مرګوني فبروري دواړه لوري افغانستان او پاکستان باید ګډو امنیتي مرستو ته وهڅوي

ژباړن: محمدقسیم پاچا
    د پاک-افغان په سیمه کې  د وروستي ترهګریزو بریدونو تازه څپه، دواړه هېوادونه د ترهګرو پر وړاندی ریښتونې  مبارزې  په برخه کې  همغږۍ ته اړباسي. د همدې روانې عیسوي میاشتې په لړ کې، افغانستان او پاکستان د داسې زړه بوګنوونکو او زړه لړزونکو پېښو لیدونکي وو، چې د هېرېدو نه دي. په کابل کی د فبرورۍ په ۷ د ستری محکمي پیښه چی پکی ۲۱ شهیدان د اوو ښځینه په شموول او په لسګونو نور زخمیان وو. د فبروري میاشتې په اوومه نېټه د کابل پایتخت سترې محکمې په مخکې، ترسره شوي ځانمرګي برید د نهه ښځو په ګډون د ۲۱ کسانو ژوند واخیست. همدارنګه د روانې  میاشتې  په یوولسمه نېټه، د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې  ځانمرګي  برید د لسګونو بې ګناه ملکي  او نظامي  افغانانو د مرګ او ژوبلې  لامل وګرځېده.                                                                                                                    
    له بلې خوا د روانې میاشتې په دیارلسمه نېټه، د پاکستان د لاهور ښار  د پنجاب ایالت د ولایتي شوراء مخې ته د یو سوله ایز لاریون په لړ کې، یو ځان مرګي برید کوونکي د بمي چاودنې په پایله کې درې لوړپوړو څاروندوی (پولیسو) په ګډون شپاړسو ملکي وګړو هم خپل ژوند د لاسه ورکړه. تر ټولو خونړي برید د همدې میاشتې په شپاړسمه نېټه، د پاکستان سند ایالت د سیهوان په سیمه کې د لال شهباز قلندر د صوفي شیرین په زیارت کې رامنځ ته شو، چې د همدې برید په پایله کې له ۸۰ ډېر کسان مړه او له دې دوه چنده ته یې ژوبله ورواړوله. د سیهوان ورستي برید د پاکستان پوځ د قهره لیونی کړ. سره له دې چې افغانستان ته یې د بریدکوونکو د پټنځای په توګه ګوته ونیوله، دوی پرېکړه وکړه چې ځینې سیاسي قدمونه پورته کړی . په پایله کې، د پاکستان حکومت په فرضي کرښه په ځانګړې توګه د تورخم او چمن په فرضي سرحدونو کې یې د دواړو لورو په تګ راتګ بندېز ولګوو، په دې معنی چې دا کار به د کرښې پورې غاړې نه پاکستان ته د تروریستانو د راتګ مخنیوي وکړي.
    په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ  مرکزي ادارې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف افغان سفیر احضار کړی دی، چې  په ترڅ کې یې د ۷۶ په تروریستي پېښو تورنو کسانو لست ورسپارلی او له کابله یې پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې. هغه کرښه چې دواړه هېوادونو یې سره جلا کړي دي، د همدې کرښې تر څېرمه سیمه باندې د پاکستان پوځ له لورې د ترهګرو د ځالو د موخه کولو په بهانه د عام خلکو کورونه د توپونو په ګولیو ویشتل کیږي. دغه راز د پاکستان د مسلح قوواو ویاند ویلي دي، چې د پاکستان ستر درستیز جنرال قمر جاوېد بجوه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قومندان جنرال نېکلسن څخه په ټلیفوني اړیکه کې غوښتي، تر څو د افغان خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړي.
    د پاکستان د پوځ له لورې پورته ذکر شوي دغه کوټلي ګامونه، د همدې د درک وړ تروریستي بریدونو وروسته دا د امنیتي ادارو اړتیا ده چې د خلکو د قهر او غضب د خاموشولو په پار چې د همدې تروریستي بریدونو د څپو په پایله کې رامنځ ته شوی، کنټرول کړي. همدا ګامونه یا کړنې نه شي کولی، هغه سترې ننګونې چې سیمه ورسره مخ ده، د دې ننګونو لپاره یوه تل پاتې د حل لاړ تضمین کړي. لنډمهالې هڅې، ډېری په پړه لوبې تمرکز لري، کولای شي چې په رسنیو کې د بحثونو د راپیدا کولو لامل وګرځي او د خلکو اغتشاش خاموشه کړي اما نه شي کولای چې شته ګواښ له منځه یوسي، دا وخت ثابته کړې ده او بیا به یې هم ثابته کړي. د ۲۰۱۴ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د پیښور په حربي ښوونځي د برید نه وروسته هم همدا ډول ګامونه پورته شول، اما تر اوسه پرته له کوم ځڼډ څخه ترهګر په پاکستان د تسلط په حال کې دي. وروستي بریدونه دا تصدیقوي، چې د پېښور مخکیني هڅو د یوې تل پاتې حل په حیث کومه پایله ور نه کړه. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د صداقت پر بناء یوې پراخې سیمه ایزې ګډې همکارئ ته اړتیا لري. افغان حکومت له وخته په همدې هڅه کې دی، تر څو پاکستان د کابل سره د سیمه ایزې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د لاس یو کولو په برخه کې قانع کړي.
    افغان ولسمشر محمداشرف غنی له پاکستانی چارواکو وغوښتل چی د ترهګرو په وړاندی ګډه، رښتونی او صادقانه مبارزه کولای شی دواړه هیوادونه او سیمه له ترهګریزو فعالیتونو وژغوري. د حکومت د مشر له لورې د سیمه ایزې ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د بناء په موخه، همدا سفر یو بېساری اقدام و. د هېواد ختیځ ګاونډي ته د غنی دغه سفر د نظامي تړون د بناء په پار د افغان حکومت له لورې د پیاوړتیا او رښتینولۍ یوه نښه وه، ترڅو په سیمه کې ترهګرئ ته ماتې ورکړي.  د همدې  سفر او دېته ورته  ډېرو نورو  سفرونو په لړ کې، د دواړو لورو ترمنځ د ترهګرې پر وړاندې مبارزې او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو تړونونه هم امضاء شول. په هر ترتیب،د افغان لوري له لورې سره له دې ټولو هڅو بیا هم د حقاني او طالبانو ډلې خپل عملیاتونه د پاکستان له خاورې نه د یوه محفوظه پټنځای په ټوکه جاري وساتل، چې وخت نا وخت په افغانستان کې  خپلې دښمنئ ته دوام ورکړې. د ۲۰۱۶ میلادي کال د می په میاشت کې، د ملا عمر ځای ناستی او د طالبانو مشر ملامنصور چی د ایران هېواد څخه په پاکستاني پاسپورت بېرته پاکستان ته راستنېده،  د پاکستان په خاوره کوېټه کې  د متحده ایالتونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. چی د ملا منصور همدا  وژنه یو پیاوړی ثبوت دی، چی طالبان د  د پاکستان له خاوری د خپل مرکز به حیث ګټه اخلي او په افغانستان کې  پر افغان امنیتی او نړیوالو ځواکونو خپل بریدونه ترسره کوي
    په باندنیو چارو کې  د پاکستان د لومړي  وزیر سلاکار سرتاج عزیز منلي  او تائید کړې، چی پاکستان د طالبانو رهبرۍ ته د پاکستان په دننه کی ځای ورکړی او تر یو بریده د دوی تر اغېز لاندې دي. پر دوی (طالبانو) یو څه اندازه نفوذ لری. په سناریو کې، دا چې ترهګرې ډلې څنګه او له کومه ځایه د هېواد په مختلفو برخو کې د حکومت واک ننګوي ، شک نشته چې ځینې ترهګرې ډلې چې پاکستان په نښه کوي، ممکن د افغان خاوره کې پټ وي. سر بـﭔره پر دې، د ستونزمنې اراضئ او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې په پایله کې، چې د پاکستان له خاورې یې د دښمن په لیکو کې نفوذ کړی دی. د کابل نه دا شونې نه ده، تر څو هغه ډلې او ځانګړي اشخاص چې افغانستان کې پټ دي، له منځه یوسي. دا چې د پاک افغان په سیمه کې او پراخه توګه د آسیا په کچه مو د ترهګرۍ د ننګونې سره مو مبارزه کړې وي، د راډیکال (ریښه یې افراطیت)، نا پشپړ، او د مرضونو او غرضونو ډکې پروژې چې د کرکې پر اساس بنآء شوي وي، پر ځای یې پراخو ستراتیژیکو هڅو ته اړتیا ده. د دې پرځای چې په سیمه کې د ترهګرۍ سره مبارزه شوې وي، دا ډول هڅې کولای شي یواځې د کابل او اسلام آباد ترمڼځ اړیکو ته تاوان ورسوي. له بلې خوا، د دواړو پایتختونو د اړیکو ترمنځ چاود به ترهګرو ګروپونو ته داسې فضاء برابره کړي، چې په ډواړو هـﭔوادونو کې به خپلې ستراتیژیکې موخې تعقیب کړي.                                                                                                                     
   په سیمه کې  د دواړو هېوادونو د اوسني  امنیتي  چاپیریال ارزونه ښایي،  چې د دواړو هېوادونو له لورې نوې هڅې ترسره نه شي ”که اوس ترسره نه شوې، هیڅکله به هم ترسره نه شي“.  پداسی حالت کی  د مثال په توګه د طالبانو او حقاني شبکې خپلې ودې ته دوام بخښي، سره له دې ډلې دا ادعاء کوي، چې د اسلامي دولت سره په یوه لیکه برابر کړی، په سیمه کې د خپلو پټنځایونو د بناء د پروسې په حال کې دي. په داسې حال کې یوې پیاوړې، صادقانه او ستراتیژیکې ملګرتیا د وخت اړتیا لیدل کیږي. په مشخصه توګه، پاکستان په خپله خاوره کې باید د مخالفینو محفوظه پټنځایونه له منځ نه یوسي، تر څو د افغان حکومت لپاره د ساه اخستلو (شهیق او زفیر) فضاء برابره کړي. چې وروسته له هغې کولای شي، هغه ترهګرې ډلې چې پاکستان په نښه کوي، له منځه یوسي. د پاکستان امنیتي دستګاه باید په کوېټه، پېښور او قبایلي سیمو کې، مخکې له دې چې د افغانستان دا توقع ولري چې د پاکستان دښمنان په نښه کړي؛ د طالبانو عملیاتي بنسټونه محدود کړي.
   د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه پیاوړې او رښتونې ستراتیژیکه ملګرتیا کولای شي، چې په ډېرې آسانۍ سره په سیمه کې ترهګرو ته ماته ورکړي. د دواړو له لورې ټولیزې هڅې کیدای شی، د دواړو هېوادونو سره دا مرسته وکړي، چې د پاک افغان په سیمه کې ترهګري شنډه کړي. افراطي سیاسي ‌آندونه اما غیر استراتیژیکې هڅې، له بل پلوه کولای شی چې د خلکو او هغه کسانو قهر چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، خاموشه کړي؛ اما د ترهګرئ شته ګواښ له منځه نه شي وړلی. همدا ډول، ‌دا ډول کړنې نه شي کولای د کابل په ستر محکمې او د لال شهباز قلندر زیارت په څېر د نورو حملو د مخنیوي ذمه ووهي. تر یو اندازې، د ترهګرو سره په جګړه د سیمه ایزې همکارۍ نه شتون، به ترهګرو ته نور هم زړه ورکړي ترڅو خپلې ستراتیژیکې موخې ته دوام ورکړي. په دې ډول سناریو کې، ګټونګي به ترهګري وي او د دواړو هېوادونو خلک به د همدا ډول برخلیکونو سره مخ وي.