اسلامي اقتصادي نظام
Islamic economic system
اسلام يوازې د مذهبي رسوماتو دين نه، بلکې د انسان د ژوند يو بشپړ قانون دی، د مسلمانانو د ژوند هره برخه مطالعه کوي، اسلام مسلمانانو ته په اقتصادي برخه کې هم لارښوونه او رهبري کوي، اسلام چې په اقتصادي برخه کې مسلمان ته کوم اصول وړاندې کړي، په عملي کولو به یې انسان تل خوشاله او له سکون څخه ډک ژوند تېروي، دا نور اقتصادي نظامونه انسان ته يوازې ددې نړۍ اړتياوو په پوره کېدو باندې تاکيد کوي، خو اسلامي اقتصادي نظام ددې نړۍ تر څنګ د اخرت د برياليتوب لپاره هم کار کوي. اسلامي اقتصادي نظام په هغه ځای کې پلی کېږي چې خلک یې مسلمانان وي. اسلامي اقتصادي نظام په هغو ادارو او وګړو مشتمل دی چې د خدايي احکامو لاندې جوړ وي تر څو د اسلامي هېوادونو خلک محدود وسايل څنګه وکاروي؟ تر څو هغه اړتیاوې او غوښتنې چې اسلام ورته اجازه ورکړې د امکان تر حده پوره کړي، د اسلامي اقتصادي نظام اصولو سرچينې قران الکريم، نبوي سنت او اجتهاد دي. اسلامي اقتصاد تر دويم نړيوال جنګ پورې همداسي د نورو علومو سره ګډ پاتې شو، په دغه دوران كې زيات اسلامي هېوادونه د دويم نړيوال جنګ څخه وروسته ازاد شول، په دغه وخت كې اسلامي هېوادونه د خپلو ويجاړو سستمونو ترڅنګ د اقتصادي سيستم جوړولو او بيا پر پښو درولو په هڅه كې شول، ځكه دغه سستمونه د نړيوال جنګ او د كفارو د حملو له امله له منځه وړل شوي وو، څرنګه چې په هغه وخت كې نور اقتصادي سيستمونه په سود ولاړ وو او سود د اسلام له نظره ناروا دی (د اسلامي اقتصاد او نورو اقتصادي سيتمونو ترمينځ ډېر توپيرونه شته او يوازې سود نه دی)، نو ځكه دوی دا اړتيا وليده چه خپل اقتصادي سيستم د اسلامي اصولو او قوانينو په چوكاټ كې جوړ كړي.
په هر صورت لكه څرنګه مو چې وړاندې هم ذكر وكړ چه انفرادي هلې ځلې په دې بريالۍ نه شوې چې اسلامي اقتصاد د يوه خپلواک علم په توګه نړيوالو ته ور وپېژني، نو د ټوله ییزو هلو ځلو اړتيا پيدا شوه، تر څو پورې چې د (1976) میلادي کال د فبروري په مياشت كې په اسلامي اقتصاد باندې لومړنی نړيوال كانفرانس په مكه مكرمه كې جوړ شو او په دې وسيله اسلامي اقتصاد د يوه خپلواک علم په ډول د نړۍ ته وپېژندل شو او د اسلامي اقتصاد په پيژندلو او په دې لاره كې د كار كولو لپاره لاره برابره كړه، د كنفرانس په جوړولو كې ډاكتر محمد نجات الله صديقي، ډاكتر محمد عمر او پروفيسر خورشيد احمد فعال رول ولوبوو په دغه كنفرانس يا سمينار كې د ډاكتر محمد نجات الله صديقي لخوا د پخوانيو اسلامي پوهانو د اقتصادي نظرياتو په باب يوه لیکنه يا رساله وړاندې شوه، دغې لیکنې په اسلامي اقتصاد باندې د بحث كولو بنسټ كېښود.
په قران شريف کې د اقتصاد کلمه د اعتدال په مانا ذکر شوې، د لقمان په مبارک ايت کې راغلي ایت ترجمه(په خپل تګ کې ميانه رو اوسه). حضرت محمد (ص) په خپل مبارک حديث کې د اقتصاد د کلمې په اړه ويلي دي: ((که څوک په ژوند کې ميانه رو او معتدل وي، څښتن تعالی به د هغه روزي زياته کړي او که څوک اسراف وکړي، نو څښتن تعالی به هغه محروم کړي.حدیث ترجمه))
د اقتصاد کلمه په عربې ژبه کې هم د اعتدال او ميانه روۍ مانا لري او په اسلام کې د افراط او تفريظ په مقابل کې کارول شوې ده.
د څښتن تعالی د قوانينو په حدودو کې د فکر، طبيعت، شتمنۍ او کار د کارونې له امله د وګړي او ټولنې د اړتياوو د لرې کولو، هوساينې او ګټورتوب په موخه د کړنو تر سره کولو ته اقتصاد وايي. د څښتن تعالی د لارښوونې له مخې د هغو قوانينو او اصولو څخه عبارت دی چې د هغو په کار اچولو او د مراعاتولو په صورت کې توليد او شتمنۍ ډېريږي، د کار او همکارۍ له مخې د ټولنې وګړو ته په عادلانه ډول رسېږي، لکه: څرنګه چې په ځمکه او اسمان کې د ټولو موجوداتو مالک څښتن تعالی دی او پيدا کوونکی هم همدا دی او حقيقي مالک يې هم څښتن تعالی دی. اسلامي اقتصادي نظام د نړۍ د نورو اقتصادي سيستمونو د کړنو او نظرياتو سره د مبدا او ماهيت له نظره توپير لري. د اسلامي اقتصاد د ظوابطو او قوانينو سرچينه الهي احکام دي. د اسلام په ټولو اقتصادي کړنو او تشبثاتو کې عدل، انصاف، حق، پېرزوينه او اخلاق داخل دي.
د اسلامي اقتصادي نظام ځانګړتياوې
د اسلامي اقتصادي نظام بنسټيزې ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱-د ژوند د لومړنيو اړتياوو پوره کول: اسلامي اقتصادي نظام د انسان پرمختګ ته بنسټيز اهميت ورکوي. په ټولنه کې ټولو وګړو ته د ژوند د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو ټينګار کوی. د انسان بنسټيزې اړتياوې خوراک، پوښاک، اوسېدل، ښوونه، روزنه او روغتيايي اسانتياوې دي.
۲- خصوصي ملکيت: په حقيقت کې د هر څه مالک څښتن تعالی دی، کوم توکي چې د انسان په ملکيت کې وي، د امانت بڼه لري. انسان هغه د څښتن تعالی او د رسول (ص) په طريقې د کارولو پابند دی، تر څو د څښتن تعالی د خوښې وړ وګرځي او انسان د نړۍ او اخرت د برياليتوب لامل ګرځي، اسلام خصوصي ملکيت ته اجازه ورکوي مګر دا ملکيت ازاد او خود مختاره نه دی.
۳- د جايداد کارول: د جايداد په کارونې اسلام چې کوم بندېزونه لګولي په لاندې ډول دي:
• اسلام د جايداد د بې ځايه کارونې څخه منع کړې ده.
• په اسلامي اقتصادي نظام کې هېڅوک جايداد د ټولنې په خلاف نه شي کارولی.
• په ټولنه کې د بې وزله او اړمنو خلکو د ده پر جايداد حق لري.
• که څوک پور ته په رښتيا اړتيا ولري، بايد انکار ونه کړي.
• له زکات پرته هم بايد له بې وزلو سره مرسته وکړي.
۴- د توکو او چوپړتياوو کارول : په اسلامي اقتصادي نظام کې د اصراف او هغو توکو کارول چې انسان او ټولنې ته زیان رسوي بندیز دی ، لکه؛ شرابو، پوډر، چرس او د مړو او حرامو حيواناتو غوښه. همدرانګه د عيش عشرت د توکو کارول هم اسلام نه خوښوي. په اسلام کې د ټولنې هر وګړی د ټولنې په چوپړ مکلف دی، اسلام د څو نفرو پر ځای د ټولې ټولنې په خوشالۍ زور اچوي.
۵- د حکومت دندې: په يوې اسلامي ټولنې کې د حکومت دندې په لاندې ډول دي...
• د خلکو لپاره د اسلامي اصولو په رڼا کې د ژوند برابرول او د اړتيا په وخت کې له سختۍ کار اخيستل.
• ټولو خلکو ته د ژوند د اسانتياوو برابرول.
• په بازار کې د ښه چاپېريال جوړول او د دوکه کونکو او غلو مخه نيول.
• د اقتصادي پرمختګ او پانګونې لپاره ګام پورته کول.
• د شتمنۍ د نا انډول وېش مخه نيول.
۶- غيرې سودي نظام: په اسلامي اقتصادي نظام کې سود منع دی چې ورسره د ظالمانو مخه نيول کېږي او ټولنه له طبقو ساتل کېږي، شمتنۍ له يو څو لاسونو څخه ټولنې ته ورکول کېږي او د ټولنې په خير کارول کېږي.
۷- د کار اهميت: اسلام کارګر د پانګوال رحم ته نه پرېږدي، بلکې د هغوی د حقوقو بشپړ ساتنه کوي، اسلام کار ته ډېر اهميت ورکوي او هغه روزي ډېره يې بهتره ګڼي چې د کار په وسيله تر لاسه شوې وي او داسې حکم کوي چې کارګر ته د هغه اجوره د هغه د خولو له وچېدو وړاندې بايد ورکړل شي.
۸- د زکات ورکړه: په اسلامي ټولنې کې په هر عاقل، بالغ مسلمان چې د زکات شرايط پوره کړي، زکات ورکول فرض دي او د اسلامي اقتصادي نظام مهمه ځانګړتيا ده.
۹- د شتمنۍ د راټولونې ممانعت: اسلام د جايزو لارو څخه راغلې شتمنۍ د ټولونې اجازه نه ده ورکړې، ځکه خوځښت يې درېږي او دا شتمنۍ د څو نفرو لاسو ته ورځي، ټولنه غيراخلاقي کېږي، نو ځکه اسلام د شتمنۍ ټولول نه خوښوي.
۱۰- د وراثت قانون: په اسلام کې د شتمنۍ وېش د وراثت د قانون له مخې تر سره کېږي، له کوم وګړي سره چې شتمنۍ له خپلو اړتياوو څخه ډېرې وي، پاتې برخه د وارثينو تر منځ ووېشل شي، نو وراثت د قانون له مخې شتمنۍ په خپله دوران پيدا کوي.
۱۱- د کسب خپلواکي: په اسلام کې د حلال رزق د ګټلو لپاره چې هر ډول کسب په ټاکلو کې خپلواکي لري.
۱۲- د شتمنۍ وېش: په اسلامي اقتصادي نظام کې شتمنۍ په مساويانه ډول نه وېشل کېږي او په اسلامي اقتصادي نظام کې هېڅ وخت دا نه دي ذکر چې د ټولو انسانانو د ژوند آسانتیاوې بايد مساوي وي. په اسلامي اقتصادي نظام کې هر وګړی په ټولنه کې برابره درجه لري .زکات، عشر او د وراثت په وسيله په ټولنه کې شتمنۍ په منصفانه ډول وېشل کېږي.
وروستي