
ليکوال :عزيزاتل
دخلکو له خولې مې ډیر اوریدلې وو چې ویل به یی که دسهار په وخت کې یو خوب چې ډیر حېرانوونکی وي ولیدل شي نو هغه به ډیر ژر په حقیقت بدل شي، نن شپه مې تر څلورو بجو پورې خپل کاري چارې سمبال کړې،دامهال هوا ډیره ګرمه وه ، اوچې کله دشپې ۱ بجه شوه نو زه هم د خپل خوب ځای ته راغلم، ما داسې فکر کوې چې ټوله شپه به خوب ونه کړم ځکه په ګرمې هوا کې خوب کول ستونزمن کار دی، خو خیر لنډه داچې په یوه داسې خوب سر شوم چې باران اوري، هوا د پسرلي د موسم په څیر ښکلې ، ګلورینه او خپلواکه وي، زمونږ د سیمې ټولې انجونې دخپلو کورونو مخونو ته راوتلي وي، ددوې نه چادري پرسروي او نه یی هم مخونه پټ وي، زه هم د دوی په څیر دسړک په غاړه یوازې روان یم او دا هغه وخت وي چې زه له دغو انجونو څخه یوڅو قدمه لیرې ولاړ شم، دغه سړک چې زه ورباندې روان یم ډیر پاک ، ښکلی او دباران په اوبو وینځلی وي ، دلته هغه د چا خبره دمرغه غږ هم نه اوریدل کیږي، زه ستا په اړه فکر کوم، او داسې خپلواک یم چې په خپل وړاندې هیڅ ډول ګواښ نه وینم، هسې نه پوهیږم چې ولې مې ناڅاپه راپه زړه شوې،زه ستا د بیلتون په اړه فکر کوم چې له دې سره ته هم راشې اومخې ته مې ودریږې، زه په ډیرې حېرانتیا سره په ځیرځیر ستا پرخوا در وګورم،او دا زما لپاره ډیره حېرانوونکې خبره وي چې ته مې مخې ته راشې، زه په ډیرې حېرانتیا درنه وپوښتم ته دلته څه کوې؟ ته څه وخت دلته راغلې؟ او بیا مې داهم درته وویل اه!!! تاخو زه هېر کړې وم، نو بیا دې څنګه درپه زړه شوم؟ څنګه دې بیا زما دزړه کورته دمینې په نامه را ودانګل؟ ته وخاندې اوراته ووايې ګوره چیرې چې ته یی هلته به زه هم یم ، ستا ددې خبرې په اوریدو سره مې فکر ته دا خبره را تیره شي چې ایا دا له ما سره مینه کوې که نه؟ که به بیا ماته دوکه راکوې؟ ډیر ژر خپل سوچ بدل کړم ځکه داهر څه راته ناممکینه بریښي، ته ډیره ښکلې انجلۍ، ښه شاعره او لنډه داچې ستا د ژوند ډول زما له ژوند سره ډیر توپیر لري، زه اوته ددې لوی سړک پر څنډه سره روان یو، په دې سفر کې ته داسې راته ښکارې چې ته له ماسره ترحد زیاته مینه کوې، خوکله چې فکر وکړم نو داخبره مې په بیابیا زړه ته راتیره شي چې هغه به له بل چا سره مینه کوي،ته به هسې تیروتلى یې، ته خو دهغې یوازې دوست یی، دوستي او مینه یوله بله ډېر توپیر لري، خوزه په دې سوچونو کې وم چې تا راته وویل اوس خوبه نو کورته تللې شې او کنه؟ او دادې هم راته وویل زه نشم کولې چې هره ورځ تا د خپل کور تر وره پورې ورسوم، ستا ددې خبرې په کولو سره زه هم درته ووایم سمه ده زه یوازې کورته ځم خو کله کله مې پوښتنه کوه ، ته په لوړ غږ وخاندې اوخپلې غټې اوښکلې سترګې زما خواته راواړوې،او راته ووایی لېونيه داته څه وایی؟ ماخو درسره ټوکې کولې او بیا د لومړي ځل لپاره په ډیرې مینې سره زما لاس پخپل لاس کې ونیسې، خو کله چې زه غواړم درته ووایم زما لاس خوشې کړه، نو ته راته ووایی مینه درسره لرم، له هرڅه نه راته ګران یی، دامهال په اسمان کې يوډول مرغان چې ټول تور رنګ لري په سیلونو، سیلونو راشي او دمرغانو دغه سيلونه یوازې ترما او تا چارچاپیره راتاو شي، هوا دومره ښکلې وې چې له هرې خوا څخه د لاله د ګلونو بوې تر مونږ پورې راوړي ، او مونږ سهارنیو وږمو پخپله غیږه کې اخیستې یو، خوزه ستا ددې خبرې په ځواب کې یوازې دومره درته ووایم سمه ده ، خو په یوه شرط، ته راته ووایی هغه څنګه؟ زه پخپلو خبرو کې درته ووایم زه په هغه صورت کې له تاسره مینه کوم چې ته له ما سره د ژوند تر وروستیو شیبو پورې ملتیا وکړې او ما د خپل ژوند ریښتنى ملګرى وګڼې ، پداسې حال کې چې ته زما ددې خبرې په ځواب کې یوه لنډۍ چې اوس مې هیڅ یاد ته نه راځې راته وه وايی ،یعنې پدې لنډۍ کې ته زما دخبرې ځواب په نه راکړې خوکله چې زه ستا دغه لنډۍ واورم نو تمه مې ستا له مینې څخه وخیژي، له دې سره زه مې خپل لاس ستا له اوږې څخه ایسته کړم، او کله چې ځمکې ته وګورم ستا ټول شعرونه ، لنډۍ ، ښکلي بنګړي، سندرې ،هغه مرغان چې زمونږ ملتیا یی کوله داهر څه پرځمکه خواره واره ووینم، او زما لپاره ډیره دحېرانتیا وړخبره داوې چې څوشېبې وړاندې هغه زړه چې ستا دمينې دسپيڅلې ارواپه عبادت بوخت وو غوښتل يې چې
د دغه عبادت په نه کولو ځان ګنهګاکړي ، خوډیر ژر پخپل فکر کې بدلون راولم،او ووایم نه نه داهم ستا لپاره هر څه دي چې یو داسې ښکلې او مهربانه څیره درسره مینه کوي، او له دې سره ته زما له سترگونه پناه شې ، ستا له پناه کيدوسره زه هم له خوب نه راویښ شم خو لنډه دا چې زه راشم پخپلې کوټې کې پر دیوال هغه ځوړنده ساعت باندې مې سترګې ولګیږې، ووینم چې دسهار ۴:۳۰ بجې وې،همدغه وو چې قلم او سپینې پاڼې مې راواخیستلې اوتاته مې خپل خوب ولیکه.