پاکستان، اسلامپالنه او له افغان ملت پالنې وېره

پاکستان، اسلامپالنه او له افغان ملت پالنې وېره د افغان او پښتون ملت پالنې او پر ځای یې د پان اسلامیزم د ترویج په برخه کې د پاکستان اوږد تاریخ
لیکونکی: احمد بلال خلیل
ژباړونکی: محمد بشیر غفارزی
پاکستان د هند د شبه قارې له وېشل کېدو راهیسې په پاکستان کې د قومي ملت پالنې او په افغانستان کې د افغان ملت پالنې له راټوکېدو په وېره کې ژوند کوي. د پاکستان د کارپوهانو وتلي بنسټونه او د واک مراجع دغو دوو بهیرونو ته د پاکستان د جغرافیایي بشپړتیا پر وړاندې د ګواښ په سترګه ګوري. دا وېره هغه وخت نوره هم پیاوړې کېږي کله چې ورته له لوېدیځ پاکستان (اوسني پاکستان) څخه د ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) د بېلتون او همدارنګه په پاکستان کې د سوسیالیستانو، بلوڅو او یو شمېر پښتون ملت پالو چې له افغانستان څخه یې ملاتړ ترلاسه کړ، د سرکښۍ د څپو له لیدلوري وکتل شي، له همدې کبله پاکستان هڅه کوي د هېواد دننه د قومي ملت پالو او په بهر کې د افغان ملت پالنې د کمزوري کولو لپاره له دین څخه د یووالي د وسیلې په توګه کار واخلي.
د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ او صدارت د سړې جګړې پر مهال هڅه وکړه چې په پاکستان کې د ټولو قومي سیاسي ګوندونو د نفود مخه د هغوی د مهمو مشرانو د نیولو او بندي کولو او د هغوی پر وړاندې د منفي تبلیغاتو د زیاتولو له لارې ونیسي؛ د بېلګې په ډول په پاکستان کې پښتون ملت پالو ګوندونو ته چې ځان ته افغانان وایي، د هغو ګوندونو په سترګه کتل کېدل چې د پاکستان خپلواکي یې رد کړې ده، د حکومت تبلیغاتو دغو ګوندونو ته "سره کانګریسان" ویل؛ یعنې د هند په ملي کانګرېس پورې تړلي یې بلل او د دوی کړنې یې پاکستان ضد ګڼلې.
د حکومت دغه استدلال پر درېیو فکټورونو ولاړ و: لومړی؛ پښتنو ګوندونو پخوا، په ځانګړې توګه د خپلواکۍ د مبارزې پر مهال د هند له ګانګرېس سره اړیکې او د پاکستان له مسلم لیګ سره مخالفتونه درلودل. دویم دا چې پښتون ملت پالو په ۱۹۴۷ کال کې هغه ټول پوښتنه رد کړه چې د شمال لوېدیځ سرحدي ولایت (NWFP) (اوسنۍ خیر پښتونخوا) له خلکو په کې پوښتل شوي وو، تر څو پرېکړه وکړي چې ایا غواړي د پاکستان یا هم هند برخه و اوسي؟ په حقیقت کې پښتون ملت پالو استدلال کاوه چې دوی نه پاکستان او نه هم هند، بلکې یو جلا او خپلواک "پښتونستان" غواړي چې له هغو پښتون مېشتو سیمو څخه جوړ وي کومې چې اوس د پاکستان تر واک لاندې دي. بالاخره کله چې پښتون ملت پالو د پاکستان واقعیت درک کړ، بیا دوی د پاکستان د فدرالي نظام تر سیوري لاندې د ولایتي خپلواکۍ او حاکمیت غوښتنه وکړه. دا یو بل فکټور دی چې په لومړیو کې یې له مسلم لیګ او وروسته یې د نورو مهمو پاکستاني سیاسي ګوندونو سره د هغوی اړیکې اغېزمنې کړې. که څه هم د ۱۹۷۳ کال په اساسي قانون کې ولایتونو ته د کاغذ پر مخ خپلواکي او حاکمیت ورکړل شول، خو ملت پاله ګوندونه اوس هم دا استدلال کوي چې دا ډول خپلواکي په عمل کې شتون نه لري.
پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې تل د افغان ملت پالنې او هند یعنې د مخالف او دښمن تر منځ له واقع کېدو په وېره کې و؛ دا وېره د کابل د پښتونستان د پالیسۍ او د ډیورنډ کرښې د په رسمیت نه پېژندو له کبله نوره هم زیاته شوې وه، په داسې حال کې چې کابل پاکستاني قومي ملت پالو لکه د عوامي ملي ګوند غړو یا نورو کسانو ته په خپله خاوره کې پناه او مرسته ورکوله، پاکستان هم د همدغه شان یوه فرصت د ترلاسه کولو هیله درلوده.
دغه فرصت هغه وخت پاکستان ته په لاس ورغی کله چې د سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پر مهال افغان اسلام پالي پاکستان ته وتښتېدل. مولوي حبیب الرحمن چې د افغانستان د اسلامي نهضت له دوولسو بنسټ اېښودونکو څخه و، له نصیرالله بابر سره چې هغه مهال د پوله ساتو ځواکونو (FC) مشر و، اړیکه ټینګه کړه؛ رحمن له پاکستان څخه د نظامي مرستې غوښتنه وکړه. د بابر په وینا، هغه دغه پیغام لومړي وزیر ذولفقار علي بوټو ته ورساوو، چا چې په ځواب کې د "افغانانو د روزنې" لپاره شین څراغ (اجازه) ورکړ چې د بابر په وینا په کې د پاکستان د ځانګړي استخباراتي (SSG) ډلې تر مشرۍ لاندې "د عادي ځمکنیو وسلو او د غلچکي جګړې د څرنګوالي په برخه کې د ځانګړې روزنې" مرسته شامله وه. دغه په حقیقت کې د افغانستان له پښتون ملت پالنې سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له خوا د افغان اسلامپالو د کارت د لوبولو پیل و. له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې افغان اسلام پالي په پاکستان کې وروزل شول او د "1354 عملیاتو" د ترسره کولو لپاره بېرته افغانستان ته واستول شول. دغه نظامي پاڅون د افغان اسلام پالو لپاره یوه ناوړه پېښه یا ناورین و چې په ترڅ کې یې د حبیب الرحمن په ګډون د هغوی ډېری لوړپوړي مشران ونیول او بیا وروسته په دار وځړول شول.
دا د پاکستان د افغان پالیسۍ پیل و. اسلام اباد له افغان اسلام پالو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیست تر څو کابل دې ته وهڅوي چې د پاکستاني قومي ملت پالو او بېلتون پالو د ملاتړ له پالیسۍ څخه لاس پر سر شي. په عین وخت کې پاکستان د افغان ملت پالنې د کمزورتیا او د ډیورند کرښې او لوی افغانستان اړوندو مسایلو ته د پای ټکي اېښودلو په موخه هڅه وکړه افغان اسلام پالو ته د لا زیاتو امکاناتو (سرچینو) په واک کې ورکولو سره هغوی پیاوړي کړي.
د افغان جهاد پر مهال پاکستان یو وار بیا افغان کډوالو ته، خو دغه ځل د ۱۹۷۳-۱۹۷۵ کلونو پر مهال د سلګونو کسانو پر ځای میلیونونو وګړو ته پناه ورکړه. پاکستان مجاهدینو ته روزنه او خوندي ځایونه ورکړل او وروسته یې بیا له هغوی څخه د خپلو ګټو لپاره د نیابتي ځواکونو په توګه کار واخیست. له دغه کار څخه د پاکستان موخه د پښتونایزېشن او افغانیزم مخه نیول و او پر ځای یې د پان اسلامیزم له افراطي بڼې څخه ملاتړ وکړ. باید یادونه وشي چې افغان اسلام پال سیاسي ګوندونه لکه د افغانستان اسلامي نهضت د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له خوا رامنځته نه شول او نه هم د کوم بل بهرني قوت له خوا د افغانستان سیاسي ډګر ته داخل کړل شول (که څه هم دغه اسلام پالي له عقیدوي پلوه د اخوان المسلمین او جماعت اسلامي او د هغوی د همفکرانو څخه متاثر شوي وو). خو په هر صورت د دغه غورځنګ په جوړېدو، پراختیا او تکامل کې د پاکستان د ملاتړ رول هم یو مسلم حقیقت دی.
البته ټول هغه کډوال چې د افغان جهاد پر مهال پاکستان ته کډه شول، یاغیان نه وو، د هغوی یو شمېر یې افغان روڼ اندي او ملت پال وو چې د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داود خان په حکومتونو کې یې دندې ترسره کړې وې. خو د دغو کسانو ډېری یې بیا یا ووژل یا هم د پاکستان پرېښودو ته اړ شول. شناند او لیکوال عزیز الفت، پخوانی وزیر او فیلسوف بهاوالدین مجروح، د حامد کرزي پلار او د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی عبدالاحد کرزی او د افغانستان د پښتون ملت پال ګوند افغان ملت یو شمېر غړي په پاکستان کې ترور شول چې د هغوی قاتلین کله هم ونه موندل شول. همدارنګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسلامبلې پخوانی مشر عبدالرحمن پژواک او ډېر نور کسان د پاکستان او جهادي ګوندونو له خوا اړ ایستل شول چې له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د با تجربه او مسلکي افغان ملت پالو وژنو او تبعیدونو بې تجربې مجاهدینو ته ډګر خالي کړ. د افغان ملت پالو له قدرت سره په مبارزه او پاشلو کې د افغان جهادي ګوندونو رول د انکار وړ نه دی او په دې برخه کې د پاکستان پر رول هم سترګې نه شي پټېدای.
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی چې خپله هم یو مجاهد او د صبغت الله مجددي د ګوند یو مشر و، پر دې باور دی چې د افغان جهاد پر مهال پاکستان له اسلام پالو څخه د پښتون او افغان ملت پالنې پر ضد ګټه واخیسته. حامد کرزي د ۲۰۰۳ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا له استازي ډانا روهراباکر سره په یوه ناسته کې چې جزئیات یې وروسته د ویکيلېکس له خوا خپاره شول، وویل: "ّپښتون ملت پال عموماً سیکیولر وو. پاکستان طالبان رامنځته کړل تر څو د پښتون ملت پالنې پر وړاندې مبارزه وکړي. کله چې ۵۰ کاله وړاندې پاکستان جوړ شو، په پاکستان کې هغه سیمه چې پښتانه په کې وو، د پولې د دې خوا له پښتنو څخه بېله شوه. د پښتنو تر واک لاندې سیمه د پښتونستان په نوم ونومول شوه، پاکستان د بېلتون یا تجزیې له وېرې د پاکستاني پښتنو د اسلام پاله کولو او افغان پښتون ملت پالو د وژلو له لارې د پښتون ملت پالنې پر له منځه وړو پیل وکړ. د پاکستان موخه دا وه چې افغانستان د سخت دریځي اسلام تر واک لاندې راولي."
کرزی تر اوسه هم فکر کوي چې پاکستان له افغان ملت پالنې څخه ډارېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د ریزینا ډایالوګ (چې په هند کې یو کلنی کنفرانس دی) په خپله یوه وروستۍ وینا کې وویل چې پاکستان د افغان جهاد پر مهال غوښتل چې له افغانانو څخه د هغوی افغانیت واخلي او په بدل کې یې هڅه وکړي چې هغوی ته یوه ډېره "ّپان اسلامیزه" بڼه ورکړي، یوازې او یوازې د دې لپاره چې د افغانستان له خوا د پاکستان تر واک لاندې د پښتني سیمو د ملکیت ادعاوو ته د پای ټکی کېږدي.
دا هم ډېره په زړه پورې ده چې باید یادونه یې وشي چې له سړې جګړې څخه وروسته پاکستان تل په افغانستان کې له پښتنو څخه ملاتړ کړی دی او په افغانستان کې د یاغي توب او دومداره جګړې لامل د پښتنو څنډې ته کول او د تاجکو او پښتنو تر منځ د واک پر سر اختلافات بولي؛ ځکه نو پاکستان په افغان حکومت کې د پښتنو د لا زیاتې ونډې غوښتنه کړې ده، که څه هم معمولاً په اصطلاح د "د پښتنو ونډې/ ګډون" ته تل د پاکستان پلوه پښتون مجاهدینو یا پښتون واکه طالبانو، نه هغو نورو پښتنو ته د زیات واک ورکړې اشاره کېږي چې پاکستان ترې ډارېږي؛ یعنې ملت پاله پښتانه.
د پاکستان دا کړنلاره د ناکامېدو په حال کې ده؛ هغه اسلام پالي چې پاکستان یو وخت تر ډېره پاکستان پلوه ګڼل، اوس له پاکستان څخه تر پناه اخیستو وروسته کابل له ستنېدو سره سم زیات پاکستان ضد کسان کېږي. د طالبانو هغه پخواني غړي چې په افغانستان کې اوسېږي، اوس خورا زیات پاکستان ضد دي (د مثال په ډول د ملا عبدالسلام ضعیف د ګوانتانامو زندان پښتو کتاب او له طالبانو سره زما ژوند انګلیسي کتاب وګورئ). سربېره پر دې په طالبانو کې هم د پښتونولۍ اغېزې لیدل کېږي؛ د بېلګې په ډول دوی د خپل حکومت پر مهال د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژنده.
د اسلام پالو ډلو لکه د طالبانو ملاتړ په حقیقت کې د پاکستان وړې اندېښنې هم نه دي رفع کړې؛ په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر جنرال محمود علي دوراني یو وخت خپله وېره داسې خلاصه کړه: زه هیله لرم چې طالبان او پښتون ملت پالنه سره یو ځای نه شي، که چېرې داسې کېږي، موږ د دغه کار شاهدان یو او مونږ د دغه کار په درشل کې یو."