د روهي وېبپاڼې ورستۍ ستونزې او  نوي پلانونه

ملګرو سلام او ښې چارې، په دې هیله، چې روغ رمټ به یاست. په دې ورستیو کې د روهي وېبپاڼې ستونزې ډیرې شوې وې، کله به پاڼه نه خلاصیده او کله به وروسته له ډېر ځڼده پرانیستل شوه، چې لاملونه یې دوه وو: له یوې خوا تاسې ته ښايي مالومه وي، چې روهي وېبپاڼه هر وخت د بېلابېلو هيکرانو د حملې لاندې وي، له بلې خوا یې په دې وروستیو کې د سرور ستونزې وې. د لومړۍ ستونزې پر وړاندې موږ تل کوښښ کوو، چې پاڼه د هيکرانو د حملې نه وساتو، خو دا ټولو ته جوته ده، چې په نړۍ کې داسې پاڼه نشته، چې د هیکرانو د حملې نه ۱۰۰ ٪ وساتل شي. په ډیره خوشالۍ سره مو د دوهمې ستونزې(د سرور) حل کړې، نو په دې هیله، چې تاسې ګران لیدونکي به خپه شوي نه یاست. همدا ډول موږ په پلان کې لرو، چې په دې څو ورځو کې د روهي وېبپاڼې د موبایلونو اپس(mobile application) هم جوړ جوړ کړو، تر څو د پاڼې د کتلو لارې چارې نورې هم اسانې شي. په دغه نوي اپس کې به د پاڼې د کتلو په برسیره د افغانستان راډیوګانې او تلویزیونونه هم کتل کیږي، نو تاسې دعګانې کوئ، چې په ټولو پلانونو بریالي شو او تاسې ته یې وړاندې کړو.
مننه،
ورور مو نیک محمد ویال