
نن ورځ دافغانستان ولسمشر حامد کرزی پلازمینې ریاض ته ورسید او له ملک عبدالله بن عبدالعزیز سره به له نږدې وګوري او هڅه به ېې دا وي ،چې نوموړی دېته رامات کړي تر څو د افغاني ډلو ترمنځ منځګړتوب وکړي او طالبانو ته قناعت ورکړي او له هغې سیاسي پروسې سره یو ځای شي ،چې دنیواک له رحم څخه رازیږیدلې ده .
دحامد کرزي دا هڅې دهغه څه پلې کول ،چې تېره اونۍ دلندن په کنفرانس کې پرې هوکړه وشوه او نږدې د 70 هېوادونو استازو په کې ونډه درلوده دوی ټولو په یوه خوله داخبره کوله ،چې دطالبانو پر وړاندې باید ودریږو او دمنځلارو هغو درانیولو لپاره ېې د500 ملیونو ډالرو وړاندیز وکړ ددې صندوق د رامنځته کولو څخه ېې موخه داده ،چې څرنګه دطالبانو او پښتنو ترمنځ درز رامنځته کړی او دطالبانو خوځښت له منځه کاواکه کړي .
سعودي عربستان ددغه ډول منځګړتوب په منښته کې زړه نا زړه دی کېدای شي سر ته ونه رسیږي او ناکام شي او دا نازړه توب له ورایه معلومیږي ، دمنځګړتوب غوښتنه خپله دلندن کنفرانس وکړه خو سعودي ېې په اړه کوم تود غبرګون ونه ښود .
مبالغه به نه وي که ووایو ،چې سعودي عربستان دعربي او اسلامي نړۍ په کچه منل شوې هېواد دی په نړۍ کې دتېلو له برکته اقتصادي مقام لري خو په دغه کړکیچ کې دغوره منځګړي رول نشي لوبولای او لامل ېې دادی ،چې دترهګرۍ پر ضد تش په نوم جګړه کې ورښکیل هېواد دی بسپنې ورکوي ، اړین استخباراتي معلومات له امریکایانو سره شریکوي دلندن دکنفرانس دپریکړې له مخې دصندوق لګښت ېې منلې دی - په ار کې دا صندوق داربکیو لپاره دی ،چې دپښتنو له منځه طالب ضد جنګیالي راټول کړي - او یا هغه ډلې ، چې غواړي له امریکا بسپنه تر لاسه کړي نو دا صندوق ېې ښه وسیله ده .
دسعودي عربستان دبهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل له خپل هېواده دمنځګړي نوم هغه مهال لیرې کړ کله ، چې ېې شرط کېښوده اوله منځګړتوب وړاندې ېې دا اړین وباله دبېلګې په توګه طالبان به له القاعدې راجلا کیږي دوی ته به خوندي پټنځایونه نه برابروي ، نورې بنسټپالې ډلې به په افغانستان کې نه پریږدي .
پاک منځګړې باید ناپيیلې ( بې طرفه ) وي او ټولو خواوو ته دمنلو وي او له وخت وړاندې باید خپلې غوښتنې او شرطونه وړاندې نه کړي اوس ،چې سعودي عربستان ته ګورو دا ځانګړنې نه لري.
يوه خبره ،چې باوري ده طالبان اوس دداسې منځګړي په لټه کې نه دي ، چې دلویدیز نیواک سره ددوی کړکیچ پای ته ورسوي د طالبانو غوښتنه داده ،چې څرنګه له هېواده دنیواک ( استعمار ) ټغر ورټول او بهرني ځواکونه ووځي . داسې ښکاري ،چې دا موخې اوس تر لاسه کیږي امیر البحر مایکل مولن پرون کانګرس ته په خپلو خبرو کې وویل : دطالبانو اغیز په ولایتونو کې مخ پر وده دی پردې سربېره دوه اونۍ وړاندې یوه ځانمرګی ډله وتوانیدله ،چې ارګ ته نږدې داسې سیمه کې ځای پر ځای شي ،چې ارګ ته بیخي نږدې وه او هغه هم داسې مهال ،چې په ارګ کې دننه دکرزي وزیرانو لوړه کوله .
امریکایانو خپله سعودي عربستان او نور خلیجي هېوادونه 20 کاله وړاندې په افغانستان کې ورښکیل کړې و هغه مهال ېې دا غوښتنه ورځنې کړې وه ،چې باید له افغان جهاد څخه ملاتړ وشي دې ملاتړ دعربانو ملا ورماته کړه او نږدې 20 ملیارده ډالرو ته ورسیده دا بسپنه دهغو مرستو لس چنده ده ،چې عربانو په تېرو پنځلسو کلونو کې فلسطیني مقاومت او الفتح ګوند ته ورکړې ده .
امریکا اوس غواړي ،چې دا چاره بیا تکرار کړي دا که دمنځګړتوب له لارې وي ،چې دبریالیتوب په پرتله ېې دناکامۍ اړخ ډیر پیاوړې ښکاري او که دهغه صندوق دجوړولو له لارې ،چې په افغانستان کې دطالبانو پر وړاندې اربکي جوړ کړي .
اوس نه پوهیږو ،چې دسعودي عربستان پاچا به خپل افغان میلمه حامد کرزي ته دمنځګړتوب په اړه څه ووايي ؟؟
پر هغه څه ، چې موږ پوهیږو هغه دادي ،چې ولسمشر کرزی مشروعیت نه لري ، فاسد سړی دی ، حکومت ېې له جنګسالارانو رغیدلې دی ، ډیری غړي ېې جنایتکار او قاچاقبر دي پردې سربېره او له دې هر څه سره خپله کرزی په کابل کې په عادي شرایطو کې یوازې دارګ کردچاپیره سیمه کنترولای شي او بس .