روسیې ساینس پوهانو د مصنوعي رګونو د جوړولو لپاره یوه نوې لاره موندلې ده

په هغه خبر پاڼه کې، چې د روسیې د نوسیبیرسک دولتي پوهنتون خپره کړې ده، راغلي دي، چې د نوموړي پوهنتون د پوهانو یوه ډله په دې بریالی شوې ده، چې د مصنوعي رګونه یوه نوي تکنالوژۍ یا لار جوړه کړي. دغه نوی میکانیزم د انسان د زړه د غوښې(عضلو) پر بنسټ جوړه شوې ده. پوهان په ډاګه کوي، چې د دغې نوې لارې پرمختګ سره به د هغه ناروغانو، چې د ټرانسپلانټیشن ته اړتیا لري، د ناروغانو د التهاب، ترومبوز او نورو اختلاطاتو خطر کم شي.
دغه پراختیایي څېړنې، چې د روسیې د څېړنیز مرکز له خوا یې ملاتړ کېږي، د رګونو د جوړولو لپاره د انسان د زړه د عضلو رګونه، چې د عملیات نه ورسته اخیستل کیږي، کارول کیږي. د یادولو وړه ده، چې تراوسه دغه نوی میکانیزم او ټکنالوژۍ په موږکانو ازمویل شوې ده او ښه نتیجه یې ورکړې ده.