(( شمشاد )) د ملي ارمانونو څلی

حمزه
شمشاد یو ټولنیز تلویزيون دی چی خپل ټولنیز اغیز يې ټولو پښتنو او پښتنو کورنيو ته په لوړه کچه رسولیّ څرنګه چې نوموړی تلویزون د ټولو پښتنو د ذهنونو او کورني چاپیریال ته لاره موندلې ده نو ځکه د نیکه مرغه د شمشاد په برکت نن ورځ ډیری پښتانه د ژوند په هره برخه کې په ټولو مسایلو او جوړښتونو پوهيږي .
ټول ارزښتونه چې په يوه ټولنه کې د انسان طبيعي حق وي ، د شمشاد په هلو ځلو تر ډیره حده د شمشاد د چتر لاندې خوندي شوي خو د دې لپاره چې دغه ارزښتونه نور هم لوړې کچې ته ځان پورته کړي نو د ټولو پښتنو ملا تړ اړین بولم .
شمشاد پدې هڅه کې دی چې ټول پښتني ارزښتونه او د پښتنو ټول حقوق په رښتيني بڼه ټولو افغانانو او نړيوالو ته وښيي باید په ګوته کړم چې شمشاد د یوی فعالې او خو ځنده پدیدې په توګه پدې لاره کې لوی نقش خپل کړی دی چې د علمي او اجتماعي اړیکو له مخی يې د پرګنو سره دخپلو پروګرامونو له لارې تودې اړیکې تر دې دمه ساتلی دي .
شمشاد تلويزيون په رشتینی ډول یو افغاني او ملي تلويزيون دی او په هر اصیل افغان فرض ده چې د ده په پرمختګ کې پوره ونډه واخلي پدې خاطر چې شمشاد د ټولو هیوادوالو او نړیوالو د لیدو لپاره نور هم پیاوړی شي څرنګه چې نوموړی تلويزيون یو ولسی تلويزيون دی پدې کی تفریحي کلتوری د ځوانانو خپرونې ،د ماشومانو خپرونې د ښځو نړۍ، دیني پروګرامونه او نور نور شامل دي .
اړینه ده چې د تجربه کارو له تجربو او عالمانو د علمی شتمنۍ او ارشاداتو څخه پدې لاره کې پوره کار واخستل شي .
په افغانستان کې ډير تلويزيونونه خلکو د خپلو ارادو له مخې جوړ کړي دی چې ډيري یې د د تجارت او ژبې په بنیاد ولاړ دي .
خو بر عکس د شمشاد تلويزيون د افغانسان د ولس د ارادو ممثل دی او د شمشاد له برکته د پښتنو دغه تشه د نیکه مرغه ډکه شوې ده .
او بې له شکه د افغاني هویت هنداره ده دا پدې مانا چې افغاني ادب شعر شاعري ډیری مجلس او کليوالی موسیقي او داسې نور رنګا رنګ پروګرامونه لري ، چې د دې پروګرامونو له لارې هغو پښتنو ته چې په اطرافو او يا د هیواد نه بهر اوسیږي پوهاوی رسوي .
پدې تلويزيون کې با احساسه پښتانه کدرونه کار کوي او خپلو وطنوالو ته د زړه له خلاصه خدمت کوي دا هر څه د ښاغل حاجی صیب فضل کریم په مشر تابه او نوښت تر سره کیږی
یا په بله مانا دا د محترم حاجی صیب فضل کریم برکت دی چې د دې افغاني ارزښتونو لپاره یی پدې لاره کې کوټلي ګامونه پورته کړي او لا نور هم پدې لاره کې د هیڅ ډول ستړيا احساس نکوي او لا هڅه کوي چې د خپل ملي دریځ او ملي ګټو نه دفاع وکړي .
نوموړی خپله هستي او د خپل ژوند ډیره برخه شمشاد ته ځانګړې کړې ده . د شمشاد د پیاوړ تیا لپاره يې د ټولو امکاناتو څخه کار اخیستی د بیلګې په توګه شمشاد تلويزيون څو ځلې هڅی وکړې چې نړیوال شي حتی د دی لپار ه يې د امريکا د آريانا تلويزيون سره قرارداد وکړ خو هغه پلان سر ته ونه رسیده اوس د نیکه مرغه شمشاد تلويزيون په نسبي توګه په اروپا کی د سيتا بوکس د لاری لیدل کیږی چې د اروپا د ماشومانو لپاره د مورنی ژبی په زده کړه کې پوره رول لوبوي اوداسې روزنيز پروګرامونه لري چې ماشوما ن يې خوښوي او د نورو تلويزيونونو په پرتله اکثره افغاني کورنۍ شمشاد ګوري شمشاد د ټولو افغانانو د زړه اواز دی پدې توګه د شمشاد دروند مشر حاجی صیب فضل کریم فضل اودشمشاد چېنل درنو کارکونکو ته ډیر اوږد عمر او بریاوې د الله ج له درباره غواړو

د افغان د کاڼــــــــو بــــوټو ا فتخـــــــــــــــــار دی
د شمشــــــــــاد د تلويزيــــــــون اساس ګذار دی

په ميډيا کې يې د پښتو ډیوی یی کړی بلی
د پښتـــــــــــــو د ادب ژبی حـــــــــــدمتګـــــــار دی

چــــــې بيرغ د پښتنو يې دی په لاس کــــــــــــــې
د پښتـــــــون قـــــــام د نامه عالـــــــــــمبردار دی

تاريخــــونـــــــه د نيکونـــــــه يې ژوندي کـــــړل
هـــــم پاللــــــی د درندې شملـــــــــــې وقار دی

راځـــــی راشی پدی نوم يې مسمی کــــــړو
هم ښاغلــــــی هـــــم اتل هـــــــم عزت دار دی