په ماشومانو کې چاغښت او مخنیوی یې

په ماشومانو کې د روغتیا تر تولو ښه نښه د هغوی نورمال وزن دی؛ چاغښت په ماشومانو کې له درې کلنۍ وروسته شروع کېږي چې د میندو او پلرونو اندېښنه هم له همدغه ځایه پیلېږي.
په ماشومانو کې د چاغښت د مخنیوي لپاره باید د هغوی په غذایي رژیم کې بدلون راوستل شي. په غذایي رژیم کې بدلون په دې معنا نه دی چې کموالی په کې راوستل شي.
ماشوم د خوراکي توکو له ترکیب څخه بې خبره وي، نو له همدې کبله د یوه منظم غذایي رژیم لپاره د هغوی مجبورول یو څه ستونزمنه خبره ده او بله دا چې ماشوم کولی شي په پټه هم له خپل غذایي رژیم څخه سرغړونه وکړي او ورځ تر بلې یې وزن زیات شي.
هڅه وکړئ هره میاشت مو د خپل ماشوم وزن او قد سره پرتله کړئ او غذایي رژیم ته یې پاملرنه وکړئ. تر ټولو ښه خبره دا ده چې ماشوم د تغذیې د برخې متخصص ته ور ولئ څو ورته منظم غذایي مهالوېش جوړ کړي او په سم ډول یې عملي کړئ.
ماشوم باید په ورځني ډول له ټولو غذایي وعدو څخه برخمن شي. اجازه مه ورکوئ چې ماشوم د ټلوېزیون کتلو پر مهال سپک خواړه وخوري.