اووه کارونه چې ماغزه مو زړوي

دغه اووه کارونه مو د مغز د ژر زړښت لامل کېږي، چې په لاندې ډول دي:
۱- غوړ او کالوري لرونکی غذایي رژیم
څېړنو ښودلې چې غوړ، خواږه او پېک شوي خواړه د وخت په تېرېدو سره د مغز د زړښت لامل کېږي. په ټاکلې اندازه خواږه د مغز لپاره ګټور دي، خو که زیات شي بیا د ګټې پر ځای تاوان رسوي، چې روغتیا پالان الزایمر ته د شکرې ناروغۍ درېیمه نمونه هم وایي. د مغز د ساتنې لپاره تر ټولو ښه غذایي رژیم مدیترانه يي رژیم دی، چې ګټور غوړ لکه زیتون، مېوې، سابه او کبان په کې شامل دي.
۲- په ګڼه ګوڼه او ککړه هوا کې ژوند کول
ککړه هوا د ژر زړښت اصلي لامل بلل کېږي. څېړنو ښودلې چې ککړه هوا د وینې د میکروبي کېدو لامل کېږي او دغه چاره مغزي سکتې ته لار هواروي. پر دې سربېره، ککړه هوا د وخت په تېرېدو سره د مغز حجم کموي او دغه څه د مغز د زړښت اصلي نښه بلل کېدای شي.
۳- سټرېس (ژور خفګان)
له سټرېس څخه ډک ژوند پر مغز منفي اثر کوي. سټرېس مغزي سلولونه له وخته مخکې زړوي. پر دې سربېره هغه هورمونونه، چې د سټرېس په پایله کې ترشح کېږي مغز ته زیان رسوي.



۴- بې خوبي اوکم خوبي
کم خوبي او بې خوبې د وخت په ترېدو سره د مغز حجم کموي او د الزایمر ناروغۍ ته لاره هواروي. خوب د مغزي سلولونو د جوړېدو لپاره تر ټولو ښه پړاو دی.
۵- ډېر ځای پر ځای کېناستل
لږ ګرځېدل او ډېر کېناستل د زړه د ناروغیو، شکرې، سرطان او ژر مړینې لامل کېږي. پر دې سر بېره ډېر ځای پر ځای کېناستل د مغز هغه برخې چې له حافظې سره تړلې وي منقبضې کوي او د مغز د فعالیت مخه ډپ کوي.
۶- د مغز ټنبل کول
مطالعه، فکري لوبې، د نوې ژبې زده کول، د شعرونو یادول او په ټوله کې دغه ډول فعالیتونه د مغز د سلامتیا لامل کېږي.
۷- نشه يي توکي او الکول
نږدي ټول وګړي پر دې پوهېږي، چې سګرېټ، الکول یا په ټوله کې نشه یي توکي بدن ته زیان رسوي. موږ د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې مغزي فعالیتونو ته اړتیا لرو، نو په ښه ساتنه کې یې هرومرو هڅه وکړئ.