
چېرته دی مولانا فضل الرحمن؟
چېرته دی د اکوړه خټک شېخ سمیع الحق؟
چېرته دي د پاکستان هغه اسلامي ګوندونه،چې په نورو هېوادونو کې دجهاد فتوې ور کوي.
او چېرته دي؟
هغه په درجنو درجنو علماء او ملایان چې د پاکستان په مدرسو او جوماتونو کې یې د دین اسلام او مجاهد خبرې کولې.
چېرته دي؟
هغه د پنجاپ مجاهدین، چې په کشمیر او افغانستان کې یې د جهاد لپاره ملاوې تړلي
وې!
او چېرته دی؟
هغه طالبان جان چې په نه خبره به مرور شو او د افغان په ضد به یې د جهاد لپاره ملا وتړله.
چېرته دی؟
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې
د افغانستان په خلاف یې د جهاد فتوه ور کوله
چېرته دي؟
وخلکو چېرته دي؟
هغه د غیرت ډک مسلمانان چې د هرې خبرې سره یې د جهاد او اسلام د ملاتړ خبرې کولې.
چېرته دي؟
هغه د کوټې، ميرانشاه، میرعلي او پېښور
طالبان او مجاهدین چې د پاکستان فوځ
او پنجاب په ښکاره ورځ د اسلام ضد کړنې
تر سره کوي.
د خدای (ج) په غریب او بېچاره مسلمان یې د کريکټ د لوبې په خاطر مدرسې اود جوماتونو دروازې تړلي او د خدای(ج) مخلوق د خدای(ج) وحدانیت او د فرایضو اداء کولو ته نه پريږدي.
دیته وایي ظلم او بې دیني، چې په پاکستان کې د مسلمان پښتون په خلاف روانه ده.
دیته وایي دار الحرب چې د پنجاپ رهبران یې په زغرده ملاتړ کوي.
دیته وایي د پښتون مسلمان چوپ پاتې کېدل چې په سپین سهار د خدای(ج) دین ته نه پريښودل کیږي.
دیته وايي د پاکستان اسلام او دیته وایي
په پښتنو ظلم چې د پاکستان دولت یې
په یوه او بل نوم پرې کوي.