دنړی اووه مهم بوټي

  په ټوله نړۍ کې 375  زره دبوټيو ډولونه پيدا کيږي ،چې له دې جملې نه 20 زره بوټي دخوراکي  ، روغتيايي او تخنيکي موادو په توګه کارول کيږي  .
500 ډوله بوټي انسانان په خپله کري اوله دې ډلې 7 هغه مهم بوټي دي ، چې زموږ دخوراک اصلي منشا ده :
غنم ، وريجې ، جوار ، الوګان (پټاټې ،کچالو) ، ګنۍ ، مانيوک  Maniok( يوډول دغوټې په څېرريشې لرونکی نبات دی ، چې په ګرموهېوادونوکې پيداکيږي ) اوسويه Soja ( لوبيا ډوله حبوبات ،چې په هندوچين کې پريمانه پيداکيږي اويوډول سوس هم ورڅخه جوړوي ) .
نوموړي نباتات ټول ډېره انرژي لري . له بده مرغه انسانانو دا بوټي  دومره  مصنوعي کړي ، چې ديوې عادي ناروغۍ سره هم مقاومت نه شي کولی . دزراعت اوکرنې څېړونکي وايي : دنړۍ دکرنې دريمه برخه هرکال له همدې امله له منځه ځي . دغه څېړونکي هرکال دنړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه کوي او دهغوبوټيوپه لټه کې دي، چې په طبيعي ډول روزل شوي وي او دخوراک وړ وي .