نور قومونه آزادي آخلي لګیا دي  ‎پښتانه په غلامۍ پسې ګرځیږي

‎پاکستان له ‌‌‌‌‌‌ډیره وخت دا کوشش شروع کړي چې قبایلي سیمې [فاټا] د له پاکستان سره یو ځای کړي ، او له طریقه قبایل هم لکه د خیبرپښتونخوا او کوټې د هغو پښتنو په شان چې ځانونه پاکستانیان بولي د ځان غلامان کړي ‎چې بدبختانه ځینې قبایل هم ورته خوشبینه دي ‎دلته نو داسې ده چې قبایل نه خپله خپل توان او ګټه پیژني او نه داسې څوک لري چې د ګټې او تاوان لاره ورته ښايي ‎افغانستان هم د پاکستان په دې لویه فیصله خپل ځان ګونګ اچولی او هیڅ نه وايي ‎د افغانستان که له یوې خوا قبایلو ته توان کوي خو بل خپل د افغانستان پکې ‌‌‌‌‌‌ډیر غټ زیان دي ، ځکه چې د خپل وجود یو لویه برخه په لوی لاس بل چاته سپاري ‎بل خوا دخیبرپښتونخوا او کوټې د میشتو پښتنو مشران هم د قبایلو سره ظلم کوي ، ددې لپاره چې پنجایان تر راضي شي ‎خپل آزاد وروڼه دې ته هڅوي چې تر څو د پاکستان سره یو ځای شي رقم رقم خیال پلاونه ورته پخوي ‎خو د خپل ځان او ژوند او غلامۍ اصلي کیسه نه ورته کوي نه یې له خپل حال خبروي چې دوي باندې د پنجاب کوم ظلم نه کیږي ، ټوله ورځ یې په لاهور ، کراچۍ او اسلام اباد کې تر کوتکو لاندې کړي وي ‎او د پاکستان ټول جیلونه او بندخانې یې له دوي‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډکې کړې ‎قبایل افغانستان ته داسې دي لکه د یو وجود یوه برخه مثلاً لاس ‎که لاس له وجود بیل شي ، نو که د یو خوا وجود نیمګړي شو ، خو له بل خوا لاس هم داسې له کاره لویږي چې بیا یې په ټولنه کې هیڅ حثیت نه پاتې کیږي ، بغیر له دې نه چې سپي او لیوان یې وخوري ‎نو قبایل هم که له افغانستان بیل شي او د پاکستان برخه شي ‎افغانستان ته خو دا توان دی چې خپله یوه وړه برخه به له لاسه ورکړي ‎خو قبایل د عمري عمر لپاره خپل ځان په خپله اورته اچوي ‎په ځان د هغو چا باداري مني چې هغه د دوی د نیکونو غلامان تیر شوي ‎بیا به نو ټوله ورځ د پنجابیانو له لاسه بې عزته کیږي ‎په جیلونو کې به بندیان وي ، ‎تذکره به هم له لاسه ورکړي او شناختی کار‌‌‌‌‌‌ډ مالیکان به هم نشي‎لکه د نورو هغو پښتنو پشان چې ځانونه پاکستانیان بولي ټول عمر به د پنجاب غلامي کوي.
عبدال امین وردګ