
د حزب اسلامي افغانستان لارښود ښاغلي انجنير ګلبدين حكمتيارتېره ورځ مېډياته په يوه رالېږلې وېډيويي پيغام كې ويلي دي چې: كه افغانستان څخه بهرني پوځونه ووځي نو دى له افغان دولت سره هېڅ ستونزه نلري او هر ډول تفاهم او سولې ته ورسره چمتو دى.
حكمتيار د روسانو او په افغانستان كې د هغو د ګوډاګيانو پر ضد د افغان ولس د سپېڅلي جهاد پر مهال د جهاد غوښنه برخه رهبري كوله، نه يواځې دا چې يو ستر جهادي ګوند يې رهبري كاوه، بلكې ډېر وخت به پخپله هم د جګړې په لومړۍ كرښه كې پروت وو او په عملي جهاد كې يې ونډه اخستله.
حكمتيار د جهاد پر مهال يواځينى ځوان قيادت وو چې تر نورو يې ډېره قرباني وركړه، ډېرې ستونزې يې وزغملې او د ده جهادي او علمي كړنې ډېرې وځلېدلې.
د ده اړوند ګوند حزب اسلامي افغانستان هم تر ټولو منظم ،د دسپلين خاوند او سترګوند وو، داسې ګوند چې د ملت هر قشر ته يې غېږه خلاصه او د هر قشر استازي هم پكې وو، حزب اسلامي افغانستان يو ستر ديني او ملي ګوند وو د دې ګوند ديني صبغه او بڼه هر چاته معلومه ده نو ځكه پرې بحث نه كوو او د ملي توب ستر ثبوت يې دادى چې پدې حزب كې د افغانستان د هرې سيمې، هر رنګ، هرې ژبې او هر قوم اړوند اشخاص وو هېڅ ډول تعصب پكې نه وو او هر مسلمان افغان ته يې غېږه خلاصه وه.
كه څه هم ظاهراَ د دې ګوند تشكيلات شيندل شوي، د فعاليت ساحه پرې محدوده شوې او قيادت يې په غرونو كې په افغانستان كې دمېشتو بهرنيو ځواكونو پر ضد پر وسلوال فعاليت بوخت دى او يوې برخې يې دلته په كابل كې سياسي فعاليت پيل كړيدى، خو د هغه شناخت او برداشت له مخې چې افغانان يې د دې ګوند له غړيو او رهبرۍ څخه لري په پوره ډاډ سره ويلى شو چې دا ګوند نه په نظامي برخه كې چپ پاتې دى او نه په سياسي برخه كې ،موږ باور لرو چې دا ګوند به همدا اوس هم منظمې برنامې، خپرونې او اجنډاوې لري، دوى به همدا اوس هم په پټه او ښكاره په ملت كې كار كوي اوريښې به ځغلوي.
د دې ګوند قيادت په ۲۰۰۱ زېږديز كال افغانستان ته د بهرنيو وسلوالو ځواكونو له راتللو وروسته له نسبتاَ اوږدې چوپتيا وروسته افغانستان د بهرنيو ځواكونو لخوا اشغال شوى وباله او هېواد تر بشپړې خپلواكۍ پورې يې د دوى پر ضد د جهاد اعلان وكړ.
دا چې حكمتيار اوس اعلان كړى دى چې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كې له افغان دولت سره هېڅ ستونزه نلري دا دده د ملي دريځ ښكارندوى دى، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل د ملت د غوڅې برخې غوښتنه ده او د څو محدودو اشخاصو پرته چې افغانانو ته سپين مخ نلري، پردې ملت يې ظلم او تېرى كړى، دلته يې د تعصب او نفاق تخم كرلى، د شهيدانو وينې يې خرڅې كړي، ملي شتمنۍ يې غصب كړې، دلته په جګړو كې خپل خير غواړي او د ملت د محاكمې له وېرې يې د بهرنيو پوځونو غېږې ته پنا وړې ده. نور ټول ملت په يوه خوله او يوه غږ له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتلو ته يوه معقوله استراتيژي غواړي.
د سولې لپاره د حكمتيار شرط كوم نا ممكن او نا معقوله شرط ندى، هغه تلويحاَ د حامدكرزي په مشرۍ موجوده حكومت تائيد كړيدى او د خپل مخالفت لامل يې دلته د بهرنيو وسلوالو پوځونو شتون بللى ،چې د افغانستان استقلال او خپلواكي يې له ګواښ سره مخ كړېده، همدالامل دى چې د ده دا پيغام د افغان حكومت لخوا استقبال شو.
له بلې خوا په افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو هم اعلان كړيدى چې دوى دلته د تل لپاره اوسېدل نه غواړي دا چې د متحده ايالاتو ولسمشر بارك اوباما په افغانستان كې د دوى پر ضد موجود مقاومت دې پرېكړې ته اړوېست چې د ۲۰۱۱ په نيمايي كې به له افغانستان څخه د خپلو پوځونو وتل پيلوي او كه نورو لاملونو، پر دې بحث نه كوو. موږ ته مهم ټكى دادى چې اوس موږ د دې درې واړو اړخونو ( حزب اسلامي، افغان دولت او امريكا )د دريځونو تر منځ ډېر كم واټن وينو. افغان دولت هم وايي چې د دوى دپرځان بسياينې په صورت كې بهرنيو ځواكونو ته اړتيا نه ويني. دوى چې اوس دلته د بهرنيو ځواكونو په شتون ټينګار كوي سترلامل يې د وسلوالو مخالفينو شتون دى خو كله چې د وى ډاډه شي چې د بهرنيو ځواكونو د نشتون په صورت كې څوك د دوى پر ضد وسله نه رااوچتوي نو باور دى چې آن پخپله كرزى هم دلته دبهرنيو ځواكونو له وسلوال شتون سره يوه دقيقه هم موافق نه دى.
اوس چې دا درې واړه دريځونه تر ډېره حده را نږدې شوي دي نو بايد درې واړه اړخونه داسې خير خواه او سوله دوسته منځګړي و مومي چې د دوى تر منځ د باور او ډاډ فضا ته نور هم كار وكړي.
افغان دولت بايد د حكمتيار له دې اعلان څخه ډېره ګټه واخلي، ډېر اهميت وركړي او د سولې دا زېګنال تعقيب كړي، موږ باور لرو چې كه كرزى، حكمتيار له روان مقاومت څخه رابېل كړي نو دا كار به د ده پر ضد د موجود مخالفت پوتنشيال ډېر را ټيټ كړي، ځكه چې هغه همدا اوس د افغانستان په ګوټ ګوټ كې وسلوال ګروپونه لري، د حكومت او بهرنيو ځواكونو پر ضد جنګېږي او حكومت ته يې سردرد او ستونزې راپيداكړېدي.
زه خو وايم چې كرزى بايد هڅه وكړي په هر ډول انعطاف او تنازل چې كېږي لندن كنفرانس ته له ورتللو وړاندې له وسلوالو طالبانو څخه هم همدا ډول يو د حسن نيت او سولې ته د تمايل پيغام تر لاسه كړي له دې كار سره به كرزى لندن كانفرنس ته ډك لاسونه ورشي.
افغان دولت بايد سر له همدا اوسه په يو دا ډول معقول ميكانيزم كار پيل كړي چې له مخې يې هم بهرني ځواكونه له افغانستان څخه ووځي، هم دلته د كورنيو جګړو مخنيوى وشي، هم د افغانستان او لوېديځې نړۍ دوستي وساتل شي، هم له افغانستان سره د هغوى مرستې ډېرې او منظمې شي، د هغه متل سره سم (هم لال بدست ايد، هم دل يار نرنجد)
له دې سره به هېچاته هم په افغانستان كې د وسلوال فعاليت پلمه په لاس ورنشي.