اقتصاد پېژندنه/ (۱۱ مه برخه)

د سوسياليزم اقتصادي نظام
Socialism Economic system
د سوشياليزم کلمه د نړۍ په هر ګوټ کې کارول کېږي او تل په سياسي، اقتصادي او پوهنيزو بحثونو کې پرې خبرې کېږي. سوشياليزم د مفهوم او مانا له مخې تقريبا دوه زره څلور سوه اته ديرش کاله وړاندې موجود و. خو د لفظ او کلمې له مخې د نولسمې پيړۍ محصول دى او د نولسمې پيړۍ په سر کې رامنځته شوی چې په اقتصادي کتابونو کې د دغې کلمې د حقيقي پيدا کوونکي تر منځ اختلاف شتون لري په ځينو کتابونو کې د سوشياليزم د کلیمې پيدا کوونکی رابرټ اوون ښودل شوى مګر د فرانسې نوميالي عالم پير لرو په خپل کتاب کې (ګرودو سامار) داسې ذکر کړی چې د سوشياليزم کلمه لومړى ما کارولې ده.
د سوشياليزم تعريف: ډېرې سياسي او اقتصادي ټولنې خپلې طريقې سوشيالسټي بولي مګر په نظرياتو او کړنو کې يو له بل سره توپير شتون لري.
د ساري په ډول: انارشستان ځانونه سوشيالستان بولي خو د خپلو نظرياتو له مخې په فرديت را څرخي د وګړي په اصلاح کې د ټولنې اصلاح ويني حکومت او ديکتاتوري نه خوښوي همدارنګه کمونسټان او مارکسسټان هم د سوشياليزم نارې وهي مګر هغوی وايي چې د ټولنې اصلاح د وګړي اصلاح ده چې د حکومت او ديکتاورۍ پلویان دي د پورتنيو توپيرونو له کبله د سوشياليزم تعريفول هم ستونزمن کار دی خو بيا هم کولای شو په لاندې ډول يې تعريف کړو: سوشياليزم د هغه ښوونځي او طريقې څخه عبارت دی چې عقيده لري د پانګوال اقتصادي نظام د مالکيت او کار ډول ظالمانه دی بايد د ټولنې له لورې ورته تغير ورکړل شی.همدارنګه سوشيالسټان وايي د ټولنيزو مسايلو د حل لپاره بايد په ټولنيز ډول ګام واخیستل شي او د شتمنۍ سرچينې بايد د ملت په لاس کې ورکړل شي د توليد وسايل د دولت او يا ټولنيزو ټولنو او کوپراتيفونو په ملکيت کې ورکول کېږي. په داسې نظام کې شخصي ملکيتونو ته اجازه ورکول کېږي، خو د خصوصي ملکيتونو شته والی د دولتي قانون له مخې منعه وي.
له شخصي مالکيت څخه موخه پر هغه شتمنيو د شخص تصاحب دی چې د هغه د شخصي او کورنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي، خو د نورو د کار د ګټې د خپلولو او استثمار لپاره نه شي کارول کيدای د ساري په توګه: د اوسيدلو کور، جامې، بايسکل، موټر، هغه اندازه ځمکه چې يو شخص او د هغه د کورنۍ غړی پخپله پکې کار وکړي او همدا ډول نور ټول هغه څه چې يو څوک يې د خپل شخصي او کورني ژوند لپاره کاروي.
ددې په وړاندې خصوصي مالکيت د توليد پر وسايلو د وګړو له هغه ډول تصاحب څخه عبارت دی چې د وګړو د شخصي او کورنيو اړتياوو څخه زيات وي او د هغو په مرسته د نورو هغو کارګرانو او مسلکي کسانو د کار څخه ګټه اخيستل کېږي چې د همداسې وسايلو د نشتوالي له کبله په خپله په خپلواک ډول په توليدي او خدماتي کړنو کې برخه نه شي اخيستلای د توليدي وسايلو څخه بې برخې کارګران او ماهرین د خپل ژوند د اړتياوو د لاسته راوړلو او په خپله تحصيلي څانګه کې د کار د موندلو لپاره دې ته اړ وي چې د کوم بل پانګوال سره چې د مناسبو توليدي وسايلو درلودونکی دی، کار وکړي په پايله کې د خپل کار او لاس د محصولاتو ګټه په لږه او يا ډېره اندازه د هغو د کار ورکوونکي پانګوال لاس ته ورځي.
ددې لپاره چې د شخصي او خصوصي مالکيت تر منځ موضوع ښه څرګنده شی دلته به د يوې ټوټې ځمکې مثال راوړو:
که يو څوک شخصي ځمکه ولري، په هغې کې پخپله دی او د هغه د کورنۍ غړي کار او توليد وکړي او پيداوار يې هم د خپل کور د اړتياوو لپاره ولګوي، نو د ځمکې ټوټه د هغه شخصي ملکيت دی او په سوشياليزم کې يې د ساتلو او کرلو حق لري خو که چيرې يو څوک په ځمکه کې پخپله کار نه کوي، خپله ټوټه ځمکه چاته په اجاره، کرايه او يا ده کروندګر ته په کروندګرۍ ورکړې وي، نو دا ځمکه د هغه په خصوصي مالکيت اوړي او په سوشياليزم کې يې د ملکيت او د هغو په وسيله د بل چا د کار او زيار د ګټې د خپلولو حق نه لري.
سوشياليزم ته د رسيدو مراحل په لاندي ډول دي:
• نيوکه : د سوشياليزم ښوونځي اصولاً د ټولنې پر موجوده نظامونو نيوکې کوي دوى په ټولنه کې د طبقاتو د له منځه وړلو لپاره کار کوي چې دلته دوه ډوله اقدام غواړي يو ډله وايي چې ډېر ژر بايد بدلون راشي بله ډله وايي چې لومړى بايد سياسي،اقتصادي، ټولنيز او کلتوري څېړنه وشي بيا بدلون راشي.
• هيله: سوشيالسټان هيله لري چې د راتلونکي زمانې خلک به کوښښ وکړي چې د توليد اوسنى نظام چې سم نه دى بيرته کړي او دهغه پر ځاى يو داسې نظام ټينګ کړي چې د مساوات پر پايو ولاړ وي.
• عمل: په ټولنه کې سوشيالسټي نظام ته د رسيدو لپاره د سوشيالسټانو تر منځ اختلاف موجود دى يو ډله ېې د ټوله یيز اوښتون پلويان دي چې په هغو کې المانى کارل مراکس او ملګري یې د دې نظريې ملاتړي دی کارل مارکس یوازې دا نه وايي چې اوښتون د رامنځته شي بلکې هغه عقيده لري چې دا ډول اوښتون کېدونکى او راتلونکى دى. هغه د پانګوال نظام سره مخالف و او په ټوله نړۍ کې کارګرو ته همدا يوه خبره کوله چې د نړۍ کارګرو يو له بل سره متحد شئ کارل مارکس او دهغه ملګرو سوشياليزم ته د رسيدو لپاره د کارګرو اوښتون او د يو څه وخت لپاره د هغوی ديکتاتوري غواړي، پانګوال اقتصادي نظام ټولنه په دوه طبقو وېشي د مارکس په عقيده تاريخ د طبقاتو ترمنځ د کشمکشو او اړودوړ څخه عبارت دى نه د ملتونو د جنګ څخه تاريخي پيښې د اقتصادي ځواک او زور لاندې پيدا شوي.
د کارل مارکس دا نظريه په عملي ډګر کې په اوسنۍ روسيه کې د ناکامۍ سره مخ شوه د مارکس، انګلز او لېنن سوشيالسټي مفکوره د نړۍ په نورو هېوادنو کې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
د سوشياليزم بنسټيز اصول:
۱-ټولنيز ملکيت: په سوشياليزم کې خصوصي ملکيت شتون نه لري د توليد ټول وسايل(ځمکه، کار،پانګه، مديريت) د حکومت په لاس کې وي.
۲- خصوصي کاروبار وجود نه لري: په سوشياليزم کې خصوصي کاروبار وجود نه لري ټول خلک له حکومت سره کار کوي او د دولت نوکران وي.
۳- د شتمنۍ مساوي وېش: په سوشياليزم کې ټول کاروبار د حکومت په لاس کې وي له کاروبار څخه چې کومه ګټه تر لاسه کېږي د حکومت زیرمې ته ځي او په ټولنيزو کارونو يې لګوي.
۴- کاروبار:په سوشیالیزم کې ټولو خلکو ته کار د حکومت له خوا ورکول کېږي.
۵- د پلانونو جوړول: په سوشياليزم کې يوه اداره وجود لري چې د حکومت لپاره ټول اقتصادي پلانونه جوړوي چې تر ډېره بريده په دې پلانونو کې د دولت سياسي موخې په پام کې نيول کېږي.
۶- فکري یوالی: په سوشياليزم کې ټول خلک يو ‌نظر لري د سوشياليزم لپاره کار کوي او د کپټليزم خلاف وي.
د سوسياليزم او کمونېزم تر منځ توپير:
کمونيزم او سوسیاليزم عموماً دواړه يو د بل پر ځای کارول کېږي ځکه دواړه ښونځي د (کپيټلزم) خلاف دي، د دغو دوه ښونځیو ترمنځ ډېر ورته والی او هم ډېر توپير موجود دي، خو په توپير پوهېدل يې ځکه ستونزمن دي چې بېلابېلو ټولنو (هېوادونو) د دواړو اقتصادي ښونځیو ګڼ شمېر ډولونه پلي کړي او دا دواړه ښونځي یې د تعصب، يو اړخيزه قضاوت په رڼا کې او د خپلې خوښې سره سم تعريف، ورته او سره بېل کړي دي. ليبرالان غواړي چي پرېکړې د ټولو وګړو سره شريکې شي، البته د وګړو په لومړیتوب کې، مګر محافظه کاران غواړي او وايي چي پرېکړې بايد د څو محدودو وګړو تر منځ سره شريکي شي، البته د يوه وګړي په لومړیتوب.
سوشیاليزم عموماً اقتصادي نظام يا ښونځي ته راجع کېږي، خو کمونېزم بيا هم پر اقتصادي او هم پر سياسي ښوونځي دلالت کوي. د کمونيزم له مخې د خدماتو او توکو وېش د وګړو د اړتياوو له مخې رامنځ ته کېږي، خو سوشاليزم بيا استدلال کوي چي د خدماتو او توکو وېش د وګړو د هلو ځلو پر بنسټ رامنځته کېږي.
په کمونيستي اقتصاد کي د کپيټليزم لپاره ځای نه شته، خو سوشاليزم بيا وايي، څرنګه چي شتمنۍ د خلکو ترمنځ وېشل کېږي، نو کېدای شي د کپټليزم ځينې اړخونه په سوشياليسټي اقتصاد کي ځای ولري، سوشياليزم هغه ښوونځى دى چي وايي کارګره طبقه بايد سرچینې په ټوله یيزه او ډيموکراتيکه توګه ترلاسه کړي چي وکولای شي د ټولني د اکثريت د ښه والي لپاره توکي توليد کړي. کمونيزم هغه ښوونځي ته وايي چي په ټولنه کي بايد نه د طبقې استحصالوونکي، استحصالېدونکي او نه تېری کوونکي اوتېری کېدونکي بايد وجود ولري.