جهاديان اوس سولر Solar پلوري

تاسې به څه فکرکوئ ، چې له دې ليکنې به زماموخه څه وي او ولې به زه ددې ليکنې ليکلوته اړ وېستل شوی يم که ترپايه يې ولولئ ښايي داوسنيوجهاديانودمخالفې ډلې ( دولت ) يوغړی مې وګڼئ خو پام داسې فکرمه کوئ زه له دواړوډلوسره کوم پټ ياښکاره تړاونه لرم بلکې اکثره وخت داسې څه رامخ ته شي ، چې ځوروي مې اوپرې خفه کېږم که يې دحل لاره ونه شم موندلای هغه دزړه خبرې قلم ته راباسم اويوڅوکرښې کاږم اوزړه مې څه ناڅه تشوم که څه کېږي يانه بس همدومره مې بس وي.
داچې څنګه جهاديان سولرSolar پلوري داهغه څه دي ، چې په خپلوسترګويې يوه مياشت دالړۍ په خپله سيمه کې په سترګو وينم اوزړه مې دردکوي داځکه ، چې زه هم داوسني جهاد دلارويانوسخت پلوی وم اوغوښتل به مې په ډلويې ورګډ شم خودژوندچارو راته ددې اجازه نه راکوله اوپاتې شوم خوبياهم هغوي به مې ځکه په زړه کې وه ، چې جهادکوي اودالله (ج) لپاره يې کوي نوبايدهغوي ته په زړونوکې ځای ورکړو.
دغوجهاديانو(طالبانويااسلامي حزب) له يوې مياشتې راپه دېخوادميدان وردګو ولايت دسره پله په سيمه کې ديوتن سوداګرله لمرينو(Solar) څخه ډکې دوه لارۍ له لارې وګرځولې دهغه ځای تيتمورنومې سيمه کې يې دڅو ورځولپاره پټې ساتلې وې اوبلاخره يې دځاي پرځاي کولولپاره دنوموړي ولايت دنرخ ولسوالۍ توکرک نومې سيمې ته ولېږدولې . هغه داوسنيوجهاديانولپاره خوندي سيمه ده نوموړي ځای کې يې ځای پرځای کړې او اوسمهال يې دپلورلړۍ روانه کړې ده هغه سولران ، چې اصلي قېمت يې ۲۰۰۰۰ افغانۍ ده جهاديان يې په خوراتخفيف سره په ۵۰۰۰ افغانۍ پلوري اودسوداګرۍ دالړۍ يې سخته ګرمه روانه ده . هلته ددې ولايت له لرې سيموڅخه دهغوي په پته توکرک ته ورځي اودغه سولران په ټيټه بيه اخلي .
بايدوويل شي ، چې ددې سوداګرۍ اصلي اودسر سړي دنرخ ولسوالۍ دده مسلم دسيمې يوتن نامتو مولوي ښاغلی عبدالرحمن دی اونورپه دې بهيرکې ښکېله ډله دتوکرک دسيمې ګڼ شمېرطالبان دي ، چې سولران دښاغلي ملاعبدالحق شوقي له کوره پلورل کېږي اوپيسې يې دتښتوونکې ډلې په جيبونوکې لوېږي.
زړه مې ځکه دردکوي ، چې له جهاده مې دې ډول خلکو خوابده کړه اوزړه مې نه غواړي ، چې دجهادکلمه واورم اوپردې مې دالله (ج) پروړاندې ځواب وي څه ؟
له ملامې ځکه زړه تورشوی ، چې اکثره اوسني ملايان دجهادپه سپېڅلي نامه داسې ناسم غيراسلامي ، دټولنې اواسلامي نظام سره مخالف کارونه سرته رسوي.
زه هغه واقعي اوسپېڅلومولويانوته په پوره باوراحترام لرم اوهڅه کوم هغوي په دې ليکنه کې راګډنه کړم اوسپين نوم يې تورنه کړم خوبايدووايم ، چې هغوي خوهم ددې لوټمارانولوټمارۍ ويني ولې يې مخه نه نيسي ؟؟؟؟
شاه زمان ميدانوال - توکرکی