مبايل ډاکټرشو!!!

ليکنه:نوراحمد عايل
د مبايل لپاره داسې پوستکالى(سافټ وير)جوړشوى چې ستاسو د ټوخي د غږ په اورېدو به ستاسې د ټوخي لامل وښيي، اوهم به د هغې تنفسي ناروغۍ نوم دروښيي چې تاسې يې له امله په ټوخي اخته شوي يئ.
دا سافټ وير چې امريکايي او اسټراليايي پوهانو له خوا جوړ شوى، له دې وروسته به په پرمختللو نويو جوړېدونکو مبايلونوکې انيسټال شي چي ستاسې مبايل به ستاسې د ټوخي د غږ په اورېدو، تاسې ته دا معلومات درکړي،چې د ټوخي لامل څه شى دى، يخ وهلي يئ!، والگي نيولي يئ! (چې اوس ډېر عام شوى)، او يا مو هسې غاړې خارښ کړى! د اندېښنې وړ خبره نه ده، او دا اسانتيا هم لري چې درته ووايي ټوخى مو خطرناک دى ډاکټر ته لاړ شئ،اويا هم دومره جدي نه دى مه خفه کېږئ. ، دا پوستکالى ددې وړتيا هم لري چې تاسې په ټوخي کې د بلغم اندازه وښيي،
زياتره ډاکټران ټوخى دټوخي د غږ له مخې معلوموي،چې په دې سافټ وير کې دا اسانتيا هم موجوده ده 
د ټلګراف د راپور پر بنسټ د Star Analytical Services موسسې څخه چې دا څېړنه يې پيل کړې وه، سوزان سميټ وايي ((...ولې مو له دې مخکې د ټوخي په ارزيابي کولو او ډلبندي کولوپسې هڅې نه دي کړي؟ ټوخى د ډېرى تنفسي ناروغيو د پيل نښه ده! چې تر اوسه پورې موږ ددې ناروغيو په پېژندلو کې لا د ١٩پېړۍ له تجربو څخه کار اخلواو په هغو تکيه کوو....))
په دې سافټ وير کې د عمر، جنس ، وزن اونورو اړخونواو توپيرونو په پام کې نيولو سره په لسګونو بېلابېلو تنفسي ناروغيو د ټوخي غږونه له بېلابېلو تنفسي ناروغانو ضبط کړي دي.
دstar analytical services غړي وايي چې شاوخوا ١٠٠٠ بېلابېلو تنفسي ناروغانو ته اړتيا شته چې دهغو غږونه ضبط کړو ترڅوددې سافټ وير کارونه ډاډمن او خلک پرې اعتماد وکړي
ډاکټران دې نوي سافټ وير او د هغه کارولو ته خوشبين دي ؛د مانچسټرپوهنتون د تنفسي ناروغيواو د ډول،ډول ټوخيو د ارزولو متخصص جکلين سميټ وايي چې که چېرې وکړاى شي د اساسي پارمترونو څخه په استفادې د ټوخي ډول د ناروغۍ له ډول سره يوځاى وښيي نو رښتيا هم چې يوافسانوي او بېخي نوى کار به يې کړى وي.
د بيل او ملنډا گيټس(بېل گېټس) بنسټ سل زره ډالر ددې څېړنې د دوام لپاره نوموړې موسسې سره مرسته وکړه،د بيل گيټـس بنسټ هيله لري چې ددې څېړنې پايلې به مخ پر وده هېوادونو کې چې تنفسي ناروغۍ يې د زياتروماشومانو د مړينې لامل کېږي گټورې واقع شي.