ځواب دی، چي ویل یې زمونږ تر ټولو ستر او لومړی مسؤلیت دی.
په درنښتونو...
۱۳۹۵/۱۲/۱۶، 9:20PM
دوشنبه
کاري دفتر، نوی ښار(شهرنو)، کابل.