له ذهني وړتیا او انرژۍ څخه ګټه واخلئ!

په هماغه ډول مو، چې مخکې وویل ډېری وګړي له خپلې ذهني او مغزي وړتیا څخه له سلو نه یو یا هم دوه سلنه په خپل ژوند او دنده کې ګټه پورته کوي. هغه څه، چې پاتې کېږي د ذهني او مغزي وړتیا زېرمه ده، چې تر ډېره هېڅوک ورڅخه په پوره ډول ګته نه اخلي.
ډېری وګړي خپلې وړتیاوې او استعدادونه له ځانه سره ګور ته وړي. تاسې یوې ښې پایلې ته په خپل ژوند کې د رسېدو لپاره کومې معجزې ته اړتیا نه لرئ څه ته، چې اړتیا لرئ لږ څه ډېره ګټه اخستنه له خپل ذهني او مغزي حیرانوونکې انرژۍ څخه ده.
همدغه لږ څه ډېره ګټه اخستنه له دغې وړتیا څخه کولای شي، چې هم خپله او هم نور کسان هغه مثبتې پايلې، چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې یې په لاس راوړئ ګوته په غاښ شئ.
د هغو څېړنو د پایلو له مخې، چې پروفیسور(سرجي یفراموف) په روسیه کې ترسره کړې او په لاس یې راوړل، چې که تاسو وکولای شئ یوزاې ۵۰ سلنه د خپل ذهن او مغز د وړتیا له زېرمې څخه ګټه پورته کړئ، نو تاسې کولای شئ له ۱۲ پوهنتونونو څخه دکتورا تر لاسه کړئ. پر ۱۲ ژبو به په اسانۍ سره خبرې وکړئ او ټول ۲۲ جلده بریتانیکا دایرة المعارف به هم حفظ کړئ.
بریالي وګړي هڅه کوي له خپلې ذهني او مغزي وړتیا او انرژۍ څخه د عادي وګړو په پرتله لږ څه ډېره ګټه پورته کړي، چې همدایې د پرمختګ، بریا او مثتبې پایلې لامل ګرځي.